لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا له اوکراین سره د درې بیلینه ډالرو په ارزښت د نورو پوځي مرستو اعلان وکړ


د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن ویلی دي چې دوي به په اوکراین د روس د یرغل نه اغېزمن شوي اوکراین اونورو هېوادونو ته د دریو بیلينه ډالرو نه زیاتې پوځي مرستې ورکوي.

د خارجه چارو د وزارت مرستیالې لاوره کوپر د پنټګان خبریالانو ته ویلی دي چې د اوکراین پوځ سره دا پوځي مرستې به د جنګ صورتحال بدل کړي.

د ملي امنیت د چارو د پاره د وي او ای د خبریال جېف سېلډن ترمخه د پېنټګان په خبري غونډه کې د امریکې چارواکو خبردارې ورکړی چې داسې هېڅ نښې يې نه دي‌ ليدلی چې ګنې پوټېن د اوکرین د نیولو په هلو ځلو کې کمې راولي او د روس د ارتاډاکس کرسمس په وخت د روس د اوربند ته هم د شک په سترګه ګوري.

کووپر ویلی، چې هم دې سړي یعني پوټېن ویلي‌ وو چې اوکراین به نه نيسي خو که هرڅه په تکنیکي توګه دوي د اوربند په پړاو کې دي دا وخت هم جګړه روانه ده.

تمه ده چې په پوځي مرستو کې به ۵۰ برېډلي فاېټنګ ګاډي، ۵۰۰ د ټي‌او ډبلیو په نامه د ټېنک خلاف کارونکي‌ ميزايل او اضافي ګوله بارود شامل وي او دا به په مشرقي سيمه کې د اوکراین پوځ ته په جاري جګړه کې ډېره مرسته ورکړي.

د ګارډين ورځپاڼې یو رپورټ ورکړی چې د اوکراین د پوځي استخباراتو په وینا روس اراده لري چې د جنورۍ په میاشت کې تر پنځه لکه پورې د پوځیانو ټاکلو امر وکړي.

د اوکراېن د پوځي استخباراتو مرستیال وداېم سکيبېټسي ویلی دي چې د اوکراېن پوځ ګڼي چې دا پوځیان به دهېواد مشرقي او جنوبي سيمو ته لېږل کيږي چېرته چې به دا په سپرلي او اوړي کې د روس د نویو پوځي عملياتو برخه وي.

د وي او په رپورټ کې ویل شوي دي چې د روس امر (ډېکټېټر) وړاندی د نویو پوځیانو پرځاې کولو خبره رد کړی وه خو د رپورټونو ترمخه کرېملن پټ په پټه د پوځیانو د پرځای کولو عمل جاري ساتلی دی.

پېنټګان ویلی دي چې اوکراین ځواکونو ته په تربيه ورکولو او بیا برېډلي ورلېګلو کې به یو یو څو میاشتې وخت ولګېږي.

امریکني‌ چارواکو په دا وخت برېډلي‌ د ورلېګلو دفاع کړی او وېلی يې دي چې وړاندې د نورو پوځي‌مرستو ضرورت وو او وس د دې ضرورت پېدا شوی دی.

د امریکې صدر جوباېډن ویلی دي چې برېډلي ټېنک نه دی بلکه دا ټېنک تباه کوي او دا به اوکراین سره ډېره مرسته وکړي.

جرمني‌ او فرانس هم اوکراین ته د پوځي ګآډو د ورلېږلو اعلان کړی.

د اوکراین صدر ویلادیمیر زېلېنسکي د مرستو هرکلی کړی او ویلی دي چې دوي د کومو مرستو غوښتنې کولې د هغو رسېدل ورته شورو شوی دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه


د امریکا صدر جوبایډن د سټېټ اف دي یونین وینا
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG