د برتانيې دفاع وزارت په خپل استخباراتي رپورټ کې ویلی دي چې روس په رسمي توګه د اوکراین نیول شوې سیمې په خپلې جنوبي پوځي ضلع کې شاملې کړې دي.
دوي ويلي دي چې د تاس د خبر ترمخه د دونیڅک او لوهانڅک سيمې او د ژېپوريزیا او خېرسان سيمې په روستوف اون ډون کې د دریو ستوري د کمانډر د اختیار لاندې راوستل شوي دي.
بلې خوا د روس د خامو تېلو وروسته اوو غټو اقتصادي طاقتونو په پاکو تېلو باندې هم د یو حد په پرځای کولو رضا شوي دي.
د دې مقصد د روس له تېلو نه د ترلاسه کېدونکې ګټې کمول دي.
د امریکې د خزانې وزیرې جېنټ يلېن په خبرپاڼه کې ويلي دي چې په اوکراین کې د غېرقانوني جنګ د پاره د روس په مالي ګټو کې کمې راوستل دي او داسې لوظنامې يې د دسمبر په میاشت کې هم کړې وه چېرته چې دوي د روس د تېلو په صادراتو حد ټاکلی وو.
چارواکي وايي دا دوه حدونه دي. یو که د روس ډيزل او نور تېل د خام یا ګنده تېلو نه په زیاته بیه خرڅيږي نو د هغې سل ډالره حد ټاکل شوی دی او بل که چېرې د روس د تېلو نور شایان د خام تېلو نه په کمه بیه خرڅيږي نو د هغې حد پنځه څلوېښت ډالره ټاکل شوی دی.
په بیو د دې حدونونو د ټاکلو فېصله په داسې وخت کې شوې ده چې د یورپي اتحاد له خوا د روس د تېلو په وارداتو بندیز به له اتوار د ورځې نه عملي کيږي.
د جمعې په ورځ د یورپي اتحاد چارواکو له اوکراین سره د بنیادي اډانې په بیا رغولو کې د مرستو اعلان کړی. روس په اوکراین کې د خپلې جګړې په وخت د اوکراین بنیادي اډانې ته زیات زیان رسولی دی.
امریکې هم اعلان کړی چې د امنیتي چارو د پاره به د دوه بلينه ډالرو نېزدې نورې مرستې هم کوي.
د یورپي شورا صدر چارلس مېشېل او د یورپي کمېشن مشرې اورسالا وون دېر لاېئن په څليريشتمه نېټه د یورپي اتحاد او اوکراین د سرمشريزې غونډې په وخت کېف کې د اوکراین د صدر ولاودېمېر زېلېنسکي سره ليدلي وو. د یورپي اتحاد چارواکو ویلي دي چې تر څو چې ضرورت لري، تر هغې به د اوکراین سره اتحاد مرستې کوي.
د جمعې په ورځ خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې چارواکو لوظ کړی چې د اوکراین تباه شوي بنیادي اډانې په بیا رغولو کې به مرستې کوي او د ژمي او د دې نه پس هم د اوکراین د ضرورت مطابق به د خدماتو او توانايی په چارو کې ورسره به مرستو ته دوام ورکړي.
دوي ویلي دي چې یورپي اتحاد او غړي ملکونو تر دې دمه د توانایې او د بیا ودانۍ په چارو کې اوکراین ته تر د پنځه سوه اویا ملينه ډالرو مرسته کړی ده او نور د پنځه سوه پنځويشت ملينه ډالرو يې د بشري هلو ځلو کې مرستې کړی دي.
چارواکو په یورپي اتحاد کې د اوکراین د شاملولو ژمنې کړی دي خو د غړيتوب ترلاسه کولو د هلو ځلو چټک کولو لوظ يې نه دی کړی.
د روس د یرغل سره سم اوکراین د یورپي اتحاد د غړي توب ترلاسه کولو د پاره درخواست کړی وو او غواړي چې څومره زر هم کېدلی شی په دې اړه رسمي خبرې وکړي.
د یورپي کمېشن مشرې وون دېر لاېئن په دې اړه خبري غونډې ته ويلي دي چې دا ګران عمل نه دی خو د دې د پاره ځني شرائط پوره کول دي.
یو په کې د بډو رشوتونو خلاف هلې ځلې دي. دې د بډو رشوتونو د مخنیوي د پاره د کیېف هلې ځلې وستایلې.
مېشېل او وون دېر لاېئن د اوکراین او د اوکراین د ولس خلاف د روس د جنګ غندنه وکړه او زیاته يې کړه چې دا د ملګرو ملتونو د چارټر په شمول د نړيوال قانون سرغړونه ښیي.
دوي په اوکراین کې د جنګي جرمونو د قضيو او پلټنو د پاره د خصوصي ټرېبیونل د جوړولو غږ کړی او ويلي یې دي چې يورپي اتحاد به د روس له خوا د اوکراین سیمې په غېرقانونی توګه د ځان سره د شاملولو پخلې نه کوي.
یورپي اتحاد په روس باندې نور بندیزونه هم لګولی دي.
امریکې د جمعې په ورځ ویلی دي چې دوي به اوکراین ته د دوو بلينه ډالرو نه زیاتې پوځې مرستې ورکوي.
د امریکې د دفاع وزارت ترمخه د باېډن انتظاميې اوکراین ته نېزدې د دېرش بلینه نه زیاتې ډالرې د امنیتي مرستو د پاره ورکړی دي.