لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مرکزي کابينه: د ترهګرۍ ضد قامي یووالی د وخت ضرورت دی


د پاکستان مرکزي کابينې په پېښور کې په جومات کې دننه ځانمرګی بريد غندلی، او په ټولو سياسي ګوندونو یې زور راوړی چې د ترهګرۍ ضد قامي يووالی او يو غږ د وخت ضرورت دی.

پرون د شورو چهارشنبې په ورځ [لومړۍ فرورۍ] د وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ د مرکزي کابينې غونډه شوې او په متفقه قرارداد کې په پېښور کې د ځانمرګي برید غندنه شوې ده.

پېښور کې په 30 جنورۍ په پوليس لاين کې دننه په جومات کې ځانمرګی برید شوی وو.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ويلي، د ماسپښین د نمانځه په مهال خودکش ځان ته چاودنه ورکړې او د تحریک طالبان پاکستان خراساني ډلې د دې زمه واري منلې ده.

د نوموړي په خبره په ياده پېښه کې 100 کسان وژل شوي چې پکې 97 پوليس افسران او اهلکار دي او درې ملکي وګړي دي، او په وژنو کې د اضافې اندېښنه موجوده ده ځکه چې په ژوبلو 216 کسانو کې چې درملنه یې روانه ده د ځينو روغتيايي حالت مرګونی دی. وروسته ويل شوي د وژنو شمېره 101 ته رسېدلې ده.

رانا ثناالله ویلي، دا خبره ثابته شوې چې دا بريد يو ځانمرګي کړی دی او د هغې پلټنې روانې دي.

د سرکاري خبري ادارې [اې پي پي] ترمخه کابينې ويلي چې په نمانځه د ولاړو خلکو په نخښه کول علماو قطعا حرام او د اسلامي احکاماتو ضد بللي دي. او د کابيني په متفقه منظور کړی شوي قرارداد کې عزم څرګند کړی شوی چې هر ډول ترهګري به ختمولی شي او د ولس د ځان او مال ساتنه به يقيني کولی شي او د پاکستانيانو د وينې د يو يو څاڅکي حساب به اخستلی شي.

په قرارداد کې ويل شوي چې د خېبرپښتونخوا پوليس او ترهګرۍ ضد پوليس څانګه به بيا تنظيمولی شي، د معياري وسلې او تربيت دپاره به اقدامات کولی شي چې بيا داسې پېښې ونه شي.

له دې وړاندې وزيراعظم شهباز شریف کابينې ته په وينا کې چې په ټيلي ويژن چېنلو خپره شوې، ويلي وو،"سوال اوس دا راپورته کیږي چې ترهګر بيرته چا راوستل؟. او څنګه داسې وشو چې دومره موده امن په ځای وو، قربانۍ ورکړی شوې بيا څنګه د پاکستان امن خراب شو او پښتونخوا د ترهګرو لاسو ته لاړه، او که مونږ سمدستي قوي او مناسبه اقدامات ونه کړه نو د پاکستان نورو برخو ته به ترهګري خوره شي".

هغه ويلي وو، "د چا نوم نه اخلي خو چا ويلي وو چې دا جهاديان دي او د پاکستان دوستان دي؟ چا ويلي وو چې دوی وسله اېښودې او د پاکستان په پرمختيا کې کردار ادا کوي؟ دا هغه پوښتنې دي چې نن یې ټول قوم زما او ستاسو او ټولو هغو مقتدره شخصياتو او ادارو نه کوي. نن دې په دې په ايجنډا خبرې وشي".

خو مخکني وزيراعظم عمران خان چې ګوند یې په خېبرپښتونخوا کې واکمن وو، ويلي یې دي چې دوی زمه واره ګرځول کيږي خو دوی يواځې د هغې زمه وار دي چې په حکومت کې یې څه شوي دي. هغه ويلي "زمونږ په وخت کې ولې ترهګري نه ده شوې؟".

د خېبرپښتونخوا د پوليس مشر معظم جاه انصاري ويلي، په پوليس لاين کې د ځانمرګي بريد د پېښې پلټنې روانې دي دا معلومولی شي چې په کوم ځای کې کوتاهي شوې چې ځانمرګی دغه ځای ته رسېدلی دی.

نوموړي د پېښور د بريد په تړاو د امنيتي نيمګړتياو خبره منلې ده چې نيمګړتياوې شوي دي خو څنګه شوي او په کوم ځای کې شوي خودکش څنګه دننه داخل شوی؟، دا ټولې خبرې معلومولی شي چې بيا دغه ډول پېښې ونه شي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG