لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جوبایډن امریکې ته د غیرقانوني کډوالو د مخنیوي لپاره پر خپله پوله نوي اقدامات اعلان کړل


واشنګټن ـــــ د امریکې ولسمشر جوبایډن د هغو کډوالو د مخنیوي لپاره نوي اقدامات اعلان کړل چې غواړي له قانوني اجازې پرته له مېکسیکو امریکې ته ننوځي، خو ورسره یې له وینزویلا، نیکاراګوا، کیوبا او هېټي څخه په میاشت کې تر 30,000 پورې خلکو ته د قانوني راتګ وړاندیز هم کړی دی.

د وي او اې د رپوټ له مخې دا اقدامات به د سرحدي چارواکو لپاره دا کار هم اسانه کړي چې کوم کډوال د مېکسیکو له غربي پولې پر قانوني لارو امریکې ته ننوځي، هغه بیرته په سمدستي توګه بیرته وباسي.

وایي له دې پرته به د دغو نویو اقداماتو په بنیاد له هېوادونو سره هغه تړونونه هم بیرته پر ځای کړل شي چې له مخې به یې تر درېیم هېواد را تېر شوو کډوالو ته دا ښکاره کول پکار وي چې دوی د امریکې او مېکسیکو پر پوله د پناه غوښتنې تر درخواست ورکولو مخکې د تحفظ په تر لاسه کولو کې ناکامه شول.

د بایډن له نوي اعلان سره سم به د څلورو یادو هیوادونو خلکو ته اجازه ورکړل شي چې امریکې ته په قانوني لارو د ننوتلو لپاره د انساندوستۍ په بنیاد د «پیرول اتارټي» یا اجازتنامه وکاروي، کوم چې دا مهال د افغانستان او اوکراین کډوال ګټه ترې اخلي.

د بایډن انتظامیه وایي دا نوی پلان یوه داسې تګلاره ده چې مهاجرینو ته به په قانوني او خوندي توګه امریکې ته د راتلو اجازه ورکړي.

خو د مهاجرت نړیوال ملاتړي دا خبره ردوي او تور پورې کوي چې د صدر بایډن دا پالیسي به په نامناسبه توګه د کډوالو لپاره د پناه غوښتنې هغه موقعې محدودې کړي چې د امریکې قانون او نړیوالو قوانینو یې ضمانت ورکړی دی.

ولسمشر جوبایډن د پنجشنبې- زیارت په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبري غونډې ته وویل، د بشردوستۍ په بنیاد د راتګ دا اقدام به یې د نیکاراګوا، کیوبا او هېټي کډوالو ته اجازه ورکړي چې په امریکا کې د میشتو مالي سپانسرانو په مرسته امریکې ته راشي.

د صدر بایډن د دې نوي پلان له مخې به کډوالو ته له هوایي لارې هم امریکې ته د سفر کولو اجازه په دې شرط ورکړل شي چې هغوی په امریکا کې مالي سپانسر ولري او له قانوني لار یې «بېکګراونډ چیک» یا پس منظر کتل شوی وي. بایډن خبري غونډې ته وویل:

"یواځې دا اقدامات- چې زه یې نن اعلانوم- زموږ د کډوالۍ نظام نه شي سمولای، خو له موږ سره یې به یې په سموالي کې مرسته وکړي، زه یواځې هغه وخت څه کولای شم چې قانوني اجازه یې ولرم".

«د بشردوستۍ پېرول اتارټي» هغو کډوالو ته- چې غوښتنې یې منل شوې وي- دا اجازه ورکوي چې د لنډې مودې لپاره په امریکا کې په قانوني توګه ژوند وکړي او کار وکړي.

د بایډن د دې اعلان په جواب کې د کډوالو د یوې ادارې «لوتهرن ایمایګرېشن اینډ ریفیوجي سرویس» مشر کریش اومارا ویګناراجا په یوه بیان کې وویل، چې د بشردوستۍ پېرول په نوم اجازتنامه د پناه غوښتنې د خوندیتوب متبادل نه شي کېدای.

هغه وي او اې ته وویل، چې د بایډن دا نوی اقدام به د هغو میلینونو خلکو یوه کوچنۍ برخه کسان یواځې د لنډې مودې لپاره په امریکا کې خوندي کړي چې د خپلو کورونو پرېښوولوو ته مجبور شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG