لاس رسیدونکی لینک

 
د بشري حقونو د څار اداره وایي نور هېوادونه دې هم د سویډن او ډنمارک غوندې افغانو ښځو ته پناه ورکړي
تازه خبر

د بشري حقونو د څار اداره وایي نور هېوادونه دې هم د سویډن او ډنمارک غوندې افغانو ښځو ته پناه ورکړي


واشنګټن ـــــ سویډن او ډنمارک وایي ټولو هغو افغانو ښځو او د هغوی لوڼو ته به پناه ورکوي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په بد حالت کې ژوند کوي. د بشري حقونو د څار سازمان یې هرکلی کړی او وایي نور هېوادونه هم باید داسې ګام واخلي.

د بشري حقونو د څار ادارې د فرورۍ پر نهمه په یوه اعلامیه کې ویلي دي، چې سویډن او ډنمارک دا اقدام چې په افغانو ښځو او نجونو ته د کډوالو په توګه پناه ورکوي، باید د نورو هغو هېوادونو لپاره هم مثال وي چې کډوالو ته ځای ورکوي.

دغې ادارې د ډنمارک د مهاجرت بورډ حواله ورکړې چې وایي څه موده مخکې یې پرېکړه کړې ده چې ټولو افغانو ښځو او نجونو ته به د "جنسیت په بنیاد" پناه ورکوي. وايي دغه بورډ ویلي دي:

"په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره د خراب حالت په بنیاد یې دا پرېکړه کړې ده".

ایچ آر ډبلیو وایي د ډنمارک غوندې سویډن هم په تېره دسمبر میاشت کې اعلان کړی وو چې د افغانستان ټولو ښځو او نجونو ته به د کډوالۍ حیثیت او د درې کلنې استوګنې اجازه ورکړل شي.

د ډنمارک د نوې منل شوې پالیسۍ به هغو ښځو او د هغوی لوڼو ته هم د پناه غوښتو موقع برابره شي چې له دې پرته له زیان سره مخ حالت کې پاته کېدای شي. په اعلامیه کې راغلي:

"د ډنمارک د کډوالو د اپیل بورډ به د افغانستان د ښځو او نجونو هغه ټول 10 درخواستونه بیا له سره پرانیزي چې د 2021م کال د اګست له 16مې راهیسې رد شوي دي".

د بشري حقونو څار وايي‌ په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې ښځې او نجونې له بد حالت سره مخ دي او د زیاتو بندیزونو له کبله یې ولسي ژوند په ټپه درېدلی دی.

دې ادارې له نورو هېوادونو هم غوښتي دي چې له بد حالت سره مخامخ افغانو ښځو او نجونو ته پناه ورکړي، خو دا لا معلومه نه ده چې د افغانستان پناه غوښتونکې ښځې او نجونې به څنګه او له کومې لارې ځانونه ډنمارک او سویډن ته رسوي.

سویډن او ډنمارک د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې سفارتونه او سیاسي څانګې هم نه لري.

دا مهال په افغانستان کې د بشري حقونو، مدني ټولنو،‌ رسنیو او نورو برخو یو شمېر ښځینه کارکوونکې ایسارې دي او غواړي له افغانستانه ووځي، خو د طالبانو حکومت د پاسپورټونو وېشل بند کړي دي.

د رپوټونو له مخې له افغانستانه چې کوم خلک د بېلابېلو ستونځو له کبله وتل غواړي لومړی باید پاکستان، ایران او یا کوم بل درېیم هېواد ته لاړ شي‌ او بیا په بل هېواد کې د پناه غوښتنه وکړي.

طالبانو چې د 2021م کال په اګست کې بیا پر افغانستان واکمن شوي د ښځو پر کار، تعلیم، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز فعالیت یې کلک بندیزونه لګولي دي، چې د افغانانو په ګډون له شدید نړیوال مخالفت سره مخ شوي دي.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستانه څه باندې یو لک افغانان له هېواده ایستل شوي دي چې اکثره پکې د مخکیني حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونو غړي، چارواکي، خبریالان، مدني او سیاسي فعالان او د بهرنیو ځواکونو همکاران او ژباړونکي شامل وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG