لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايګلېنډ: په افغانستان کې د ښځو په تعليم او کار د بنديز لرې کېدو دپاره هڅې کوو


د ناروی د کډوالو د کونسل جنرل سيکرټري جان ايګلېنډ ویلي، په افغانستان کې به د ښځو د تعليم او کار د بنديز د پرېکړې بيرته اخستو دپاره کار جاري ساتي.

هغه په ټویټر ويلي، "بايد چې ښځو ته بيا د کار کولو يو نوی فرمان جاري شي چې مونږ د ضرورتمند افغانانو دپاره بيا کار پېل کړو".

نوموړي په ټويټر يوه خپره ويډیو کې ويلي چې په افغانستان کې په يخ موسم کې اوونۍ پوره کيږي او هڅه کوي چې په ښځو د کار او تعليم د بنديز پرېکړه بيرته واخستل شي.

هغه زیاته کړې، "د تعلیم او صحت په برخه کې يو څه پرمختګ شوی، خو مونږ په کندهار کې د مشرتابه څخه د بل امر ضرورت لرو چې مونږ په ټول افغانستان کې د کار کولو جوګه شو ځکه چې مونږ د ښځو کار کوونکو بغېر کار نه شو کولی".

ايګلېنډ ويلي، "په کابل کې د طالبانو مشرانو راسره ژمنه کړې چې د بنديزونو لرې په لړ کې به ورسره مرسته وکړي".

د تېر کال په وروستیو ورځو کې د طالبانو حکومت کورنیو او بهرنیو غېرسرکاري ادارو یا انجوګانو ته امر وکړ چې په سمدستي توګه د افغانو ښځو کارونه له دې کبله وځنډوي چې د دوی په وینا هغوی اسلامي حجاب او په کار کې له سړیو د بېلوالي امر نه عملي کوي.

نړیوالې ټولنې د طالبانو دغه ګام په سمدستي توګه غندلی او ویلي يې دي دا کار به د ټولو افغانانو د ژوند لپاره "سمدستي خطرلرونکې نتیجې" ولري.

ايګلېنډ دوه ورځې وړاندې په 12 جنورۍ د کندهار والي او د علماو شورا ته خط ليکلي چې هغه د دوی سره ليدو له کندهار ته تلو خو موسم يې لار ونيوله.

هغه په خط کې ليکلي، "زه د ناروی نه راغلی يم چې ستاسو او په کابل کې د طالبانو د نورو مشرانو سره ووینم، د ښځو کار کوونکو په کار د بنديز او د ښځو په زده کړو د بنديز له امله د افغانستان په خلکو د هغې د ويجاړونکو اغېزو څخه خبر کړم".

هغه زیاته کړې چې د 470 ښځينه کار کوونکو پرته يې سازمان د 700000 افغانانو خدمت ته دوام نه شي ورکولی او ويلي يې دي دوی په افغانستان کې په 20 کلونو کې په بشر دوسته او پرمختيايي برخو کې خدمتونه ترسره کړي، تل بې طرفه بې پرې او خپلواک پاتې شوي دي.

ايګلېنډ ویلي، "زه حېران د ښځو په زده کړو او کار کوونکو بنديزونه مې وليدل ځکه چې ستاسو طالب استازو د کال 2021 د اګست په دوحه، اسلام اباد، اوسلو او کابل کې زمونږ سره څو ځله ژمنې کړې وې چې په افغانستان کې به ښځو ته د تعليم او کار زمينه مساعدوي".

هغه ویلي، "ځکه مونږ اوس غوښتنه کوو چې يوی نوی فرمان صادر شي چې ښځينه کار کوونکو ته زمونږ په ادارو کې د کار اجازه ورکړل شي او ښځو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي په افغانستان کې په راتلونکې کې ښځينه ډاکټرانې، نرسانې، ښوونکې، انجينيرانې او نور پوهان ولري او د ښځو او کورنيو مرسته وکړي".

د ناروی د کډوالو شورا سيکرټري جنرل د اتوار په ورځ کابل ته رسېدلی او ويلي يې وو د طالبانو د مشرانو سره څخه به د غېر دولتي ادارو په کار کوونکو ښځو د بنديز لرې کولو غوښتنه کوي.

له دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستیال ځانګړي استازي مارکس پوتزل پرون هم په 8 جنورۍ دواکمنو طالبانو "د امر بالمعروف او نهي عن المنکر له وزیر محمد خالد حنفي سره ليدلي، او د افغان ښځو پر زده کړو او په مرستندویه ادارو کې د هغوی پر کار د بندیزونو د زر تر زره پای ته رسولو غوښتنه" یې ترې کړې وه.

يوناما ويلي، پوتزل له دغې وړاندې د "واکمنو چارواکو د لوړو زده کړو له وزیر ندا محمد نديم سره په ليدنه کې زر تر زره د بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه" يې ترې کړې وه.

يوناما ويلي وو، "افغانستان د ناورين یو نوي پړاو ته ور دننه کيږي. د طالبانو لخوا د ښځو پر زده کړو او په مرستندویه ادارو کې دهغوی پر کار بندیز به ټول افغانان زیانمن کړي".

واکمنو طالبانو تازه بيانونو ته کوم غبرګون نه دی ويلی خو د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر ندا محمد ندیم د شنبې- خالي په ورځ د ځینو اسلامي هېوادونو له دیني عالمانو سره لیدلي او وایي هغوی ته د یې د ښځو د اعلی تعلیم په اړه یو تګلاره وړاندې کړه او د ده په وینا هغوی ورسره خوښه کړه. دا نوې تګلاره څه ده وزیر پر ټویټر لیکلي:

"پر داسې طرحه کار کوو چې ښځو ته د اسلامي شریعت مطابق د طب، نرسنګ او قابلګۍ په برخه کې د زدکړو زمینه برابره شي او نارينه استادان وکولای شي په صنف کې د پردې تر شا نجونو ته تدریس وکړي".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG