واشنګټن – د ایران د قضا لخوا په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د شنبې یا خالي په ورځ دوه کسان اعدام شوي دي.
د دغو اعدام کړای شویو کسانو نومونه محمد مهدي کریمي او سید محمد حسین ښودل شوي.
له دې سره په ایران کې د مهسا امیني د مړینې پر سر د پارېدلو لاریونونو سره په تړاو د اعدام شویو کسانو شمېر څلورو ته ورسېد.
په بیان کې راغلي، دغو دوو کسانو ته په ایران کې د تېر کال د مظاهره چیانو د وژل کېدو د څلوېښتمې ورځې په مناسبت په کرج ښار کې د لاریونونو پر مهال د روح الله امین په نامه د یو ملیشه سرتیري د وژلو له امله د اعدام سزا ورکړل شوې وه.
په هغه ورځ په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې یوه لویه لاره د یوې ډلې لخوا بنده شوې او د ملیشه ځواک یو غړ پر ځمکه بې حرکته پروت دی.
د عدلیې په وینا د هغه د وژنې په تړاو ۱۶ کسان نیول شوي خو کریمي او حسیني یې اصلي تورن دي.
عدلیې د خپلو محاکمو کلپونه وښودل چې کریمي پکې وايي، محمد امین په ډبره وویشته او حسیني قاضي ته وویل چې څو ځله په قاچو وواهه.
په یو اډیو کلیپ کې چې په انلاین خپرېږي یو سړی چې ځان د ۲۲ کلن کریمي پلار بولي وايي، چې ځوی یې بې ګناه دی.
خو قضایه ادارې دا ادعاوې رد کړي او محمد امین د وژنې په اړه یې له عیني شاهدانو سره د مرکو کلیپونه هم خپاره کړي.
عدلیې ویلي، چې د پېښې اصلي تورن کسان له پېښې یوه اوونۍ وروسته نیول شوي او نه ورځې وروسته پرې تورونه لګول شوي دي.
سترې محکمې په دې قضیه کې د دریو نورو کسانو اپیلونه د نیمګړتیاوو له امله منلي دي خو په جلا جلا قضیو کې یې د څو نورو کسانو د اعدام سزا تایید کړې ده.
په ورته وخت کې د بخښنې نړیوالې ادارې خبرداری ورکړی چې په لسګونو نور کسان دا مهال د اعدام له خطر سره مخ دي.
اخوا د ایران یو لوړ پوړي مخالف سني عالم د نیول شویو مظاهره کونکو د محکومولو لپاره د جبري اعترافاتو کارولو ادعا غیر اسلامي وبلله.
مولویو عبدالحمید اسمعیل زهي د ویب پانې په وینا چې هغه د جمعې د لمانځه په خطبه کې وویل،
"که څوک تور و نه مني، تشدد پرې کوي، تر څو یې چې ومني. د تورن په زور اعتراف او وهل ټکول په شریعت او زموږ د هېواد په اساسي قانون کې ځای نه لري."
اسمعیل زهي د ایران د بې وزله ولایت سیستان بلوچستان په مرکز زاهدان کې ژوند کوي چې د بلوڅو د اقلیت ځای دی.
د راپورونو له مخې، چارواکو د هغه بهر ملکي سفر باندې بندیز لګولی او په ایران کې دننه یې د هغه سفرونه او اړیکي محدودو کولو سره پر هغه فشار راوړی.
په ورته وخت کې، په ټول هېواد کې د لاریونونو وروسته د خلکو د نیولو لړۍ روانه ده چې په نیول شویو کسانو کې یو مشهور خبریال هم شامل دی.