لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کليفورنيا کې په  زرګونو کورونه د طوفان د لاسه بې بجلۍ دي او د پاسه بل طوفان راروان دی


‎واشنګټن- په شمالي کيليفورنيا کې د بجلۍ د بحالولو عمله لګيا ده چې په زرګونو کورونو ته بجلي بحال کړي کوم چې د دوو ورځو سختو سيلو جاپړو او تېزو بارانونو متاثره کړي.

د اوونۍ تر اخره پرې بل طوفان هم راروان دی چې خلک او انتظاميه هغې ته هم تيارۍ نيسي.

د موسمياتو قامي اداره وايي د جمعې په ورځ د نوي طوفان امکان څرګند شوی چې درانه بارانونه او تېزه سيلۍ د کيليفورنيا شمال مغربي برخې ته راوړي او سويل اړخ ته د سانس فرانسېسکو بی او سنټرل کوسټ سيمې وځپي. موسمياتو واله امکان څرګند کړی چې شمالي اوريګان هم د طوفان نه متاثره شي.

راروان طوفان به ډېره لمده اب و هوا ولري چې د پيسفېک نه به راوچتيږي او امکان دی سيمې ته نور درانه بارانونه راوړي کومه چې د ډيسمبر نه راپه دېخوا تېزو بارانونو ځپلې ده. دې په سيمه کې د سيلابونو او خټانو راپرېوتلو خطره پيدا کړې ده.

د موسمي پيش ګويۍ تر مخه غريزې سيمې او تنګي د وړاندې نه بې قابو اورونو سوځولي او امکان کيږي چې کمران راورغړي او خټان راپريوځي.

د درنو بارانونو سربېره د اونۍ تر اخره د 60 سينټي ميټر پورې واوره هم راروانه ده چرته چې روانه اونې د وړاندې نه په اوچتو پرتو برخو کې 46 سينټي ميټره واوره شوې ده.

د جمعې په ورځ د شمالي کيليفورنيا په درېو کې دوه برخې سيمه د سيلاب د څار او د سيلۍ د جاج کولو ادارو په نظر کې وې. د کيليفورنيا ايالت چې د امريکا د ټولو لويه ابادي لري ته د موسمياتو ادارو خبرداری ورکړی چې په کومو ځايونو کې د طوفان او سيلابونو خطره ده هغلته دې خلک خطرناک سيلابونو ته ځان تيار وساتي او سړکونو ته دې نه راوځي.

د جمعې نه راپه دېخوا نزدې 60,000 کورونه او کاروبارونه بجلي نه لري او موسم پرې لا د پاسه خراب روان دی. تېزو سيلو ونې د بېخه ويستلي کومې چې اوږدې وچکالۍ کمزورې کړي او بيا په ډنډ شوو اوبو کې تر ډېره ولاړې وې. د دې د لاسه د بجلۍ نظام ګډ وډ شوی، سړکونه يې بند کړي او ځينې لارې سيلابونو بندې کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG