لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: اپیکس کمېټۍ ویلي د پاکستانيانو وينه تويوونکي ترهګر به د عبرت نخښه وګرځول شي


د خېبرپښتونخوا په سر ښار پېښور کې د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د اپیکس کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه شوې چې د پاکستانيانو وينه تويوونکي ترهګر به د عبرت نخښه وګرځول شي.

پېښور کې په 30 جنورۍ په پوليس لاين کې د ځانمرګي بريد وروسته پرون په درېمه فرورۍ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د اېپکس کمېټۍ غونډه شوې او غونډې ته د یادې پېښې او امنيت احوال وړاندې کړی شوی دی.

وزیراعظم شهباز شريف په ټويټر ويلي، "د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې سېول او پوځي مشرتابه عزم څرګند کړو چې د پاکستان د خلکو ساتنه به په هر قيمت يقيني کولی شي. چا چې په بې ګناه خلکو بريد کړی د قانون منګولو ته به راوستل کيږي. د ترهګرۍ پرضد لاسته راوړنې به بيرته په ناکامۍ بدلې نه شي".

هغه ویلي، په غونډه کې په امنیتي وضع خبرې وشوې او د صوبو او مرکز ترمنځ د يو شان پاليسۍ جوړولو اتفاق وشو. په غونډه کې نېشنل اېکشن پلان ته د بيا کتنې په اړه غور وشو او د پلټنو او فارنزک او سي ټي ډي کار ته د ودې ورکولواو د غونډې په فېصلو او عملي کولو منظوري ورکړی شوه.

شهبازشريف ویلي، مطبوعات، ديني عالمان او سياسي مشران دې د ترهګرۍ ضد ملي اجماع مخې ته راوړلو کې خپل بنيادي کردار ادا کړي. رياست به د ترهګرۍ ضد د زغم نه لرو تګلاره خپله کړي. په غونډه کې اتفاق وشو چې د فېصلو عملي کولو دپاره طريقه کار جوړولی شي.

د سرکاري خبري ادارې ترمخه د اېپکس غونډې په اړه د وزيراعظم دفتر ويلي، په خېبرپښتونخوا کې به په فوري توګه د سي ټي ډي مرکز، د پنجاب صوبې په څېر فارنزک لېب، او د ښار د خوندي والي يا سېف سټي پروژه پېل کولی شي.

دغه رنګ ويل شوي، غونډې اتفاق کړی چې د ترهګرۍ د خاتمې دپاره به د مرکز او صوبو ترمنځ يو سوچ او تګلاره جوړولی شي او په دغه لړ کې د تګلارې جوړولو دپاره لارښوونه هم شوې ده.

غونډې اتفاق کړی چې په ملک کې دننه د ترهګرۍ د مالي مرستو ټولې سرچينې به ختمولی شي.

په 30 جنورۍ پېښور کې په پوليس لاين کې دننه په جومات کې ځانمرګی بريد شوی 101 کسان پکې وژل شوي او د 200 زيات پکې ژوبل شوي وو.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ویلي وو، د تحریک طالبان پاکستان خراساني ډلې د دې زمه واري منلې ده.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف په اوومه فرورۍ د مهمو چېلنجونو په موضوع ټول ګونديز کانفرنس بللی او د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان په ګډون یې ټولو ګوندونو په کانفرنس کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG