لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: په افغانستان کې له سختو خطرونو سره مخ قانونپوهان بیړنۍ نړیوالې مرستې ته اړتیا لري


واشنګټن ــــــ د ملګرو ملتونو کارپوهانو وایي په افغانستان کې د تېر حکومت په مهال کارکوونکي وکیلان، قاضیان، سرکاري وکیلان یا څارنوالان او نور هغه کسان چې له قانوني نظام سره تړلي دي خوندي نه دي او له سختو خطرونو سره مخامخ دي.

دغو کارپوهانو د جنورۍ پر 20مه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دوی په افغانستان کې د وکیلانو د حالت په اړه سخته اندېښمنه لري، ځکه چې وایي د هېواد مخکینی ازاد قانوني نظام ختم کړل شوی او پر ځاى يې داسې نظام عملي کړل شوى چې د نړيوالو معيارونو خلاف دی.

د ملګرو ملتونو دغو دوو تنو کارپوهانو دا اعلامیه «له خطر سره مخ وکیل» تر نړیوالې ورځې مخکې خپره کړې ده چې د جنورۍ پر 24 به لمانځل کېږي، دوی ویلي هغه وکیلان چې لا هم په افغانستان کې په خپلواکه توګه وکالت کوي له لویو چېلنجونو سره مخامخ دي.

دغه کارپوهان وایي د 2021م کال په اګست کې چې طالبان دویم ځل پر افغانستان واکمن شوي، له قانوني څانګې سره تړلي کسان لکه سرکاري یا استغاثه وکیلان، قاضیان او مدافع وکیلان له ګڼ شمېر خنډونو سره مخامخ شوي دي:

"افغانستان د قانوني او عدالتي نظام کارکوونکو پر ستونځو باوجود هڅه کړې ده چې د افغانانو د قانوني اړتياوو د پوره کولو لپاره کار وکړي".

دغو کارپوهانو ویلي دي چې د قانون د څانګې افغان کارکوونکي په ځانګړې توګه ښځې په اوس وخت کې له ډېرو ستونځو او خطرونو سره مخ دي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې له هغوی سره مرسته وکړي:

"طالبانو توپیري ګام اخیستی او هڅه یې کړې ده چې د افغانستان د قانوني نظام پر ټولو ښځینه قاضیانو، استغاثه وکیلانو او مدافع وکیلانو بندیز ولګوي او له کاره یې منع کړي".

د ملګرو ملتونو په بیان کې راغلي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته 250 ښځینه قاضیانې- چې د افغانستان د قاضیانو لس فیصده دي- له دندو ګوښه کړای شوې دي، وایي له دې سره سره سلګونه ښځینه استغاثه او سرکاري وکیلانې هم له کارونو منع کړای شوې دي.

اعلامیه وایي ګڼ شمېر ښځینه قاضیانې چې ژوند ته یې خطر وو د خپل هېواد پرېښودو ته مجبوره شوې دي او یا هم په پټه ژوند تېروي:

"ښځینه وکیلانې نه شي کولی د خپل کار لایسنسونه نوي کړي، طالبانو اوس نوي شرطونه ورته ایښي دي، ځکه نو نه شي کولای په اوسني نظام کې قانون عملي کړي".

ملګري ملتونه وایي دغه او په ولسي ژوند کې پر ښځو نور بندیزونه د هغوی د بشري حقونو شدیده سرغړونه ده. په رپوټ کې راغلي، اکثر هغه ښځې چې د افغانستان د قانوني نظام په بېلابېلو برخو کې یې کار کاوه اوس د طالبانو د بندیزونو له کبله له نفسیاتي ستونځو سره مخ دي.

په اعلامیه کې راغلي چې له دې ټولو ستونځو، بندیزونو او خطرونو سره سره دغه افغانې مېرمنې مجبوره کسانو ته د مشورې ورکولو په ګډون د قانوني مرستو د وړاندې کولو په لټه کې دي.

د دې اعلامیې له مخې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د تېر نظام ټول سرکاري یا استغاثه وکیلان له دندو ګوښه کړای شول، وایي ځینې نارینه وکیلان بیرته په کار وګومارل شول، خو د ۲۰۲۲م کال په وروستیو میاشتو کې ټولو ته امر وشو چې کار ودروي او مقدمې د طالبانو عدالتونو ته وړاندې کړي.

د دې اعلامیې له مخې ډېر هغه سرکاري وکیلان چې د طالبانو پر غړو یې د تېر حکومت په مهال مقدمې چلولې دي اوس له سختو خطرونو سره مخ دي، ځکه اکثر په پټه ژوند کوي.

وایي هغه مجرمین هم غواړي له مخکینیو پولیسو او قاضیانو غچ واخلي چې طالبانو له زندانونو خوشي کړي دي. وایي په دوی کې ښځینه قاضیانې هم شاملې دي چې پر ښځو د تشدد او د ترهګرۍ په تور پېژندل شوي مجرمین یې سزا کړي وو.

ملګري ملتونه په خپله اعلامیه کې د رپوټونو په بنید وایي د طالبانو له واکمنۍ وروسته په کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کې تر 12 ډېر استغاثه وکیلان وژل شوي او یو شمېر یې د کورونو د تالاشۍ پر مهال نیول شوي دي. وایي دا شمېر اوس هم کم دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG