لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فریډم هاوس: د طالبانو واکمنۍ کې 90 سلنه د بشري حقونو فعالان له ګواښونو سره مخ دي


د امريکا فريډم هاوس نومې ادارې، د افغان کنېډا د مدنې ټولنې فورم او د افغانستان د بشري حقونو د همغږۍ مېکانيزم د يوې نظر پوښتنې په اساس ويلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو فعالان او هغه کسان چې له هېواد څخه تښتېدلي دي د پرله پسې ګواښونو سره مخ دي چې پکې خپلسري نيول، تښتونې، شکنجه کېدل، بندي کول او د کورنۍ دغړو پر وړاندي یې تاو تريخوالی شامل دی۔

د فريډم هاوس مشر مايکل جی ابراموويټز په دې اړه جاري شوي راپور کې د نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې چې باید د يو خپلواک افغانستان جوړولو په موخه د دغو مدافعينو سره ملاتړ نور هم سېوا کړي۔

په امريکا کې فريډم هاوس نومې نړیوالې ادارې په خپل وروستي راپور کې ويلي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال 90 سلنه د بشري حقونو فعالان د تاو تريخوالي او ګواښونو سره مخ شوي دي۔

د ادارې مشر مايکل جی ابراموويټز په رپورټ کې ويلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو فعالان په ويره کې ژوند کوي او د هېواد دننه او بهر د چيلنجونو سره مخ دي۔

نوموړي د نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې چې باید د یو ازاد افغانستان جوړولو لپاره ددغو فعالینو کوششونو ته خپل ملاتړ یو په دوه کړي۔

په افغانستان کې مېشته د مېرمنو د حقونو فعاله اوګۍ امېل وي او ای ډيوه ته وايي که څه هم دوی تعقيب کېږي او د دوی نومونه د استخباراتو له خوا په ځانګړي نوم لړ کې شامل دي دوی به د افغان ولس د حقونو لپاره بيا هم په موثره توګه اواز پورته کوي۔

نوموړې ډيوه سره خبرو کې وويل" چې څه په مونږه تېرېږي او څه مونږه په سترګو ګورو د هغې بايد نړۍ ته انعکاس ورکړو، ځکه چې دا زمونږه وظيفه ده، مونږه چې دلته اوسيدلي يو طبعاً قرباني بيا ورکړو او رسک يا خطر بايد مونږ قبول کړو "

دغه نظر پوښتنه د درېوؤ يادو سازمانو له خوا د تېر کال مئ او جون په مياشتو کې ترسره شوې او دبشري حقونو 663 افغان فعالانو سره پکې مرکې شوې دي۔

په افغانستان کې د نظر پوښتنې څه کم 47 فيصده جواب ویونکو په ډاګه کړې چې دوی او د بشري حقونو نور مدافعین د ګواښ او ځورونې په ګډون د پام وړ ننګونو سره مخ دي، 24 سلنو ويلي چې د دوی ژوند او جسماني خوندیتوب ته ګواښونه دي۔

د بشري حقونو فعالان چې د هیواد څخه تښتیدلي په هغو کې څه د پاسه 45 سلنه جواب ويوونکو ويلي چې دوی د نفسياتي فشار سره مخ دي او 34 فيصده د پوليسو له خوا ځورول او جبري شړل ښودلي دي۔

د بشري حقونو فعال او سياستوال افراسياب خټک وي او ای ډيوه ته وايي چې په يوه ټولنه کې د بشري حقونو د سرغړونو د مخنيوي لپاره د بشري حقونو د فعالانو موجودیت ډېر مهم دی۔

نوموړه ډيوه سره په خبرو کې ویلي" په چا چې جبر کېږي د هغوی لپاره اواز پورته کوي او دې ته عدالتونه او حکومتونه هوښياروي ، د بشري حقونو دفعالانو غېر موجودګي خو دا ده چې سرغړونکي ازاد دي او هغه خلک چې غږ نه لري د هغوی لپاره غږ نشته دی، په افغانستان کې خو ددغې خلکو زيات ضرورت دی ځکه چې ټولو نه زيات جبر دی هلته او حکومتي او رياستي نظام ختم شوی دی"

په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه مو د طالبانو د حکومت دترجمان ذبيح الله مجاهد او مرستيال ترجمان بلال کريمي د دريځ مالومالو کوشش وکړو خو بريالې نه شو۔

خو په وروستيو کې طالبانو وار په وار ويلي چې اوس مهال په افغانستان کې د خلکو حقونه زيات خوندي دي او په دې لړ کې هېوادوال کومه ستونزه نه لري۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG