لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د چين د کمپنۍ سره په افغانستان کې د تېلو راويستلو لوظنامه لاسليک کړې


واشنګټن - د افغان طالبانو حکومت د چين د يوې پيټروليم کمپنۍ سره وړومبۍ نړيواله لوظنامه لاسليک کړې چې د افغانستان په شمال کې به تېل راوباسي.

د طالبانو لوړپوړي چارواکي او په کابل کې د چين سفير وانګ يو دغه ټيليوايزډ دستوره وکتله چې په اګست 2021 کې د طالبانو د واک اخستلو وروستو وړومبۍ بهرنۍ سرمايه کاري په افغانستان کې کيږي.

د طالبانو د معدنياتو وزير شهاب الدين دلاور دستورې ته وويل، د چين سينګکيانګ سنټرل ايشيا پيټروليم اينډ ګيس کمپنۍ سره شوې معاهده به هر کال 150 ميلينه ډالر چيني سرمايه کاري افغانستان ته راوړي چې د امو سيند د کاسې نه تېل راوباسي.

د لوظنامې ترمخه په 4500 سکوير کيلوميټر علاقه کې به تېل راويستل کيږي چې د بلخ ولايت سره سره به سري پل، جوزجان او فارياب ولايتونو پورې وغځيږي او نزدې 3000 افغانانو ته به روزګار هم پکې پيدا شي.

دلاور وويل دا معاهده به پينځويشت کلنه وي او تمه ده د چين سرمايه کاري به په راروانو درې کالو کې 540 ميلين ډالر ته ورسېږي.

هغه وويل د طالبانو حکومت به د منصوبې په پيل کې 20 فیصده سرمايه کاري کوي چې د وخت سره به دا تناسب 75 فیصده ته رسېږي.

د چين سفير دا کاميابه دستوره وستايله او ويې ويل، دا يو ښه پيل دی چې د بېجينګ او کابل تر منځ دوه اړخيزه تعلقاتو ته وده ورکړي.وانګ وويل:

“د امو سيند د تېلو منصوبه د چين او افغانستان تر منځ د عملي تعاون يوه مهمه منصوبه ده. د دې منصوبې پرمختګ د دواړو هېوادونو د تعاون يوه ښه نمونه ده چې په توانايۍ او نورو برخو کې غټو منصوبو ته لار پرانيزي”.

وانګ چيني کمپنۍ ته امر وکړو چې د افغانستان د قوانينو په سختۍ سره عمل وکړي او د منصوبې د ټاکل شوو شرايطو سره سم کار وکړي.هغه وويل:

“د دې سره سره زه په دې هم باوري يم چې د معاهدې افغان اړخ به هم عملي او کوټلي ګامونه واخلي چې دا منصوبه بغير د څه مشکل نه وچليږي چې د نورې سرمايه کارۍ د پاره اعتماد پيدا کړي او کاروبار او افغانستان له ترقي ورکړي”.

د چين سرکاري نېشنل پيټروليم کور هم دغه رنګ د امو سيند د تل نه د تېلو راويستلو لوظنامه د تېر افغان حکومت سره لاسليک کړې وه.

دلاور زياته کړه، تېره لوظنامه ځکه عملي نه شوه چې وایي په هغې کې ډېرې مسلې وې. هغه نور وضاحت ونه کړو خو ويې ويل د طالبانو حکومت لوظنامه بيا وليکله چې مسله حل کړي او بيا يې لاسليک کړه.

د طالبانو وزير وويل د معاهدې تر مخه خام تېل به په افغانستان کې صفا کيږي او ويې ويل چيني کمپني به په افغانستان کې د تېلو پاکولو ريفاينري جوړوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG