لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوليس: خېبرپښتونخوا کې په کال 2022 کې د 365 ماشومانو سره د جنسي تیري پېښې شوي


د خېبرپښتونخوا پولیسو دويم مشر [اډيشنل انسپکټر جنرل] محمد علي بابا خېل ويلي، تير کال په 2022 کې په صوبه کې د 365 ماشومانو سره د جنسي تیري پېښې شوي او څلور ماشومان وژل شوي هم وو.

د ډان ورځپاڼې ترمخه بابا خېل دغه شمېره په پېښور کې د ماشومانو د حقونو دپاره قامي کمېشن په راجوړه غونډه کې ویلې ده. نوموړي ویلي پولیسو د ماشومانو سره د جنسي تيريو د پېښو په تور کې 329 کسان نيولي دي.

په خېبرپښتونخوا کې د ماشومانو د حقونو دپاره کار کوونکی عمران ټکر چې په دغه غونډه کې يې ګډون درلود، وي او اې ډيوه سره په خبرو کې يې وويل، د ماشومانو د حقونو او په هغوی د جنسي تیري ضد سخت قوانين جوړول کيږي په دغه اړخ ډېر کار کيږي خو د دې مخنيوي دپاره کار پکار دی.

هغه زياته کړه، "په کال 2021 کې د 360 ماشومانو د جنسي تیرې پېښې شوې وې، او په کال 2019 کې د پوليس شمېرو ترمخه د ماشومانو د جسني تيري 185 پېښې شوې وې".

نوموړی وايي د تیرو کلونو په پرتله د ماشومانو د جنسي تیريو په پېښو کې اضافه شوې ده او زیاته یې کړه په يادو پېښو کې زیاته پاملرنه سختو سزاګانو ته کيږي خو وايي په دې نظام کې سختې سزاګانې ممکن نه دي.

د نوموړي په خبره "د دې پېښو په مخنيوي کار پکار دی، ټول خلک، ټولنې، حجرې، جومات او سکول نه دې دا غږ پورته شي چې د ماشومانو سره جنسي تيری د شریعت، د پاکستان د ايين او قانون او نړيوال قانون خلاف کار دی، ملک او مذهب پرې بدناميږي".

عمران ټکر وايي په کال نيم کې ځینې ښه پرمختګونه شوي خو نظام د دغه پېښو په مخنيوي کې ناکامه شوی دی ځکه نو اصل کار په مخنيوي پکار دی.

په خېبرپښتونخوا کې د ماشومانو د خونديتوب د کمېشن مشر اعجاز محمد خان وي او اې ډیوه ته ویلي، "د 18م اييني بدلون وروسته د ماشومانو د حقونو په خونديتوب په لړ کې د پاليسۍ کچې تر حده ښه پرمختګ شوی دی په قامي کچه کمېشنې او ادارې جوړې شوي دي".

خو نوموړی وايي "حالات بيا هم د اطمينان وړ نه دي او د هغې ډېر علتونه دي لکه د ابادۍ سېوا کېدل، د تعليم نشتوالی او په ګڼ شمېر کې ماشومان سکولونو ته نه ځي".

هغه زياته کړې په خېبرپښتونخوا کې په کال 1996 کې د مزدوري کوونکو ماشومانو [چايلډ لېبر] سروی شوې وه او په هغه سروی کې 33 لکه ماشومان په پاکستان او 11لکه په خېبرپښتونخوا په چايلډ لېبر کې وو او د هغې وروسته بيا کومه سروی نه ده شوې پکار ده چې دغه سروی وشي او بيا د ماشومانو د ټولو حقونو دپاره عملي ګامونه پورته شي.

پاکستان کې د ماشومانو د حقونو غېر دولتي تنظیم ساحل تير کال د ستمبرپه مياشت کې یو رپورټ خپور کړی چې پکې ويل شوي وو د کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د هېواد دننه په 2211 ماشومانو جنسي تېری شوی او په دغه موده کې 802 ماشومان تښتول شوي ، 243 ماشومانې جینکۍ او 298 تنکي هلکان د جنسي تېريو نخښه ګرځول شوي وو.

په ياد رپورټ کې ویل شوي وو چې د کال په لومړو شپږو میاشتو کې 17 هلکان او 13 انجونې د جنسي تېريو وروسته وژل شوې، 212 ماشومان د خپلو کورونو څخه لا درکه شوې، د کم عمرۍ د ودونو 17 پېښې هم رپورټ شوي چې پکې درې پېښې د وني یا د بدل د ودونو وې.

د رپورټ ترمخه د ماشومانو سره د جنسي تيريو په 2211 پېښو کې ککړ موندل شوي 1050 کسان د ماشومانو پېژندګلو دي او په 409 پېښو کې ککړ تنان ناپېژندګلو وو.

د رپورټ ترمخه په پنجاب صوبه کې د ماشومانو پرضد د جنسي تېریو تر ټولو زیاتې 1564 پېښې، ورپسې 338 پېښې د سند نه، او په دريم نمبر زياتې پېښې د سرښار اسلام اباد نه او خېبرپښتونخوا کې دا شمېره 77 او بلوچستان کې 23 وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG