واشنګټن _ نزدې يوه مياشت کيږي چې طالبانو ايوارډ ګټونکی فوټو ژورنالیسټ مرتضی بهبودي په کابل کې نيولی او لا د پرېښودلو امکان يې نه ښکاري.
د مېډيا د حقونو تنظيمونه وايي بهبودي چې د فرانس تابعیت لا شهریت هم لري په پينځمه جنورۍ کابل ته د رپورټېنګ د پاره تللی وو خو طالبانو د جاسوسۍ په تور نيولی.
رپورټرز وېداوټ بارډرز (ار ايس ايف) او يو شمېر نورو فرانسوي خبري ادارو په طالبانو غږ کړی چې دا بې عقله سلسله دې نوره ختمه کړي. په يو بيان کې دې ادارو ويلي:
“د مرتضی بهبودي په مسله مونږ د يوې مياشت پورې غلي پاتې شو خو نن دنيا خبروو چې هغه يوه مياشت وړاندې په اومه جنورۍ په کابل کې نيولی شوی. مونږ هيله لرله چې هغه به زر تر زره ازاد کړل شي چې بيرته فرانس ته لاړ شي”.
ار ايس ايف وايي د دوی د مدد کولو لاين ته د بهبودي له خوا په پينځلسمه جنورۍ يو کال تر لاسه شوی وو خو هيڅ پيغام پکې نه و پرېښودل شوی.
په دې حقله وي او اې د طالبانو سره رابطه وکړه او يو وياند يې ژمنه هم وکړه چې طالبان به د دوی پوښتنې ته ځواب ووايي خو لا تر اوسه خاموشه دي.
بهبودي زيات تره د کډوالو په مسلو نظر لري چې پکې په يونان کې د کډوالو کيمپ هم شامل دی. هغه دوه ځله کډوالۍ ته مجبور کړل شو يو ځل چې ماشوم وو او د طالبانو وړومبی حکومت راغلو نو سره د کورنۍ ايران ته کډوال شو او په دويم ځل په کال 2015 کې يې فرانس ته د سياسي پناه خواست وکړو ځکه هغه ګڼل د خبريالۍ په وجه يې ژوند خوندي نه دی.
بهبودي په کال 2012 کې افغانستان ته ستون شوی وو چې خپلې زدکړې پوره کړي او د پيرس انسټيټيوټ فار کرېټيکل تېنکنګ تر مخه بهبودي د طالبانو هدف ځکه وګرځېد چې هغه د اپيمو په کاروبار رپورټېنګ کولو.
په فرانس کې د پناه اخستلو وروستو بهبودي ځان د نړيوال ژورنالیسټ په توګه ورمنلی او په کال 2018 کې يې د ګيټي نيوز په نوم اداره د فرانس او کډوالو خبريالانو سره په شريکه جوړه کړه او د ازاد خبريال په توګه يې د ډېرو خبري ادارو سره کار کولو چې پکې ريډيو فرانس، لېبريشن او لا کروېکس هم شامل دي.