لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګوتېریش: طالبان دې د نجونو پر تعلیم "ظالمانه بندیزونه" لرې کړي. ملاله: جینکۍ له تعلیمه محرومول د کلتور او مذهب خلاف کار دی


واشنګټن ـــــ د ملګرو ملتونو یو بل پلاوی کابل ته تللی او د دې ادارې عمومي مشر انتونیو ګوتېریش وایي، طالبان دې د نجونو پر تعلیم "ظالمانه بندیزونه" لرې کړي، یونیسکو د تعلیم نړیواله ورځ افغانو ښځو او جینکو ته ځانګړې کړې ده، خو د افغانستان لپاره د امریکې سفیره وایي دا ستونځمه ده چې دا ورځ بې له افغانو نجونو ولمانځل شي. ملاله یوسفزۍ وایي جینکۍ له تعلیمه محرومول زموږ د کلتور او مذهب خلاف کار دی.

د جنورۍ 24مه «د تعلیم نړیواله ورځ» سږ کال په داسې وخت په نړۍ کې لمانځل کېږي چې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته نجونه له 492 ورځو راهیسې او د پوهنتون زده کوونکې د تېر کال د دسمبر له شلمې راهیسې له تعلیمه محرومې دي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې «یونیسکو» د تعلیم نړیواله ورځ افغانو ښځینه استادانو او زده کوونکو نجونو ته ځانګړې کړې ده او د طالبانو له خوا یې له تعلیمه د دوی د محرومولو غندنه کړې ده. یونیسکو نن ورځ تر دې نامه لاندې لمانځي چې وایي: «پر خلکو سرمایه کاري او تعلیم ته لومړیتوب ورکول».

د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش د تعلیم د نړیوالې ورځې په مناسبت ځانګړي پیغام کې ویلي، اوس د دې وخت را رسېدلی چې هغه ټول "توپیري قوانین او کړنې پای ته ورسوو" چې زده کړو ته د لاسرسي خنډ ګرځي:

"زه په افغانستان کې په ځانګړې توګه پر واکمنو چارواکو غږ کوم چې ثانوي او لوړو زدکړو ته د جینکو د لاسرسي په اړه ظالمانه او ځان ته د ماتې ورکولو بندیز بیرته واخلي".

په قطر کې د افغانستان لپاره د امریکې سفیرې کیرن ډیکر ويلي، په افغانستان کې چې د نجونو پر زده کړو بنديز لګېدلی دا ډېره ستونځمنه ده چې د تعلیم نړیواله ورځ ولمانځل شي. مېرمن ډیکر پر ټویټر لیکلي:

"نن د تعلیم نړېواله ورځ لمانځل ګرانه خبره ده ځکه چې افغانې نجونې او ښځې له دې حقه محرومې دي. تعلیم د افغانستان د راتلونکي په اړه سرمایه کاري ده او د نجونو او هلکانو لپاره باید شتون ولري".

د نجونو د تعلیم لپاره مبارزه کوونکې او د سولې نوبل انعام ګټونکې ملاله یوسفزۍ وایي، ښځې له کارونو او نجونې له تعلیمه محرومه کول د افغانانو د کلتور او مذهب خلاف کار دی.

له وي او اې اشنا سره په ځانګړو خبرو کې ملالې یوسفزۍ د افغانو نجونو د تعلیم لپاره پر نړۍ ږغ وکړ چې د افغانو نجونو د تعلیم لپاره دې را یو ځای شي:

"په نړیواله کچه دې مشران خپل کردار ادا کړي او د افغانستان له ښځو سره دې ودرېږي او مسلمان ملکونه دې هم د جینکو د تعلیم او د دوی د حقونو د تحفظ لپاره را یو ځای شي او خپل غږ دې پورته کړي".

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یو این ایچ سي آر هم د تعلیم د نړیوالې ورځې په مناسبت پیغام خپور کړی او ويلي یې دي چې زدکړې د هر انسان حق دى او بايد په افغانستان کې ټولې نجونې تعلیم ته رسایي ولري.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې 80 فیصده افغانې نجونې چې سکولونو ته د تلو عمر یې دی، په هغوی کې نیژدې دوه نیم میلینه (25 لکه) نجونې د طالبانو د بندیز له کبله له زدکړو بې برخې شوې دي.

یونیسکو وايي په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې هڅه کړې له غیرسرکاري‌ ادارو سره کار وکړي چې افغانو نجونو ته له لرې واټنه د تعلیم امکانات برابر کړي او نورې لارې ورته ولټول شي.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د تعلیم او نورو بشري حقونو په تړاو د ملګرو ملتونو یو پلاوی درې ورځې وړاندې له دې هېواده تللی، خو د دوشنبې- ګل په ورځ یو بل پلاوی کابل ته رسېدلی دی چې د بشري مرستو جاج واخلي.

د دغه پلاوي مشري د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ د ادارې «اوچا» مشر مارټین ګریفټیس کوي چې نن یې د طالبانو له چارواکو سره لیدلي او په روان کال کې یې د افغانستان لپاره له نړیوالو د 4.6 اربه ډالرو غوښتنه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG