لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داقتصادي سقوط پغاړه ولاړ پاکستان شپږو میاشتو کې پخپله دفاع  638 اربه روپۍ خرچ کړي دي


داقتصادي سقوط پغاړه ولاړ دپاکستان دخزانې وزارت وایي دغه هیواد تېرکال د جولایي نه نیولې تر دسمبر پورې شپږو میاشتو کې پخپله دفاع 638 اربه روپۍ خرچ کړي دي اؤ دبجټ خسارې پوره کولو لپاره یې دبهر نه د296 اؤ دکور دننه سرچینو نه د 1979 اربو روپو پورونه ترلاسه کړي.

دخزانې وزارت منلې چې په تېرو شپږو میاشتو کې دهیواد دبجټ خساره 1683 اربو روپو ته رسېدلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې رپورټونه وایي دپاکستان دبهرنیو اسعارو ذخیرې یوازې 3.5 اربه ډالر پاتې شوي اؤ په راتلونکو څو میاشتو کې به ورته د اصل قرضو او د سود تر نهو اربو ډالرو زیاتې پیسې ستنول وي.

اقتصاد پوهان په دې نظر دې چې که پاکستان غواړي دایي ایم ایف نه پور ترلاسه کړي اؤ خپل لویدلی اقتصاد بیا په پښو ودروي نو دې لپاره به ورته دنورو مهمو ګامونو ترڅنګ غیر ضروري لګښتونه هم کمول وي.

دخزانې وزارت په تازه رپورټ کې ویل‌شوي چې دجولایي نه ددسمبر میاشتې پورې دپاکستان ټوله امدني 4698 اربه روپۍ پاتې شوې خو وایي په دغو شپږو میاشتو کې بیا پاکستان ټولې 6382 اربه روپۍ لګولې دي.

رپورټ کې ویل شوي چې په شپږو میاشتو کې پاکستان دټیکسونو دلارې 3731 اربه روپۍ ترلاسه کړي چې دې کې دمرکز امدن 3428 روپۍ اؤ دصوبو امدن روپۍ دی.

اقتصادپوهان وایي لومړی کورونا وایرس، بیا ګرانۍ او بیا په 2022م کال کې سختو سېلابونو د نړۍ یوازینی مسلمان ایټمي هېواد له شدیدو اقتصادي، سیاسي او امنیتي چېلنجونو سره مخ کړی اؤ پوځي کوتا ته یې نزدې کړی دی.

پاکستان داقتصادي سقوط نه د ځان ژغورلو لپاره دنړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف څخه دپور دنهم قسط ترلاسه کولو لپاره ددغه نړیوالې مالیاتي ادارو سره په خبرو بوخت دی اؤ تمه کېږي چې ددې خبرو د کامیابۍ یا ناکامۍ پرېکړه په راتلونکو څو ساعتو کې وشي.

رویټرز خبري ایجنسۍ د ګل- دوشنبې په ورځ پخپل رپوټ کې وویل، چې د ای ایم ایف پلاوی د جنورۍ له 31مې په اسلام اباد کې دی، خو وایي تر اوسه له پاکستاني چارواکو سره پر دې خبره نه دی جوړ شوی چې دا هېواد د بهرنیو پورونو د پرې کولو له ذمه وارۍ د بچ کېدو لپاره څومره پیسو ته اړتیا لري.

د پاکستان حکومت په داسې حال کې د ايي ایم ایف د ځنډ ښکار پور دبيا پرځاې کولو هڅې چټک کړي چې هېواد د سخت سياسي اړي ګړي او بد اقتصادي صورتحال سره مخامخ دی.

د امریکې د میشینګن پوهنتون استاد پروفیسر جان سیورسېري وایي "پاکستان د اقتصادي سقوط پر څنډه ولاړ دی"

له وي او ای سره په خبرو کې هغه وویل"که همداسې بحران و حکومت به زر له نورې ډېرې زیاتې بدامنۍ سره مخ شي او کورنۍ ټولنیزې شخړې به زیاتې شي"

نړیواله مالياتي اداره د پاکستان څخه غوښتنه کوي چې د تېلو، ګېس او بجلۍ نرخونه زيات کړي او د انرژۍ په برخه کې ګردشي قرضې راکمې کړي.

ایي ایم ایف له حکومت څخه دا غوښتنه هم کوي چې د امريکايي ډالر د نرخ ټاکنه د پرانستي مارکيټ خوښې ته پرېږدي.

دا وخت د ګېس او بجلۍ په څانګو کې دپاکستان ګردشي قرضې نزدې 4.1 ټرلينه روپو ته رسېدلې دي.

د اقتصادي چارو کارپوهه ډاکټر اشفاق حسن خان ډيوه سره خبرو کې وايي ګمان نه کوي چې د ايي ایم ایف پروګرام د بحالۍ سره به د پاکستان اقتصاد ثبات ومومي او وايي دې سره په ګراني سېوا کېږي.

ښاغلي اشفاق حسن خان وايي پاکستان له به د بجلۍ، ګېس، کروندې، صنعت او ټېکس په څانګو کې پراخه اصلاحات کول اؤ خپل غیر ضروري لګښتونه کمول وي .

نوموړی زياتوي چې ددې ترڅنګ به د این ایف سي د کال 2010 اېوارډ ته هم بيا کتنه پکار وي ولې چې ددغه اېوارډ لاندې د ټولو محصولاتو 60 فيصدي برخه صوبو او 40 فيصدي برخه مرکز ته ځي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG