واشنګټن - د بشري حقونو نړیواله ډله هیومن راېټس واچ وايي، په پاکستان کې تېرکال د سیاسي او اقتصادي چېلنجونو ترڅنګ په عامو خلکو او امنیتي ځواکونو باندې ترهګرو حملو کې زیاتوالی راغلی او ښځې، مذهبي اقلیتي ډلې او نرښځي د تشدد، امتیازي سلوک او زور زیاتي سره مخ شوي خو حکومت دوي ته پوره تحفظ ورکولو او ذمه وارو ته سزاګانو ورکولو کې ناکامه شوی.
ترهګري، د ترهګرۍ په ضد حکومتي ګامونه او د امنیتي ځواکونو زور زیاتي:
د کال ۲۰۲۲ د بشري حقونو نړیوال رپورټ کې هیومن رایټس واچ وايي، تحریک طالبان پاکستان، القاعده، بلوڅ بېلتون خوښه ډلې، بي اېل ای او ددوي سره تړلو یو شمېر ډلو په پاکستان کې د امنیتي ځواکونو او عامو خلکو خلاف ځانمرګي بمي چاودنو اونورو حملو ذمه وارۍ په سر اخېستي چې پکې تېرکال په سلګونو کسان مړه او ژوبل شوي.
هیومن رایټس واچ ویلي، د پاکستان امنیتي ادارې د بشري حقونو سختو خلاف ورزو لپاره ذمه وارې پاتې شوي چې پکې د تورونو پرته خلک په قېد کې ساتل او د عدالت ماورا د خلکو وژنې شاملې دي.
په رپورټ کې ویل شوي، د زور زیاتي خلاف نړیوال کنونشن د غړي په حېث د نړیوالې ذمه وارۍ باوجود پاکستان هغه قانون عملي کولو کې ناکامه شوی چې د امنیتي ځواکونو په ولقه کې زور زیاتی یو جرم وګرځوي.
اېچ آر ډبلیو وايي، په پاکستان کې د 3831 نه زیات کسان د پهانسۍ د سزا په انتظار دي چې د نړۍ ترټولو نه زیات د پهانسۍ سزاګانو ورکولو ملکونو نه یو دی. د 2014 دسمبر میاشت کې د پهانسۍ په سزا باندې لګېدلې عارضي بندیز لرې کولو وروستو پاکستان کې د هغه وخت راهیسې 516 کسان تېزندي کړی شوي.
د خبریالانو او مدني فعالانو په وړاندې ګواښونه:
د هیومن رايټس واچ د ۲۰۲۳ کال په راپور کې چې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ خپور شو د ګاونډي پاکستان په اړه هم راغلي، چې د تېر کال په اوږدو کې حکومت د رسنیو کنټرول ته دوام ورکړی، خبریالان ځورول شوي او ځینې وخت خبریالان او د مدني ټولني غړي بندي شوي او پرې بریدونه شوي.
پاکستان کې مذهبي ازادي:
هیومن رایټس واچ وايي، د پاکستان حکومت د مذهب د سپکاوي په ضد قانون کې تراوسه پورې کوم بدلون نه دی کړی کوم چې د مذهبي اقلیتي ډلو خلاف د بهانې په توګه استعمالیږي او د اقلیتي ډلو غړي یې په زور ګرفتاریو او وژنو د خطرې سره مخ کړي. د دغه قانون ترمخه د مذهب سپکاوي کولو په سر د مرګ سزا لازمي ده او د 2021 آخر پورې په لسګونو کسانو ته د پهانسۍ سزاګانې اورول شوي.
رپورټ وايي پاکستان کې د احمدي اقلیتي ټولنې غړي د مذهب د سپکاوي قانون لاندې د مرګونو ترټولو لوي هدف لاندې دي. اېچ آر ډبلیو وايي، په پاکستان کې تندروه ډلې او یو سیاسي مذهبي ډله، تحریک لبېک پاکستان په احمدي اقلیتي ټولنه باندې تور لګوي چې د مسلمانانو لپاره خطره ده.
د ښځو او جينکو د حقونو پايمالي:
د ښځو او جينکو د حقونو نه سر غړونه دوام لري او لکه د تېر په څېر د هغوی سره جينسي تيري، وژنې، تېزاب شيندنې، کورنی تشدد او ورسره د زور او وړوکوالي ودونه اوس هم روان دي.
د بشري حقونو د څارونکو د اندازو تر مخه هر کال نزدې 1000 ښځې او جينکۍ د تش په نوم عزت وژنې په نوم وژل کيږي.
د متحده قامونو د ادارې يونيسېف د شمېرو تر مخه په پاکستان کې نزدې 18.9 ميلينه جينکۍ د اتلس کلنۍ نه وړاندې واده کيږي چې 4.6 ميلینه پکې د پينځلس کلنۍ نه وړاندې واده شي.
واده شوې جينکۍ په ډېره کم عمرۍ کې ميندې جوړې شي او بيا د کمې وقفې د بچو راوړلو سره مخ وي. د مذهبي لږکيو ډلو جينکۍ په خصوصي توګه د زور د ودونو سره مخ دي خو حکومت په دې اړه ډېره توجه نه ورکوي.
د ماشومانو حالت:
د 400 نه زيات ماشومان د تېرو سيلابونو د لاسه وژل شوي او ګڼ شمېر ژوبل شوي. يونيسېف وايي نزدې 3.4 ميلينه ماشومان په اجله توګه بشري مرستو ته اړتيا لري او د اوبو نه پيدا کېدونکو ناروغیو، ډوبېدو او د خوراک د کمي رنګه خطرو سره مخ دي.
د شپړس ميلينه نه زيات ماشومان بې کوره شوي وو، د څښلو پاکې اوبه يې نه لرلې او په ډېر خيچن ماحول کې اوسېدل. سيلابو په 72 سختو ځپلو ضلعو کې نزدې 1800 سکولونه هم وړي دي.
يواځې په سند صوبه کې نزدې 1600 سکولونه تباه شوي او نورو 5,500 سکولونو بې کوره شوو متاثرينو ته سر پناه ورکړې وه.