لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د اټلانټیک سمندر پر سر د چین جاسوسي غباره را وغورځوله، چین پرې خفګان ښکاره کړی


واشنګټن ـــــ د امریکې یوې جنګي الوتکې د جنوبي کېرولاینا په ساحل باندې د چین هغه جاسوسي غباره د شنبې- خالي په ورځ ویشتلې او را غورځولې ده چې یوه اوونۍ مخکې د امریکې فضايي حدود ته ننوتې وه، امریکایي چارواکو تور پور کړی وو چې د مهمو پوځي مرکزونو څارنه یې کوي. چین د امریکې پر دې اقدام خفګان ښکاره کړی دی.

صدر جوبایډن پر دې کار خوشحالي څرګنده کړې او د امریکا پوځ ته یې مبارکي ویلې ده. هغه د شنبې- خالي په ورځ وویل، "دوی په کامیابۍ سره وویشته او زه غواړم خپل هغه پایلټان وستایم چې دا کار یې وکړ".

د چین د جاسوسي غبارې د ویشتلو په وخت په ور څېرمه درو هوایي ډګرونو کې پروازونه د لنډ وخت لپاره ځنډول شوي او وروسته بیرته پیل شوي وو.

ولسمشر جوبایډن وویل ده د چارشنبې- شورو په ورځ د دې غبارې د ویشتلو امر کړی وو، خو پېنټاګان ویلي وو تر هغه وخته به انتظار کوي چې دا غباره د اوبو پر سر ودرېږي او تر ویشتلو وروسته یې ملبه لاندې پر خلکو را ونه غورځېږي.

رویټرز خبري ایجنسۍ د یوه پوځي چارواکي له خولې لیکلي چې په دې کار کې څو جنګي او تېل وړونکو الوتکې برخه اخیستې وه، خو وایي یواځې یوې ایف-22 جنګي الوتکې ماسپښین مهال په میزایل وویشته.

چارواکي وایي دا غباره یا پوکڼۍ د امریکې له ساحله شاوخوا شپږ سمندري میله لرې د نسبتاً لږ ژورو اوبو پر سر ویشتل شوې ده چې وایي کېدای شي په راتلونکو ورځو کې د چین د څارونکو آلاتو د ټوټو د بیرته موندلو په هڅو کې به مرسته وکړي.

دا غباره لومړی د جنورۍ په 28مه د امریکې د الاسکا ریاست فضا ته داخله شوې، بیا د جنورۍ په 30مه د کېنېډا فضا ته ننوتې وه او بیا د جنورۍ پر 31مه بیرته د شمالي ایډاهو له لارې امریکې ته را ستنه شوې وه، خو امریکایي چارواکو دا خبر د فرورۍ پر دویمه خپور کړ.

چین د امریکې له خوا د خپلې غبارې په غورځولو "شدید خفګان او احتجاج" کړی، وایي د دې پوکڼۍ د ویشتلو لپاره وسلوالو ځواک استعمالول په ښکاره ډول د نړیوال کنونشن سرغړونه ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چین پرله پسې واشنګټن ته ویلي چې دا پوکڼۍ یوه سېول الوتکه وه او ناڅاپه د امریکې فضا ته ننوتې وه، وایي د واشنګټن چارواکو ورته منلې وه چې دغه غباره هیڅ پوځي خطر نه لري.

د امریکې په فضا کې د چین د مشکوکې جاسوسي غبارې ښکاره کېدو د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن دې ته مجبوره کړی وو چې د جمعې په ورځ چین ته پیلېدونکی د دې اوونۍ سفر وځنډوي.

د امريکا د دفاع وزارت د جمعې په ورځ ويلي په لاتينه امريکا کې د چین د دویمې جاسوسي غبارې خبر هم ورکړی وو. د پېنټګان د هوايي ځواک پرېس سيکرټري بريګېډير جنرل پيټ رايډر په يو بيان کې ويلي وو:

"مونږه رپورټونه وينو چې يوه پوکڼۍ د لاتينې امريکې نه تېريږي. مونږ د دې جاج اخلو چې دا يو بل د څار چينايي بلون دی".

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د امريکا په فضايي حدونو کې د چین د جاسوسي غبارې الوتل د خپل هېواد پر خپلواکۍ تېری او د نړيوالو قوانينو سرغړونه بللې وه خو چين پر دې ټينګار کړی چې دا غباره د موسمياتو د څېړنې لپاره تياره کړل شوې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG