واشنګټن ـــــ د برتانیې پولیسو د دې هېواد وزیراعظم رشي سوناک له دې کبله جرمانه کړی چې وایي د موټر د شا په سیټ کې ناست وو او په روان موټر کې یې د سوشل مېډیا لپاره وېډیو جوړه کړې ده.
د برتانیې په شمال کې د لینکاشېر په نوم ښارګوټي کې پولیسو په یوه بیان کې ویلي چې د لندن یو 42 کلن سړي ته یې- چې اشاره یې وزیراعظم ته ده- د ټرېفیکي سرغړونې له کبله د جرمانې خبرتیا ورکړل شوې.
ښاغلي سوناک د جنورۍ پر 19مه په دې اړه بخښنه هم غوښتې او د بیلټ نه تړل یې "د تېروتنې لنډه پرېکړه" بللې وه، خو پولیسو د جمعې په ورځ تر پلټنې وروسته تایید کړه چې هغه جرم کړی دی.
د رویټرز د خبر له مخې د لندن په ډاونینګ سټریټ کې د وزیراعظم سوناک د دفتر ویاند په یوه بیان کې ویلي:
"وزیراعظم په بشپړه توګه مني چې دا یوه تېروتنه وه او بخښنه یې غوښتې ده. هغه به ضرور خپله ټاکل شوې جرمانه پرې کوي."
وزیراعظم سوناک په هغه وېډیو کې- چې پر خپل انسټاګرام یې خپره کړې- لیدل کېږي چې د موټر د شا په سیټ کې ناست دی او د خپل حکومت د لګښتونو په اړه خبرې کوي.
په برتانیه کې که یو تن په موټر کې له بیلټ تړلو پرته په سفر کولو ولیدل شي نو 100 پاونډه جرمانه کېږي، خو که ادا نه کړل شي او مقدمه عدالت ته لاړه شي نو جرمانه 500 پاونډه ته لوړېدای شي چې تر شپږ سوه ډالره زیات جوړېږي.
دا دویم ځل دی چې د برتانیې وزیراعظم د پولیسو له خوا جرمانه کېږي، هغه تېر کال هم له دې کبله جرمانه کړل شوی وو چې له مخکیني وزیراعظم بوریس جانسن سره یو ځای وو او تور پرې لګېدلی وو چې د کورونا وایرس د ټولبند یا لاکډاون له اصولو یې سرغړونه کړې ده.
د برتانیې سیاستوالو پر وزیراعظم سوناک نیوکه کړې ده چې وایي دا دویم ځل دی د وزیراعظم په توګه له قانونه سرغړونه کوي، خو ځینو بیا د هغه ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې "هر څوک تېروتنې کوي".