لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې روانه میاشت واورو او سختې یخنۍ 158 تنه او زرګونه څارولي مړه کړي


پېښور ــــ‌ په افغانستان کې قدرتي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو وزارت ويلي چې د هېواد په 24 ولايتونو کې د سړې هوا، سېلابونو او د ګېس له وجې 158 تنه مړه شوي او 22 نور ژوبل شوي دي.

طالبان وايي چې د واورې، بارانونو او سېلابونو له وجې په هېواد کې يو شمېر ودانیو ته زيان رسېدلی او په زرګونو شمېره کې څاروي هم مړه شوي دي.

د ياد وزارت يو چارواکی مولوي عبدالرحمان زاهد وايي، دولتي ادارې د ملګرو ملتونو او نورو موسساتو ترڅنګ د متاثره شويو کورنيو سره مرستې پېل کړي دي:

"پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د ملګرو ملتونو د دفترونو د موسسو او دولتي ادارو سره په همکارۍ زيان من شويو ته د لومړنئ مرستې وېشلي او د مرستو رسولو ته يې ژمنتيا ښودلې ده".

په افغانستان کې څېړونکي په روانه يخنۍ کې د خلکو مړه کېدلو لوی علت په هېواد کې مخ په زياتېدونکی اقتصادي بحران بولي او وايي د بېروزګارۍ او بېوزلۍ کچې لوړېدو له امله زياتره هېوادوال نه شي کولی چې د ځان لپاره د خوراک او د خونو ګرمولو بندوبست وکړل شي.

د ملګرو ملتونو مرسته کوونکې ادارې وایي افغانان د يوې لسيزې په اوږدو کې د تر ټولو سخت ژمي مشاهده کوي او د اقتصادي بحران له وجې نه شي کولی چې د کورونو ګرمولو لپاره اړونده مواد واخلي.

د راټرز خبري ادارې ترمخه د تېرې يوې اوونۍ دوران په افغانستان کې د واورې او سختې يخنۍ له وجې 84 تنه مړي شوي دي.

طالبانو د جنورۍ په 23مه ويلي وو چې په هېواد کې د سېلابونو او واورې ورېدو له وجې د 50 نه سېوا کورونه په جزوي يا په بشپړ توګه ويجاړ شوي او نږدې 70 زره څاروي له منځه تللي دي۔

په افغانستان کې د سړې هوا له وجې ځاني او مالي زيان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې ملګرو ملتونو له دې وړاندې ويلي وو چې د هوا د سړېدو سره په دې هېواد کې لږ تر لږه 24،4 ميلينه وګړي په نااميدۍ کي ژوند کوي.

ملګري ملتونه وايي چې دا په تېرو 15 کالونو کې تر ټولو سوړ ژمې دی او 6 ميلينه افغانان د قحط سره مخ دي.

د راپورونو ترمخه د روانې اونۍ په اخره کې به د افغانستان په ځينو سيمو کې د تودوخي درجه د سنټي ګرېډ په کچه منفي 35 ته راټيټه شي۔

کارپوهان وايي په کال 2021 کې د طالبانو واکمنېدو وروسته د اقتصادي سقوط له امله د بېروزګارۍ او بې وزلۍ کچه لوړه شوې او د نيمايي نه سېوا خلک نشي کولی چې د کورنيو لپاره خوراک او د ځان ګرم ساتلو لپاره اړونده مواد ترلاسه کړي.

په دې حقله د کابل يو ځايي خبريال يار محمد پردېس وي او اې ډيوه ته وايي چې اوسمهال ډېرې داسې کورنۍ دي چې د خوراک لپاره لومړو توکو ته لاسرسی نه لري او کله چې څوک خوراکي توکو ته لاسرسې نلري نو سخته به وي چې هغوي د خونو د تودولو لپاره به د سون توکي يعنې لرګي، کوئله او ګېس ولري:

" ځکه په دومره لوی کچه د دغې سړې هوا له امله زمونږه هېوادوال مړه شوي دي".

په افغانستان کې سختې يخنۍ د خلکو لپاره وضعيت په داسې حال کې سخت کړی چې په غېر دولتي موسساتو کې د مېرمنو پر کار د طالبانو د بنديز له امله ګڼ شمېر اين جي اوز کار اودرولی دی او خلک سره د مرستو په لړ کې خپل فعاليتونه يي ځنډولي دي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:36:31 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG