لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوکراين په سرښار کې چاودنو بنیادي ودانۍ خرابې کړي: چارواکي


‎واشنګټن- د اوکراين چارواکو ويلي د ملک په سرښار کيف کې يو شمېر چاودنې شوي چې مهمې بنسټیزې ودانۍ ( اېنفراسټرکچر) يې په نخښه کړی خو نور تفصيل يې نه دی ورکړی چې څومره او څه څه ته زيان اوړېدلی.

د ښار په ډينېپروسکاي ضلع کې چاودنې اورېدلې شوي او د هولوسيوسکاي ضلع په غير اباده برخه کې د ميزايل ټکړې پرېوتل رپورټ شوي.

د خالي/شنبې په ورځ د برتانيا د دفاع وزارت د روس لخوا د بليک سي فليټ (بي ايس ايف) کم نه کم لس سمندري جهازونه د نووروسيسک نيول مرکز نه د ګمارلو په اړه تجزيه په ټوېټر خوره کړې ده.

ياد وزارت ويلي “په سمندر کې د جهازونو د ګمارلو نه ښکاري روس نووروسېسک ته کومه خاصه خطره ليدلې ځکه يې ترې جهازونه ويستلي او ځای په ځای کړي”.

وزارت ليکلي “داسې نه ښکاري چې دا ګمارنې د غير جنګي وخت د کروز ميزايلو د داغلو تياريانې دي. داسې نه ښکاري جهازونه د کوم غير معمولي حملو او اپرېشنو تياريانې کوي. بي ايس ايف تر ډېره حده د اوکرين نه خطر محسوسوي او د حملې او ګزمې د اپرېشنو کولو په ځای د ځواکونو حفاظت ته لمړيتوب ورکوي”.

د اوکراين د ډنباس سيمې د سوليډار ښارګوټي د کنټرول معامله تر اوسه په منجمله کې ده ځکه د جمعې په ورځ روس ويلي د مالګې د درنګونو ښارګوټی يې په بشپړه توګه نيولی خو اوکرين دعوه کوي جګړه لا روانه ده.

کچېرې د ماسکو دعوې ريښتيا وي دا به په جنګ کې د پرله پسې پوځي ماتې خوړلو وروستو د روس وړومبۍ لاس ته راوړنه وي.

د اوکراين د پوځ د سويلي برخو کمانډ وياند سرحي چېرېواټيې رايټرز ته ويلي چې سوليډار يې لا تر اوسه نه دی ترې نيولی.

د يولس مياشتو په جګړه کې د سوليډار جنګ د ټولو زيات مرګونی ګرځېدلی خو رايټرز ونه توانېد چې د دعوو د رښتيا کولو په ازاده توګه پخلی وکړي.

څېړونکي وايي کچېرې سوليډار د روس لاسو ته پرېوت روسي پوځي ځواکونه به کولی شي په اسانه د بخموت سيمه په نخښه کړي.

البته د اوکراين ولسمشر زېلېنسکي د جمعې په ورځ په يو ويډيو پیغام کې ويلي وو چې د ډونېټسک په سيمه کې سخته جګړه روانه ده او دغه رنګ جنګ په بخموت، سوليډار، کرېمينيا او نورو سيمو کې هم روان دی.

اوکريني چارواکو ويلي د 500 نه زيات ولسي خلک چې پينځلس پکې ماشومان هم دي په سوليډار کې ګېر پاتې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG