واشنګټن ـــــ د کال ۱۹۹۹ د اکتوبر د میاشتې ماسخوتن و. د اسلام اباد او راولپنډۍ د پخواني هوایي ډګر د دروازو نه بهر په لاره خلک، عسکر او موټرې څه په بې ترتيبه، بې انتظامه ډول ګرځېدلې.
د ماسخوتن په تیاره کې په ماحول د غیريقینۍ غلبه وه. مسلح عسکرو د هوايي ډګر دروازې کلکې تړلي وې. د هوايي اډې د تړلو دروازو سره نژدې د خبریالانو ترڅنګ په سلګونو عام خلک هم جمع وو.
خبریالان منتظر وو چې د پاکستان د هوايي کپمنۍ پي ايي ای هغه جهاز چې د پوځ مشر جنرل پروېز مشرف پکې سفر کولو د سريلنکا نه به د اسلام اباد په هوايي اډه راکوز شي.
هوايي اډې ته د خبریالانو د رسېدو نه مخکې دا خبرونه په ګردش کې وو چې د کراچۍ په هوايي اډه د جنرل مشرف جهاز ته د کوزېدو اجازت نه دی ورکول شوی.
خبریالان منتظر وو ممکنه ده چې جنرل مشرف د اسلام اباد په هوايي اډه راکوز شي او خبریالانو سره خبرې هم وکړي. خبر اهم و. د پوځي کودېتا خبرې کېدلې.
د وزیراعظم نوازشریف د ګرفتارۍ خبره هم وه او چا خو پکې دا هم وېل چې وزیراعظم او د هغه د کورنۍ ځینې غړي په اسلام اباد کې د وزیراعظم په ماڼۍ کې افسوسناک انجام ته رسول شوي دي. چا وېل وزیراعظم نامعلومه ځای ته منتقل کړی شوی دی.
خبر راغلو چې د جنرل مشرف جهاز کراچۍ کې کوز شو. د هوايي اډې په دروازه د خبریالانو د انتظار شېبې ختمې شوې. زیاتره خبریالان خپلو دفترو ته ستانه شول. د دندې او د خبرونو او د پرمختګونو نه ډکه شپه لا په سر پرته وه.
په افق د سحر د خپرېدو نه مخکې جنرل مشرف د پاکستان او د نړۍ په افق د نوي پوځي واکدار په حېث مشر رابرسېره شو.
د اسلام اباد د هوايي اډې نه بهر د هغه بې ترتيبه ماسخوتن په شپه، ناوخته جنرل پروېز مشرف په پوځي درېشۍ کې په ټېلیوژن راښکاره شو او په ولس يې د پرامنه اوسېدو غږ وکړو.
د ولس په رایې منتخب د پاکستان وزیراعظم، د هغه د کورنۍ ځینې غړي او د هغه د حکومت ځینې چارواکي زندانونو ته ولېږل شوو.
په اینده قریباً یوه لسیزه کې پروېز مشرف د پاکستان د اقتدار او واک اختیار محور، د ترهګرۍ په ضد د امریکې او په عمومي توګه د مغربي نړۍ د اعتماد وړ ملګری و. د مطبوعاتو مقبول شخصیت و.
هغه جرنېل، چیف اېګزېکېټیو او سوېلین صدر و.
هغه په ايين کې بدلون هم وکړو، د اعلا عدليې ججان يې هم برطرف کړل او د مخالفینو د وژلو الزام پې هم لګول شوی و.
په کراچۍ کې د هغه په ضد په احتجاجونو کې تشدد وشو، د یو شمېر کسانو خلکو وينې توی شوې او هم په دغه ورځ په اسلام اباد کې د پارلېمنټ د ودانۍ مخې ته، مشرف د یوې جلسې په موقع خپل لاسونه په فاتحانه انداز کې پورته کړل.
څېړونکي وايي د هندوستان خلاف د کارګل په جنګ کې د پاکستان پوځ په پسپای مجبور شوی و. ویل کېږي وزیراعظم د کارګل په مهم جویې ناخوښه و.
په امریکا د القاعده د حملو په نتیجه کې امریکې او نړیوالو ځواکونو په افغانستان کې عملیات شروع کړل او د دې عملیاتو دپاره مشرف امریکې ته د رسد لاره ورکړه او د طالبانو حکومت نسکور شو.
په قبایلي علاقو کې ډرون حملې وشوې او د دې ډرون حملو تور هم په مشرف ولګېدو چې ګنې هغه امریکې ته د دغو ډرون حملو اجازه ورکړې ده.
په بلوچستان او خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ په شک کې خلکو د نیول کېدو او د بې درکه کېدو لړۍ شروع شوه. د انساني حقونو فعالان وايي د خلکو د بې درکه کېدو دغه لړۍ اوس هم دوام لري.
او بیا یو وخت داسې هم راغلو چې عدالت د غدارۍ په تور مشرف سزا وار کړو. هغه د سزا او د ملک نه بهر ووتلو. هغه په ځانمرګي حملو کې هم ژوندی پاتې شوی و.
په نوي دیلي کې زېږيدلي مشرف د اتوار، يکشنبې، په ورځ د ۷۹ کلونو په عمر کې په دوبۍ کې وفات شو.
یو جهاز بیا په کراچۍ کې کوز شو. دا ځل پکې د په خپل عروج یو پوځي جرنېل نه بلکې د وفات شوي مشرف جسد و.
د پاکستان د پارلېمنټ د اېوان بالا غړو مشرف دپاره د فاتحې نه انکار وکړو.
د پاکستان پخوانی پوځي مشر او پخوانی صدر پروېز مشرف د نهې، سه شنبې، په ورځ په کراچۍ کې خاورو ته وسپارل شو.
د مشرف د تګ په اړه خبریاله عاصمه شيرازي بي بي سي اردو دپاره په خپل کالم کې ليکي چې هغه خلک چې د اقتدار او د طاقت په لوبه کې ځان د ايين او قانونه بالاتر ګڼي هغه د قدرت د قانون ښکار شي.
یادونه: په ۱۹۹۹ کې صداقت جان په اسلام اباد کې «دي نېشن» اخبار یو خبریال و. د مشرف د عروج او زوال دا قیصه هغه د خپل یاداشت نه کړې. ممکنه ده چې ځینې یا ډېر واقعات د وخت په لحاظ په ترتیب یا په تفصیل نه وي لیکل شوي ځکه چې دا د مشرف واکمنۍ ته یوه طایرانه کتنه ده، د تاریخي واقعاتو اندراج نه دی