لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د سټېټ بېنک ګورنر ويلي راتلونکې اوونۍ نه به ملک ته ډالرې راتلل پېل شي


پاکستان چې په اقتصادي مشکلاتو کې ښکېل دی، د مرکزي بېنک [سټېټ بېنک] ګورنر یې ويلي،د راتلونکې اوونۍ نه به ملک ته امريکايي ډالرې راتلل پېل شي او د زر مبادله ذخيره به ورسره ښه شي.

د پاکستان د ځایی میډيا ترمخه د سټېټ بېنګ ګورنر جميل احمد پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ [18 جنورۍ] د سوداګرو مرکزي چېمبر ته په وينا کې منلې چې د ملک د زر مبادله ذخیرې ډېرې کمې شوي خو ځینې منصوبې شته چې به ورسره ذخيرې ښې شي.

د سټېېټ بېنک ګورنر ويلي، د نړيوالې مالیاتي ادارې [ايي اېم اېف] او دوست هېوادونو څخه ډالرې رانغلې چې له امله یې په ملک کې د زر مبادله ذخيرې 4.34 اربه ډالرو ته راټیټې شوي کومې چې د کال 2014 وورسته تر ټولو کمه يا ټيټه کچه ده.

پاکستان چې د اقتصادي مشکلاتو سره مخ دی، د نهې/ سه شنبې په ورځ [17 جنورۍ] یې د ونډو بازار [پاکستان سټاک اېکسچېنج] 1378 پواينټونه غورځېدلی، او د ډالر په مقابله کې روپۍ نوره بې قدره شوې ده.

اقتصاد پوهان وايي په پاکستان کې د سیاسي بې ثباتۍ له امله ښکاري، د پاکستان اقتصاد ورځ تر بلې خرابیږي او څو پورې چې په ملک کې سياسي ثبات نه وي راغلی هم دغه حالات به روان وي.

په وروستیو کې نړیوالې اقتصادي ادارې [ورلډ اکنامک فورم] اندېښنه څرګندونه کړې چې پاکستان ته اوس هم د ديواليه کېدو خطره ده او د 2025 پورې دغه هيواد ته په ورپېښو خطرو کې تر ټولو غټه خطره د خوراک د کمي ده.

خو د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار بيا بيا دعوه کوي چې ملک به ديواليه نه شي.

اقتصاد پوهه جرنلسټ وکیل الرحمان وايي، "دا يوه عامه فارمولا ده چې د يو ملک ريزرو[زر مبادله ذخيره] د درېو مياشتو د امپورټ برابر پکار وي او دا وخت د پاکستان امپورټ بل د میاشتې په سر خواوشا پينځه اربه ډالره دی په دې حساب پاکستان ته 15 اربه ډالره پکار دي، خو د پاکستان سره دا وخت څلور اعشاريه درې اربه ډالره دي نو مطلب دا چې د پاکستان سره د يوې مياشتې د امپورټ بل نه کمې پېسې پرتې دي".

هغه زياته کړه، په دې کې ځینې تکنيکي خبرې دي لکه بهرنۍ زرمبادله ذخيره چې کميږي نو د دې مطلب دا شو چې پاکستان ديواليه کېدو ته روان دی او چې بيا پاکستان قرضې واپس کوي او چې ډالرې نه وي نو بيا د قرضو د واپسۍ دپاره وخت غوښتل کیږي او د وروستو والي مطلب تکنيکي دیواليه کېدل دي.

په پاکستان کې کارخانه دار او تجار وايي د بهر نه راغوښتونکو څيزونو او خام مال دپاره ورته د لېټر اف کرېډټ يا اېل سي نه پرانستو له امله سختې ستونزې ورپېښې دي او ځینې کارخانې بندېدو ته اړ شوي دي.

ګورنر ويلی، په ملک کې د ډالرو د کمي له امله يواځې د خوراکي توکيو، دوايانو، تېلو او زرعی مصنوعاتو سره اړوند توکيو او ضروري سامانونو دپاره اجازه ورکول کیږي چې د دغو څيزونو دپاره دې اېل سي خلاصه شي.

هغه ویلي ملک به د اېکسپورټ يا بهر ته د څیزونو لېږلو سره ډالرې راځي ځکه په دغه برخه کې تاجرانو ته اسانتياوې برابروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG