لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د ښځو په کار د بندیز له امله د شپږ میلینه خلکو قحط سره د مخ کېدو اندېښنه ښودل شوې


د بشري مرستو یوې لویې ډلې، دناروی د کډوالو شورا، خبرداری ورکړې چې په افغانستان کې د ښځو په مرستندویه ادارو کې پر کار د طالبانو له خوا لګول شوی بندیز دوام ښايي چې شپږ میلیونه خلک د قحط سره مخ کېدای او شپږ لکه ماشومان د تعليم د ترلاسه کولو نه بې برخې کېدای شي۔

د سياسي او امنيتي چارو شنوونکي وايي که چرې په افغانستان کې لوږه او فقر سېوا کېږي نو دا به په افغان ټولنه کې د ډول ډول جرمونو او د ولس او طالبانو ترمنځه د بې باورۍ او واټن سېوا کېدو لامل وګرځي چې خراب اثر به يې په هېوادوالو پرېوځي۔

د ناروې د کډوالو شورا عمومي سېکتر جان ايجلينډ په کابل کې د واکمنو طالبانو سره له خبرو اترو وروسته د جنورۍ په 9مه په ټويټر خبردارې ورکړی چې غېر دولتي موسساتو کې د مېرمنو په کار د بنديز دوام په افغانستان کې شپږ ميلينه خلک د قحط سره مخ کولی شي۔

په جرمني کې مېشت د سياسي او امنيتي چارو شنوونکی قريب الرحمان شهاب وي او ای ډيوه ته وايي چې په هېواد کې د لوږي او فقر سېوا کېدلو سره به په افغان ټولنه کې د جرمونو شرحه سېوا شي۔

هغه وايي بايد طالبان دښځو په دندو دبندیز په اړه خپله پرېکړه بېرته واخلي۔

ډيوه سره خبرو کې د هغه وېنا وه "په هغو ټولنو کې چې انساني ناورين رامنځته کېږي هلته په طبعي لحاظ د جرمونو کچه لوړېږي او د افغانستان په ټولنه کې د وړاندې نه دغه ګراف لوړ دی کوم چې ځينې وخت اعلانېږي او ځيني وخت نه اعلانېږي"

نوموړي زياته کړه چې د لوږي او فقر سره دغه د جرمونو کچه به لوړه شي او ترڅنګ يي د واکمنو طالبانو سره د خلکو فاصله او واټن نور هم سېوا کېږي ځکه چې خلک هم دا فکر کوي چې د حکومت او واکدارۍ ګټه دوی ته څه ده؟

د ناروی د کډوالو شورا عمومي سېکتر دا هم ويلي چې په غېر سرکاري ادارو کې د مېرمنو په کار کولو مسلسل بنديز به په افغانستان کې 13،5 ميلينه خلک د څښلو صفا اوبو او 14،1 ميلينه خلک د خونديتوب اسانتياو څخه محرومه کولی شي۔

طالبانو تیر کال د ډسمبر په 24مه د یوې اعلاميې د لارې ښځې او جينکۍ په ملکي او بهرني غیر دولتي موسساتو کې د کار کولو نه منع کړې چې علت يې شرعي حجاب نه مرعات کول ښودل شوی دی۔

د طالبانو ددغې پرېکړې وروسته د ماشومانو د ساتنې نړيوالې ادارې سېو دي چلډرن، د ژغورنې نړيوالې کمېټې ايي ار سي، د ناروی د کډوالو شورا او د پاملرنې يا کېئر مرستندويه ادارو په افغانستان کې خپل فعاليتونه ځنډولي دي او اوس مهال په زرګونو شمېره کې د غېر دولتي ادارو ښځينه کارکونکې په کورونو ناستې دي۔

په افغانستان کې د يوې غېر دولتي موسسې کار کوونکې د امنيتي ستونزو له امله د نوم نه ښکاره کولو پر شرط وي او ای ډيوه ته وويل چې ددې په څېر ګڼ شمېر کارمندانې د ذهني دباو سره مخ دي ځکه چې ددې ادرو په مستقل ډول بندېدو وروسته دوی نه ويني چې کورنيو لپاره به معاش وګټلی شي۔


هغې ډيوه سره خبرو کې وويل " مونږه په کور کې نه نهه نفره يو چې يوازې زه پکې کار کوم، ځکه چې زما پلار يو نظامي و او د حکومت د سقوط سره ټولو نظاميانو خپلې وظيفې د لاسه ورکړې دي او زما مور په کور کې وي او خويندې او روريان مې زده کړې کوي"

هغې زياته کړه چې مکتبونه د يونيم کال راهسې بند دي او پوهنتونونه هم تړل شوي دي او شخصي سېکترو خپلې ټولې ښځينه کارمندانې ویستلې دي نو دوی لپاره هيڅ چانس يا موقعه نشته چې بل بخش ته لاړ شي او کار وکړي۔

د ناروی د کډوالو شورا د چارواکي ترمخه ادارې يي په تيرو دوو لسيزو کې په ميليونو افغانانو سره مرستې اکثره په هغه سيمو کې مرستې کړي چې د طالبانو د کنټرول لاندې وې۔

هغه زياته کړې دوی پلان لري چې دکال 2023 دوران کې به 700،000 افغانانو سره مرسته کوي خو خپل کار به هله شروع کوي چې د ښځينه کارمندانو څخه دغه بندېز لرې کړل شي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG