لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بشري حقونو تنظیم «رواداري»: طالبانو د واک په لومړیو پینځلسو میاشتو کې 533 کسان وژلي دي


واشنګټن ـــــ د «رواداري» په نوم د بشري حقونو یو نوي سازمان پخپل تازه رپوټ کې ویلي، طالبانو له خپلې واکمنۍ راهیسې د تېر کال تر نومبر میاشتې پورې په پینځلسو میاشتو کې په افغانستان کې 533 ولسي خلک، د مخکیني حکومت پوځیان، سلفیان، د مقاومت جبهې غړي او نور وژلي دي.

طالبانو لا د دې رپوټ په اړه څه نه دي ویلي، خو تېر کال یې د ملګرو ملتونو هغه رپوټ رد کړی وو،‌ چې ویلي یې وو طالبانو شاوخوا سل کسان په غیرعدالتي توګه وژلي دي.

له ملګرو ملتونو وروسته د «رواداري» په نوم د بشري حقونو یوه تنظیم هم د طالبانو‌ پر حکومت تور لګولی چې پخپله دویمه واکمنۍ کې یې په سلګونو کسان په غیرعدالتي توګه وژلي او ټپیان کړي دي.

دې تنظیم خپل رپوټ پرون د جنورۍ پر څلورمه خپور کړی چې وایي‌ دوی د افغانستان په کندهار، پنجشېر، ننګرهار، سرپل او نورو ولایتونو کې د طالبانو له لوري د خپلسرو وژنو په اړه پلټنې کړې دي.

وایي د طالبانو له واکمنېدو وروسته د 2021 کال د اګست له 15مې د 2022م کال تر نومبر پورې ټول 533 تنه د طالبانو د ځواکونو او ناپېژاندو کسانو له خوا وژل شوي دي، چې وایي په هغوی کې ملکي وګړي، د تېر حکومت پوځیان، د سلفي مسلک پلویان، د «ملي مقاومت جبهې» غړي او نور د طالبانو مخالفین شامل دي.

رپوټ وايي په دغه پینځلس میاشتنۍ موده کې 320 تنه په کندهار، 113په پنجشیر، 101 کسان په ننګرهار او نور په سرپل کې وژل شوي دي، خو وایي په نورو ولایتونو کې هم دا ډول پېښې شوې دي. دې تنظیم پر خپله ویبپاڼه په خپاره کړي رپوټ کې ویلي:

"د رواداري بنسټ موندنې ښيي چې په تېرو پینځلسو میاشتو کې د بشر حقونو سرغړونې، په عامه بڼه د ژوند د حق سرغړونې او په ځانګړي ډول له محاکمې پرته وژنې مخ په زياتېدو وې".

«رواداري» سازمان وايي، په کندهار کې د اوو ښځو او لسو ماشومانو په ګډون 320 تنه په هدفي او غیرعدالتي توګه وژل شوي او د 12 ښځو او پینځو ماشومانو په ګډون 95 تنه ټپیان شوي دي.

رپوټ وایي په وژل شویو کسانو کې 23 تنه د مخکیني حکومت د دفاعي او امنیتي ځواکونو، پولیسو او استخباراتي ادارې ملي امنیت کارکوونکي وو.

دا سازمان وايي د دغو وژنو د سببونو او انګیزو په اړه یې کافي معلومات نه دي ترلاسه کړي خو وايي د پېښو په اړه د طالبانو له لوري د تحقیقاتو نه تر سره کول د پوښتنې وړ دي.

«رواداري» تنظیم وایي په ننګرهار کې هم تر سل زیات کسان په مروز او غیرعدالتي توګه وژل شوي دي. وایي په وژل شویو کې 70 تنه له داعش خراسان ډلې سره د تړاو په تور وژل شوي دي. په رپوټ کې لیکل شوي:

"[په ننګرهار کې] د دوو ښځو په ګډون 13 تنه په مرموز ډول د نامعلوم سبب له کبله وژل شوي دي، چې پینځه دیني عالمان، اته تنه د مخکیني حکومت کارکوونکي، درې مدني فعالان او یو خبریال هم پکې شامل دي".

«رواداري» تنظیم له افغانستانه بهر فعالیت کوي، چې مشره یې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیشن مخکینۍ مشره شهرزاد اکبر ده. مېرمن اکبر د چارشنبې- شورو په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي:

"د طالبانو له واکمنېدو سره په ټول افغانستان کې د هدفي او بې عدالته وژنو لړۍ د ناامنۍ، ګواښ او ډار نوی احساس خپور کړ، چې هغه د پخوانیو امنیتي کسانو، مخالفینو، تسلیم شویو کسانو، بندیانو او نورو ملکي وګړو وژل دي".

د «رواداري» د رپوټ له مخې په پنجشیر ولایت کې هم د احمد مسعود د ډلې «د ملي مقاومت د جبهې» 63 تنه غړي تر نیول کېدو او تسلیمېدو وروسته له عدالت پرته وژل شوي دي. وایي 50 تنه نور له «مقاومت جبهې» سره د اړیکو په تور هم نیول شوي او وژل شوي دي.

د بشري حقونو لپاره کارکوونکي دې تنظیم دا ټولې پېښې د بشري حقونو خلاف او سرغړونې بللې دي او ویلي یې دي چې د طالبانو له راتک وروسته د افغانانو بشري او مدني حقونه تر پښو لاندې شوي دي او د مخنیوي لپاره یې کوم اقدام نه دی شوی.

طالبانو لا د دغه رپوټ په اړه څه نه دي ویلي خو مخکې یې د خپلسرو او غیرعدالتي وژنو په اړه د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د نورو نړیوالو سازمانونو رپوټونه بې بنیاده بللي او رد کړي وو.

ملګرو ملتونو د 2022م کال په پیل کې پخپل یو رپوټ کې ویلي وو، چې طالبانو هغه شاوخوا 100 تنه په غیرعدالتي توګه وژلي چې د افغانستان د مخکیني حکومت کارکوونکي، د امنیتي ځواکونو غړي او یا هغه افغانان وو چې له نړیوالو ځواکونو سره یې کار کړی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG