لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د اقتصادي سقوط په لور، ایا نړیوال به ورته خپل پورونه وبخښي؟


د پاکستان کاروباري شورا یا بزنس کونسل د مرکزي حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې باید د نړیوالو مالیاتي ا‌دارو نه داخستل شوؤ پورونو اؤ د واجباتو دبخښنې خواست وکړي.

یاد کونسل د توانایۍ د بچت ترڅنګ په پټرولو دسیلز ټيکس لګولو اؤ په ډیزلو دمالیې لوړولو غوښتنه هم کړې ده خو اقتصادی پوهان وایي چې غیر ملکي قرضې نه خو معاف کیدای شي او پشا بوتلل کیدای شي.

اقتصاد پوهان وایي پاکستان ته په راتلونکو دوو میاشتو کې 8 اربه ډالره پورونه په سمدستي ډول ستنول دي او دا یوازې د ملګرو هیوادونو له لارې ممکن کیدای شي ځکه چې یوازی ایې ایم ایف هم د پاکستان مالیاتي ضرورتونه نه شي پوره کولی.

پاکستان بزنس کونسل د مرکزي حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې په چین، پیرس کلب او مالیاتي ادارو دخپلو اخستل شوو پورونو سود اؤ واجبات وبخښي او په ټيکسونو کې اضافه وکړي.

اقتصادی پوهان وایي دغیر ملکي پورونو دبخښل کیدو هیڅ امکان نشته ،پاکستان سره یوازې دا لاره په لاس کې ده چې په راتلونکو دریوؤ میاشتو کې دپورونو ستنولو تابیا وکړي.

تیره ورځ د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف ویلي وو امکان لري چې راتلونکو دریوؤ ورځو کې د ایي ایم ایف پلاوی پاکستان ته سفر وکړی او د پور د نهم قسط دپاره مذاکرات وکړي.

وزیر اعظم ویلي ایتلافی حکومت به د مالیاتي ادارې ایي ایم ایف ټول شرطونه عملي کوي.

د اقتصاد ماهر سجاد احمد وي او ای ډیوه ته وایي پاکستان ته په دوو میاشتو کی د 8 اربه ډالر پورونه په داسې حال کې ستنول دي چې پاکستان نورو پورونو ته اړتیا لري.

نوموړی وایي غیر ملکي قرضې نه معاف کيږي او د هغې ستنول ضروري دي البته څه وخت دپاره ځنډول کیدای ضرور شي.

دنوموړي به وینا کله چې دکرونا وبا صورتحال ؤ نو په هغه مهال هم پورونه ځنډول شوي وؤ خو د هغې زور اوس راووتلو.

هغه وایي په دی لږ وخت کې پاکستان هیڅ نه شي کولی ، یوازې دا چې د پیسو انتظام وکړي او پورونه ستانه کړي.

د پاکستان دخزانې وزارت ویلي پاکستان روان کال کې په مجموعي ډول 33 اربو ډالرو ته ضرورت لري چې په دې کې د 23 اربو ډالرو بهرنیو پورونو ستنول هم شامل دي.

د اقتصاد ماهر ډاکټر غلام صمد وایي د پاکستان په تاریخ کې داسې نه دي شوي چې یو هیواد یا مالیاتي ادارې ورته پورونه معاف کړې وي .

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي پاکستان دپاره د ایي ایم ایف پروګرام ډیر مهم دی او د نورو ادارو پورونه هم ددې پروګرام سره تړلي دي.

ډاکټر غلام صمد وایې " دپاکستان دغیر ملکي زرمبادلې ذخیره 5.7 اربه ډالره ده او پاکستان ته 8 اربه ډالره ستنول دي خو بیا هم امکان لري چې د چین او سعودی عرب له خوا پاکستان ته د 4 نه 5 اربو ډالرو پورې پور ترلاسه شي خو بیا هم 3 اربه ډالره ترلاسه کول یو چیلنج دی"

پاکستان د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف سره د پور لوظ نامه کې مجموعي پروګرام 7 اربو ډالرو ته غځولی و او په نهم قسط کې دایي ایم ایف لخوا پاکستان ته 1.2 اربه ډالره ورکول دي خو د مالیاتي ادارې له خوا پاکستان ته د مالیې د زیاتوالي اود مالیاتي خسارې د کمولو وینا شوې ده.

بزنس کونسل پاکستان وایي که حکومت په ډیزلو پټرولیم لیوي د 32.50 روپۍ لیټر نه 50 روپۍ لیټر ته زیاته کړي او په پټرولو جنرل سیلز ټيکسونه ولګوي نو پاکستان ته به په 6 میاشتو کې 78 اربه روپۍ امدن وشي خو اقتصادی پوهان وایي په ولس به بوج زیات شي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG