لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسلام اباد پوليسو شېخ رشيد نيولی دی


د اسلام اباد پولیسو د عوامي مسلم ليګ مشر او په تېر د پاکستان تحریک انصاف په حکومت کې مرکزي وزیر شېخ رشيد پوليسو نيولی دی، په هغه تور دی چې د يو سازش لاندې یې د پخواني صدر اصف علي زرداري ژوند په خطره کې اچولی دی.

د شېخ رشيد وراره د هغه د ګرفتارۍ خبر تاييد کړی دی.

د شېخ رشيد د نيولو په اړه تېره شپه د اسلام اباد پوليسو ويلي وو، عدالت د قانون افسر ته د پېش کېدو حکم کړی دی.

په 31 جنورۍ د اسلام اباد پولیسو ويلي وو شېخ رشيد ته یې د سبا [لومړۍ فرورۍ] د ماښام څلورو بجو پورې وخت ورکړی چې د پوليس په وړاندې حاضر شي.

شېخ رشيد د اسلام اباد د ابپارې پوليسو نيولی دی.

د نوموړي پرضد راجه عنایت الرحمان نومې تن په ابپاره پوليس تاڼه کې مقدمه درج کړې او دعوه یې کړې ده چې شېخ رشيد د يو سازش لاندې بيان ورکړی دی او هغه پخوانی صدر اصف علي زرداري بدنامول غواړي او د هغه او کورنۍ ژوند ته یې مستقله خطره جوړول غواړي.

هغه تور لګولی چې شېخ رشيد د سازش د لارې د پيپلز ګوند او تحریک انصاف ترمنځ نښته او دښمني جوړول غواړي چې په ملک کې بدامني جوړه شي ځکه د هغه پرضد دې قانوني کارروايي وشي.

شېخ رشيد چې د پاکستان تحریک انصاف د حکومت اتحادي وو، د تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان د شېخ رشيد ګرفتاري په سختو ټکو غندلې ده.

او شېخ رشيد د خپلې ګرفتارۍ وروسته ويلي، د هغه کور ته د 100 پورې پولیس داخل شوي، تور یې لګولی پوليسو د هغه د کور دروازې او کړکۍ ماتې کړي او کار کوونکي یې وهلي ډبولي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG