لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو طالبانو ته ویلي، د ښځو او جينکو ضد پاليسۍ دې ختمې کړي


د ملګرو ملتونو يو لوړ پوړي پلاوي چې د افغانستان سفر کړی په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د مشرانو سره يې ليدلي او ورته یې ویلي دي د ښځو او جينکو ضد هغه پاليسۍ دې ختمې کړي د کومو له امله چې هغوی د کورونو پورې محدوده پاتې کيږي او بنيادي حقونه یې چقول کيږي.

افغانستان ته د ملګرو ملتونو مرستيالې سيکرټري جنرل امنه محمد، د ښځو دپاره د ملګرو ملتونو اېګزېکټيو ډايريکټرې سيما باحوس، او د ملګرو ملتونو د سياسي او سولې د چارو مرستيال خالد خياري څلور ورځنی سفر کړی دی.

د ياد سفر په اړه ملګرو ملتونو پرون د جمعې په ورځ [20 جنورۍ] ويلي، پلاوي په کابل او کندهار کې د طالبانو د مشرانو سره ليدلي، او د افغان مېرمنو په غېر دولتي ادارو کې د کار کولو څخه په بنديز يې ورته خپلې اندېښنې وړاندې کړي دي.

په افغانستان کې چې د کال 2021 په اګست کې طالبان په واک کې راغلي لومړی یې د شپږم ټولګي نه بره د جينکو دپاره سکولونه تړلي، په ښځو يې بنديزونه لګولي، د تير کال په وروستيو کې يې د جينکو پوهنتونونه تړلي او ښځې يې په غېر دولتي ادارو کې د کار کولو څخه منع کړي دي.

امنه محمد ویلي، "زما پېغام واضحه وو مونږ ښځو ته د ورکړل شوي استثنا د ارزښت اعتراف کوو خو د دغو بنديزونو له امله به افغانې ښځې او جينکۍ په راتلونکي کې په کورونو کې بندې پاتې شي د هغوی حقونه به اغېزمن شي او د خلکو د خدمت نه به محرومه پاتې شي".

هغې زياته کړې دوی داسې خوشاله افغانستان لیدل غواړي چې نه يواځې په امن وي بلکې د ګاونډيانو سره يې ښې اړيکې وي او د تل پاتې پرمختګ په لار روان شي.

خو "دا وخت افغانستان په يو داسې ويرونکي انساني بحران کې د نړۍ نه ځانله پاتې کيږي چې د موسمیاتي بدلون د بدو اغېزو لاندې هېوادونو کې هم شامل دی مونږ له په دې لړ کې هر ډول ممکنه هڅې کول پکار دي".

امنه محمد او پلاوي يې په سفر کې په کابل او کندهار او هرات کې د اغېزمنو خلکو، مرستندويه کار کوونکو او مدني ټولنې سره ليدلي دي.

د ملګرو ملتونو لخوا د مېرمنو دپاره اېګزېکټيو ډايريکټرې سيما باحوس ويلي، افغان مېرمنې به د خپلو حقونو دپاره مبارزه جاري ساتي او دوی به يې په دغه کار کې ملاتړ کوي.

هغې ويلي، "په افغانستان کې د ښځو حقونه د سخت بحران سره مخ دي او دا د نړيوالې ټولنې دپاره د بېدارۍ يو غږ دی او دا څرګندوي چې د ښځو د حقونو دپاره د لسیزو پرمختګ په څو ورځو کې بيرته اخستل کيږي، ملګري ملتونه به په افغانستان کې د ښځو او جينکو سره ولاړې وي او د دوی د حقونو غوښتنه به کوي".

د افغانستان د سفر نه وړاندې د ملګرو ملتونو پلاوي د اسلامي همکارۍ تنظيم [او ايي سي]، اسلامي پرمختيايي بېنک، ترکي او پاکستان سفرونه کړي د افغان مېرمنو او دوحه کې يې د افغانستان دپاره د څو هېوادونو د استازو سره هم ليدلي دي.

ملګرو ملتونو ويلي، په دغو ليدنو کې يې د حکومتي مشرانو او يادو مذهبي شخصيتونو سره خبرې اترې شوي چې د ښځو په مهم کردار او د ژوند په هر برخه کې د ښځو د پوره ګډون د ملاتړ خبره وکړي او د افغان ولس دپاره مرستې راټولې کړي.

ياد پلاوي ويلي، نړيواله ټولنه دې افغان مېرمنو او جينکو ته د ورپېښ بحران په اړه په بېړنۍ توګه د اقداماتو په ارزښت ټينګار وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG