لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هیومن رایټس واچ: د بې وزله خلکو د حقونو تحفظ د پاکستان اؤ ایي ایف ایم ذمه واري ده


نړیوالې ادارې په ایي ایم ایف غږ کړی چې باید داسې اصلاحاتي ګامونه کم نه کم واخلي چې له امله یې بې کچه کمزرورو خلکو ته  لا نور زیان رسیدلی شي
نړیوالې ادارې په ایي ایم ایف غږ کړی چې باید داسې اصلاحاتي ګامونه کم نه کم واخلي چې له امله یې بې کچه کمزرورو خلکو ته  لا نور زیان رسیدلی شي

دبشري حقونو دڅار نړیواله اداره هیومن رایټس واچ وایي نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف ته دپاکستان حکومت سره په ګډه دټولنیز تحفظ نظام ته په پراختیا ورکولو په معاشي توګه دبې وزله خلکو دتحفظ لپاره کار کول پکاردي.

دې نړیوالې ادارې په ایي ایم ایف غږ کړی چې باید داسې اصلاحاتي ګامونه کم نه کم واخلي چې له امله یې بې کچه کمزرورو خلکو ته لا نور زیان رسیدلی شي.

هیومن رایټس واچ وایي بې وزلۍ،ګرانۍ اؤ بې روزګارۍ کې داضافې ترڅنګ نن پاکستان دخپل تاریخ دیو بدترین اقتصادي ناورین سره مخ دی چې له امله یې دلکونو خلکو روغتیا،خوراک اؤ دیو مناسب ژوند دمعیار حقونو دګواښ سره مخ کیږي.

دپور ترسره کولو په موخه دپاکستان حکومت د روانې میاشتې په وړومبۍ نیټه ایي ایم سره دهیواد داقتصاد ژغورنې په یوه پروژه خبرې پیل کړې وې .

پاکستان کال 2019 کې ایي ایم ایف سره د6.5 اربو ډالرو دپور تړون کړی ؤ اؤ ددغه پور دپاتې 1.1 اربو ډالرو دبیا ترلاسه کولو هڅې کوي خو ایي ایم ایف دپور دپاتې پیسو ورکولو لپاره پاکستان ته بیلابیل شرطونه ایښي دي چې دڅېړونکو په وینا ددغو شرطونو منلو سره به په پاکستان کې ګراني نوره هم زیاته شي.

دهیومن رایټس واچ دایشیا ایسوسي ایټ ډایریکټرې پیټریشیا ګوسمین ویلي دي چې په لکونو پاکستانیان دبې وزلۍ په ګرداب کې نښتي دي اؤ هغوي دخپلو اساسي ټولنیزو اؤ معاشي حقونو نه محروم دي.

د وي او ای اردو د رپورټ له مخې هغې ویلي چې ایي ایم ایف اؤ دپاکستان حکومت ذمه واري لري چې هغوئ باید دې ناورین نه په داسې توګه را اوځي چې دکمې ګټې وټې لرونکو خلکو خیال پکې وساتل شي اؤ دهغوي تحفط باوري وي.

دا به داسې حال کې ده چې دپاکستان مرکزي بینک سره دبهرنیو اسعارو ذخیرې په 27مه جنورۍ دختمې شوې اوونۍ پورې 16فیصدي راټیټې شوې اؤ یوازې درې اربه ډالر پاتې شوې وې.

دبهرنیو اسعارو دکموت واضحه مطلب دادی چې پاکستان کې به د درملو په ګډون د زیاتو درامداتو مخه ونیول شي.

د رپورټونو له مخې دکال 1975 نه راپدیخوا پاکستان کې ګراني تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې اؤ اقتصادي پوهان په دې کې دنورې اضافې اندېښنې هم ښایي.

دایي ایم ایف دشرطونو په اساس په 29مه جنورۍ دپاکستان حکومت دتیلو بیعې نورې هم لوړې کړې دي دبهرنیو اسعارو دکچې حد یې ختم کړی دی چې له دې امله دپاکستاني روپۍ ارزښت زیات غورځېدلی دی.

دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف څرګنده کړې ده چې دایي ایم ایم شرطونه بې کچه سخت دي خو پاکستان له دې شرطونو منلو پرته بله هیڅ لار نه لري.

دمیډیا رپورټونو له مخې ایي ایم ایف پاکستان ته دتېلو دبیعو اؤ سیلز ټیکس دکچې لوړولو اؤ دټیکسونو دلمنې پراخولو په ګډون د کرپشن یا غبن دمخنیوي لپاره دسختو ګامونو اخستو شرطونه ایښي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG