لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

معظم جاه: پوليس لاين کې ځانمرګی بريد شوی د سازشي نظريو دې ډډه وشي


د خېبرپښتونخوا مشر معظم جاه انصاري
د خېبرپښتونخوا مشر معظم جاه انصاري

د خېبرپښتونخوا پوليس مشر معظم جاه انصاري وايي، په پولیس لاين کې ځانمرګی بريد شوی، ځانمرګی بريد کوونکی معلوم شوی، د ډرون يا بارودي موادو د چاودنې خبر غلط دی، د پوليس ځواک بې لارې کولو د سازشي نظریو څخه دې ډډه وشي.

پرون د شورو/چهارشنبې په ورځ [لومړۍ فرورۍ] په پېښور او مردان کې د پوليس ایليټ ځواک اهلکارو احتجاج کړی او غوښتنه یې کړې وه، چې ترهګر په عصري وسلو سمبال دي خو پولیسو سره هغه عصري وسلې نه شته چې دترهګرو مقابله پرې وکړي.

احتجاج کوونکو پوليسو ويلي وو، د پښتونخوا پولیسو سره نا انصافي روانه ده او د ترهګرو مخې ته په نیمګړي حالت کې پرېښودل شوي دي.

معظم جاه انصاري نن د زیارت-پنجشنبې په ورځ [دوېمه فرورۍ] مطبوعاتو سره په خبرو کې وويل، د" يو يو شهيد بدل به اخلو قربانۍ به بې ځايه نه ځي، مونږ هغه ترهګر ته نزدې يو چې زمونږ دومره ډېرې وژنې یې وکړې او د پښتونخوا پوليس سره یې ظلم وکړو، مونږ هغه نېټ ورک ته نزدې يو".

هغه وویل، "په سازشي نظريو زمونږ بچي په احتجاج مجبوره کړی شو، زه به دغه سازش په هیڅ صورت ونه زغمم، د ډرون خبره خورول غلطه خبره ده، مونږ پلټنې کوو مونږ د خپلو شهيدانو قاتلان لټوو او د قانون ترمخه به ورته سزا ورکوو".

خو پوليس افسر ونه ويل چې سازش چا کړی دی. د پېښور له برید نه وروسته په ټولنیزو رسنیو د پولیسو په حواله داسې ګڼ ناتايیده پوسټونه شوي چې ګنې پولیس شک لري د پېښور پولیس لاین دننه شوې چاودنه ځانمرګی برید نه وو بلکې د بارودي موادو په انفجار شوې چاودنه وه.

او د عوامي نیشنل ګوند د خېبر پښتونخوا صوبې عمومي سکتر سردار حسین بابک هم د چاودنې په ځای میډیا سره خبرو کې ویلي وو هغه فکر نه کوي چې دا دومره تباهي په یوه خودکش حمله کې کیدی شي.

خو معظم جاه انصاري نن وویل "زياتې وژنې د چت غورځېدو له امله شوي دي، خودکش شوی دی، د جومات نه د وتلو لاره نه وه، چاپېره ديوالونه بند وو، 10، 12 بارودي مواد کارول شوي دي".

پولیس افسر زیاته کړه، "په ميډيا دې د اوازو نه ډډه وشي پلټنې روانې دي هر څه به په ډاګه کړو، د سي سي ټي وي کېمرو ريکارډنګ راټولوو، د زرګونو ټيلیفونو ريکارډ راجمع کوو، مونږ ته لږ وخت پکار دی، خودکش مو معلوم کړی دی په کېمره کې مې ليدلی دی هغه په پولیس جامه کې دی د پوليسو جېکټ او هېلمټ یې اغوستي دي په موټر سايکل راغلی دی موټر سايکل مو معلوم کړی دی".

هغه وویل، "د خېبرپښتونخوا پولیس او ولس يو دی، ځينې ګمراه خلکو زمونږ پوليس بې لارې کړي دي، منم چې امنيتي نيمګړتيا شوې ده، 100 ځوانان مې شهيدان شوي دي له دې وړاندې 2000 ځوانان نور شهيدان شوي دي، مونږ ته دې لږ وخت راکړی شي".

پېښور کې په 30 جنورۍ په پوليس لاین کې دننه په جومات کې ځانمرګی برید شوی وو.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ويلي وو د تحریک طالبان پاکستان خراساني ډلې د دې زمه واري منلې ده. قامي اسمبلۍ ته په وينا کې نوموړي ويلي وو، په ياده پېښه کې 100 کسان وژل شوي چې پکې 97 پوليس افسران او اهلکار دي او درې ملکي وګړي دي، او په وژنو کې د اضافې اندېښنه موجوده ده ځکه چې په ژوبلو 216 کسانو کې چې درملنه یې روانه ده د ځينو روغتيايي حالت مرګونی دی.

پرون د نهې/سه شنبې په ورځ د پاکستان د پوځ د کور کمانډرانو غونډه شوې او ويلي یې دي د پېښور په پېښه کې ککړ کسان به د قانون منګولو ته راولي.

د پوځ مشر جنرل عاصم منير ویلي، دغه ډول پېښې د قام عزم نه شي ماتولی بلکې د ترهګرۍ ضد روانه جګړه کې د کاميابۍ دپاره د دوی عزم نور غښتلی کوي او د ترهګرۍ ضد د نه زغملو تګ لاره نه شي کمزورې کولی.

د پوځ مشر کمانډرانو ته لارښوونه کړې چې د استخباراتي ادارو او امنيتي ځواکونو سره په همکارۍ د ترهګرۍ ضد جګړه باندې دوامداره توجه وساتي چې څو پورې پايداره امن نه وي ترلاسه شوی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG