لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان پخوانی پوځي واکمن جنرال پرویز مشرف مړ شو


په پاکستان کې دایین ماتولو په جرم کې دمرګ دسزا سره مخ دپاکستان پخوانی پوځي امر جنرال(ر) پرویز مشرف د ورپېښې ناروغۍ له امله په متحده عرب اماراتو کې د79ؤ کالو په عمر مړ شوی دی.

دهغه کورنۍ دنوموړي د مړینې پخلی کړی دی اؤ وایي پاکستان ته یې مړي په وړلو سوچ کولی شي.

ښاغلی پرویز مشرف دتیرې مودې راهسې په یوه سخته ناروغۍ اخته د دوبۍ په امریکن هسپتال کې دعلاج لاندې ؤ.

تېرکال په لسم جون د مشرف کورنۍ ويلي وو" هغه [مشرف] د یو مشکل وخت نه تېرېږي، اندامونو یې کار پرېښی او بچ کېدل یې ممکن نه دي، دعا کوئ چې د ژوند پاتې ورځې یې اسانې شي"

دپاکستان صدر عارف علوي،وزیراعظم شهباز شریف،دپوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر اؤ دګډو ځواکونو دکمیټې مشر جنرال ساحر شمشاد د پرویز مشرف په مړینه خفګان ښکاره کړی اؤ دهغه کورنۍ سره یې خواخوږي ښودلې ده.

پرویز مشرف په یولسم اګست 1943 کې په ډیلي هندوستان کې زیږېدلی ؤ. د هند د وېش په مهال د هغه پلار د پاکستان کراچۍ ښار ته هجرت کړی ؤ.

پرویز مشرف د کال 2016م راهسې په دوبۍ کې ؤ، هغه وخت نوموړي ته دوبۍ ته د درملنې دپاره د تګ اجازه ورکړی شوې وه.

مشرف دغه وخت په پاکستان کې ایین سره د غدارۍ مقدمې سره مخ و.

پرویز مشرف په 1999 کې د هغه وخت د منتخب وزيراعظم نواز شريف حکومت نسکور کړی او په ملک کې يې مارشل لا لګولې وه .

مشرف د وزیراعظم نوازشریف د حکومت خلاف د کودتا وورسته په شلم جون 2001 کې د هیواد د صدر په توګه سوګند پورته کړو اؤ‌ بیا او تر 2008م پورې په دغه څوکۍ ناست و.

په 2001 کال کې په امریکا د یولسم سپټمبر د القاعده د خونړیو حملو ورستو پاکستان د واشنګټن په غوښتنه د ترهګرۍ خلاف په نړیواله جګړه کې شامل شو.

مشرف په خپل کتاب ان دي لاین اف فایر(2006) کې اعتراف کړی دی چې پخپله واکمنۍ کې یې نزدې 350 پاکستانیان نیولي او امریکا ته یې سپارلي وؤ.

هغه د مېن هنټ په نوم یو باب کې لیکلي دي چې امریکا ورته په میلیونونو ډالر ورکړل چې په بدل کې یې دويي په ترهګرۍ تورن کسان امریکا ته وسپارل.

مشرف په دیرشم اپریل 2002 کې د ځان په حق کې لانجمن ریفرنډم وکړو او د خپل صدارت نیټه یې تر پینځه کلونو وغځوله.

پہ کال 2003 کې پہ 14 او 25 دسمبر پہ مشرف دوه ځان ځانله ځان مرګي بریدونه شوي وؤ.

په 2007 کې د مارچ په نهمه نیټه مشرف د هیواد ستر قاضي یا چیف جسټس افتخار محمد چوهدري له خپل منصبه لرې کړو.

د هغې ورسته د مشرف د حکومت پر ضد لاریونونه وشول.

د یو لاریون په مهال په کراچۍ کې د مئ په دولسمه 42 لاریون کونکي د ورځې په رڼا کې په ډزو وژل شوي وو چې زیاتره پکې پښتانه وو.

ددغو حملو تور د مشرف په اتحادي جماعت متحده قومي مومېنټ پورې شوی ؤ.

په شلمه جولای 2007 کې عدالت ستر قاضي بیا بحال کړی ؤ.

په دریم نومبر 2007 کې مشرف په هیواد کې ایئن معطل کړو او بیړنی حال یې نافذ کړو.

د مشرف په دور کې په نورو متنازعه پرېکړو کې د پاکستان په حدود آرډیننس کې بدلون ، د سرښار اسلام اباد په جامعه حفصه او لال مسجد کې پوځي عملیات، په دغو عملیاتو کې تر 100 زيات کسان وژل شوي وو.

د کال 2019 په 17 ستمبر د مشرف پرضد د غدارۍ مقدمه اورېدونکي ځانګړي عدالت د ارټيکل شپږم لاندې د ملک سره د غدارۍ په جرم ثابتېدو هغه ته د مرګ سزا اورولې وه.

د ياد ځانګړي عدالت مشر جسټس وقار احمد سېټهـ [مرحوم] د فېصلې په 66م پېراګراف کې ويلي وو چې پروېز مشرف دې راوستی شي سزا دې ورته ورکړی شي او که هغه مړ ترلاسه شو هغه دې راښکل شي او د اسلام اباد په ډي چوک کې دې درې ورځې وځړول (اوېزان) کړل شي.

خو وروسته د مشرف د طرفه لاهور هايکورټ ته د يادې فېصلې پرضد خواست شوی وو، او په جنورۍ 2020 کې لاهور هايکورټ دغه عدالت لاقانونه ګرځولی کوم چې مشرف ته د مرګ سزا اورولې وه او ياد عدالت ویلي وو، چې د پخواني پوځي صدر پرضد د غدارۍ مقدمه هم د قانون ترمخه نه ده جوړه شوې.

ځانګړې ویډیوګانې


منظور پشتین: پښتون وطن ته د نوي جنګ پلان راوړل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:41 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:50 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG