لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دګرانۍ اؤ بې روزګارۍ نه تنګ لوستي ځوانان پاکستان نه د وتلو هڅې کوي


په پاکستان کې د معاشي بې باورۍ صورتحال بې روزګارۍ او ګرانۍ ځوانان مايوسه کړي او هڅې کوي چې د پاکستان بهر اوځي او ځان لپاره یو روښانه راتلونکی خوندي کړي.

ځوانان وایي په ملک کې ورځ تر بلې اقتصادي وضعیت خرابېږي اؤ بې باورۍ زیاتېږي اؤ دوي نه شي کولی چې د لوړو زده کړو وروسته په شل زره روپۍ تنخا دمیاشتې کار وکړی.

دا په داسې حال کې ده چې سرکاري شمیرې وایي په تیر کال 2022م کې 750000 لوستي ځوانان د ملک نه بهر وتلي دي.

اویس انور په عبدالولي خان پوهنتون کې لوړې زده کړې کوي،هغه وایي په ملک کې د اقتصادي بې ثباتۍ او پالیسۍ جوړونکو نه سخت مايوسه دی.

دی وایي که یو ځوان لوړې زده کړې وکړي خو بیا هم بې روزګاره وي او په 20 روپۍ میاشت کار کولوباندې مجبوره وي او ددې بنیادی علت هم دا دی چی دلته د معیشت ښه کولو دپاره څه پالیسی نشته.

"دا وخت چې کوم حالات روان دي راتلونکو 20 کالو کې به هم ددې اثرات موجود وي ځکه چی مونږ سره څه پلاننګ نشته ،معیشت دیوالیه کیدو ته روان دی، مونږ نوې نوې قرضې اخلو ددې موجوده حالاتو نه ډیر مایوسه یم"

سرکاري شمیرې وایي په پاکستان کې د اقتصادي او سیاسي بې باورۍ له امله دلوستو ځوانانو د ملک نه بهر په تګ کې اضافه شوې ده.

د پاکستان بیورو آف امیګریشن د رپوړټ مطابق تیر کال د 750000 لکو نه زیات لوستي ځوانان د ملک نه بهر تللي چې پکې منځی ختیز او اروپایي هېوادونه شامل دي.

په پاکستان کې د امیګریشن څانګه وایي په کال 2022م کې 92000 ډاکټران ، انجنیران او د انفارمیشن ټیکنالوجۍ پوهه ځوانان د ملک نه بهر تللي دي او 350000 ټیکنیکل ځوانانو دا ملک پرېښودلی دی .

د رپوړټ تر مخه 224000 ځوانان د پنجاب، 206000 د خیبر پښتونخوا 38000 د قبایلی ضلعو ,54000 د سند او 7000 د بلوچستان صوبې نه بهر تللي دي

د عبد الولی خان پوهنتون دشپاړسم ټولګي طالب علم وقاص احمد وایي ځوانان مايوسه دي او خپل روښانه راتلونکي دپاره پاکستان پریږدي.

"ځوانانو ته خپل مستقبل محفوظ نه ښکاري او سوچ کوي چې شپاړس کاله له زده کړو وروسته روزګار نه مومي او ددې دپاره ځوانان بهر ځي چې خپل راتلونکی خوندي کړي"

د غربت د زیاتوالي او بې روزګارۍ له وجې په پاکستان کې په دې وروستیو کې د خلکو ژوند سخت اغیزمن شوی ، ورځنۍ ګرانۍ 30 فیصدي نه زیاته ده اؤ د بهرنیو هیوادونو نه پاکستان ته پانګونې 51فیصدي کمې شوي دي

حکومتي شمیرې ښایي چې د اوسنیو سیلابونو وروسته په غربت کې 1.9فیصدي نوره اضافه شوې ده اؤ بې روزګاري 6.40 فیصدي ریکارډ کړی شوې ده.

سرکاري کارکوونکي وایي د اقتصادي ستونزو له وجې یې ژوند ګران شوی او د بچو بنیادی ضرورتونه هم په ګرانه پوره کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG