لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فواد چودري: د پښتونخوا اسمبلي به د خالي په ورځ ماته کړی شي


د پاکستان تحریک انصاف فواد چودري ویلي، د پنجاب وزیراعلا پروېز الهي د پنجاب اسمبلۍ ماتولو سمري لاسليک کړې او ګورنر يې ته لېږلې ده، او د خېبرپښتونخوا اسمبلي به د خالي/ شنبې په ورځ [14 جنورۍ] ماتولی شي. نوموړي دغه اعلان تيره شپه په خبري غونډه کې کړی دی.

هغه ويلي، د ولس سره يې وعده کړې وه هغه يې پوره کړه او اوس به دوی بيرته ولس ته ځي.

د خېبرپښتونخوا حکومتي وياند بېرسټر سېف ويلي، په پنجاب کې د اسمبلۍ ماتېدو سره د خېبرپښتونخوا د اسمبلۍ ماتېدو عمل پېل شي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان له دې وړاندې هم څو ځله د اسمبليانو ماتولو نېټې ورکړې وې خو هغه وخت اسمبليانې نه وې ماتې کړی شوې.

فواد چودري ويلي که د پنجاب ګورنر په 48 ساعتونو کې سمري منظوره نه کړه اسبملي به په خپله ماته شي او په 90 ورځو کې به په خېبرپښتونخوا او پنجاب کې انتخابات کيږي.

د واکمنه اتحادي حکومت د مسلم ليګ ن مرکزي وزیر د فواد چودري د اعلان وروسته په ټويټر ويلي،

مننه عمران نيازي، د پنجاب ولس د مودې نه د پي ټي ايي د حکومت نه ځان خلاصی غوښتو، کوم چې د 2018 د انتخاباتو د مسلم ليګ ن مېنډېټ پټ کړی شوی او مسلط کړی شوی وو.

هغه تحريک انصاف ته په مخاطب کولو سره ويلي، تاسو خو د مرکزي حکومت ختمولو پسې وتلي وئ خپل حکومت مو ختم کړو او خوشالېږئ.

له دې وړاندې د پنجاب وزيراعلا چودري پرویز الهي د صوبایي اسمبلۍ څخه د باور رایه ترلاسه کړې وه.

خو په پنجاب کې اپوزیشن او مرکز کې واکمنې ډلې پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند د بې باورۍ په تحریک شوې رایې ګیري مسترد کړې او اعلان یې کړی وو چې دا کارروایي به عدالت کې چیلنج کوي.

مسلم لیګ نواز ګوند د تېرې څه مودې راهسې دعوه کوله چې وزیراعلا خپل باور په پارلیمان کې بایللی دی او د پنجاب ګورنر هم وزیراعلا ته پارلیمان نه د باور د رایې ترلاسه کولو وینا کړې وه .

دشورو او زیارت په منځۍ شپه د پنجاب اسمبلۍ د اسپیکر سبطین خان په مشرۍ راجوړه شوې غونډه کې د وزیراعلا پرویز الهي صوبایي اسمبلۍ نه دباور رایې ترلاسه کولو په وخت اپوزیشن ګوند سخت احتجاج کړی او د پارلیمان دکارروایۍ نه یې داحتجاج په توګه بایکاټ یا پریکون هم کړی وو.

دکورنیو چارو مرکزي وزیر رانا ثناء الله ویلي وو د پنجاب اسمبلۍ ننۍ غونډه غېراییني وه چې دوي یې هیڅکله منلو ته تیار نه دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG