واشنګټن- د جو بايډن حکومت د هوا د خچنتوب کوم چې انساني ژوند ته خطر پېښوي خلاف سخت ګامونه پورته کول غواړي او وايي د بټيو، کارخانو، اورونو لګېدو او نورو زريعو نه خارجېدونکی لوګی کمول په زرګونو خلک د بې وخته مرګ نه ژغورلی شي.
د جمعې په ورځ د اېنوايرنمېنټل پروټېکشن ايجنسي (اي پي ای) لخوا په يوه سپارښتنه کې يادې ادارې ويلي زيات نه زيات د نهه نه لس مايکروګرامز باريک زرات په يو کيوبېک ميټر هوا کې ساتل خچنتوب کمولی شي. دا کچه د اوباما حکومت لس کاله وړاندې دولس مايکروګرامز مقرر کړې وه.
د پارټيکل پولوشن لا زراتو خچنتوب چې په عامه اصتلاح کې ورته سووت ويل کيږي د ډانلډ ټرمپ حکومت د اوباما د حکومت د وخت مقرر کړې کچه په ځای ساتلې وه او د دې کچې د راکمولو يوه ساينسي سپارښتنه يې نه وه منلې.
البته د ماحولياتو او صحت عامه د پاره کار کونکې ډلې چې غواړي نور سخت ګامونه دې واخستل شي او يو مظبوط معيار دې کېښودل شي د اي پي ای د سپارښتنې نه مايوسه شوي او وايي يادې ادارې د لوګي او د باريک زرات د کمولو د پاره اړين ګامونه نه دي پورته کړي. دا باريک زرات او بيلا بيل لوګي په ساه کې د انسان وجود ته ننوځي.
اي پي ای وايي د ساينټېفېک ايډوايزري کميټي د سپارښتنو په رڼا کې به رای وغوښتل شي چې دا کچه اته مايکروګرامز ته راکوزه کړي.
د اي پي ای ايډمينېسټريټر مايکل ريګن ويلي په هوا کې د باريک زرات کچه راکمول او دا د ملکي معيار غوښتنې ته وړل به د خرابو نارغتياګانو لکه د سالنډي، زړه دورې او د وخت نه مخکې د مرګونو تر ډېره حده مخنيوی وکړي.
د امريکن لنګز ايسوسي ايشن صدر هېرلډ وېمر د اي پي ای سپارښتنه مايوس کن وګرځوله او زياته يې کړه دا پوره هڅه نه ده چې د دې وژونکو زرات نه انساني ژوند وژغورل شي.
وېمر وايي ساينسي تحقيق ښايي زر تر زره د زرات کچه نوره راکمول غواړي او دا کچه کم نه کم اته مايکروګرامز ته او لا نوره هم راټيټول غواړي.
د ماحولياتو د کارمندانو د تنظيم ارت جسټس د پاره کارکونکی اټارني سېت جانسن وايي د اي پي ای ګامونه نيمګړي دي چې د خلکو صحت پرې بچ کړل شي او غوښتنه يې وکړه اي پي ای دې د ولسونو خبرې ته غوږ کېږدي نه چې د کارخانه دارو په خوښه عمل وکړي.
البته امريکا چيمبرز اف کامرس او نور کاروباري ډلې وايي موجوده کچه دې بحال وساتل شي