واشنګټن - د هند په مهاراشټرا ايالت کې د خبريال مرګ شکونه راپورته کړي چې هغه په يوه کليواله سيمه کې د تېلو پاکولو د يوې غټې کمپنۍ لګولو ته د ځايي خلکو د مخالفت په اړه ليکل کړي وو او امکان دی د خبريال په ګاډي وهل حادثه نه بلکې انتقام وي او خبريالانو ته خبرداری وي.
ششي کانت واريشي تېره ورځ مړ شوی، خبريالانو د پېښې د پلټونو کولو غوښتنه کړې ده.
واریشي د مرګ نه يوه ورځ وړاندې د جايداد يو کاروباري تن په ګاډي وهلی وو چې د هغه په اړه مړ شوي حبريال د مرهټۍ ژبې په ورځپاڼه مهان ناګري ټايمز کې ليکل کړي وو. پېښه په رتناګېري ضلع کې شوې ده.
ياد خبريال د جايداد کاروباري پندهارينات امبرکر په حقله ليکلي وو چې په رتناګېري سيمه کې په غير قانوني توګه د مزکو نيول کوي او چرته چې د ريفاینرۍ د لګولو تابيا کيږي هلته يې د کارخانې مخالفت کوونکو خلکو ته دړکې هم ورکړي دي.
واريشي په خپل خبر کې پوښتنه کړې وه څه وجه ده چې د تېلو د کارخانې د جوړولو ملاتړ کوونکی امبرکر خپل تصويرونه د وزير اعظم نرېندرا مودي او مهاراشټرا د لوړ پوړو سياسي مشرانو سره په پوسټرونو کې چاپ کوي؟
د پوليس چارواکي وايي امبرکر نيول شوی او د قتل مقدمه پرې جوړه شوې ده او د ضلعې د پوليس مشر دهنانجی کولکرني خبريالانو ته ويلي:
“د راټول کړل شوو شواهدو نه داسې ښکاري چې امبرکر د قتل په اراده دا کار کړی”.
د ممبۍ د مراهټي جرنالېسټس ايسوسي ايشن صدر نرېندرا وابل وي او ای ته وويل “په رڼا ورځ دې وژنې او بيا په هغه ورځ چې ارټيکل يې د هغه چا خلاف ليکلی وو چې دغه ګاډی يې چلولو. خبريال يې پرې وچقولو دا ډېره بوږنوونکې پېښه ده”.
په تېرو څو مياشتو کې اته څلوېښت کلن واريشي پرله پسې ليکنې کړې وې او د تېلو کمپنۍ لګولو ته يې د کليوالو مخالفت راڅرګند کړی وو. دا منصوبه د څو کالو راهسې ځنډېدلې ده خو اوس د ايالت حکومت ويلي دې ته بيا کتنه کوي.
ځينې کليوال انديښمن دي چې د کارخانې خيچنوالی به ځايي ماهيانو ته خطر جوړ شي او بل به د امونو په شنو باغونو بدې اغېزې وکړي. ياده سيمه د خوږو امونو د پاره مشهوره ده.
ځايي خلک په دې هم وېرېږي چې مزکې به ترې ونيول شي او هسې هم په هند کې خلک غټو منصوبو ته د خپلو مزکو ورکولو نه ډډه کوي.
د مهاناګري ټايمز ايډيټر سادشيو کېرکار وي او ای ته وويل، چې واريشي تل د خلکو اواز وو او د هغوی مسلې يې راپورته کولې:
“هغه د خپل کار په وجه ډېر احترام موندلی وو او دا يې کله په خيال کې نه راتلل چې هغه به د دې په سر په نخښه کيږي. د دې مطلب دا دی چې هغه ټولو ته خبرداری ورکړل شي څوک چې د دې منصوبې مخالفت کوي”.
د ممبۍ پريس کلب په يو بيان کې دې ته په ډاګه په ظلم وژنه وويل او د اظهار د ازادۍ د ختمولو هڅه يې وبلله. په بيان کې د بیړني عدالتي انصاف ورکولو غوښتنه شوې ده.
کميټي ټو پروټېکټ جرنلېسټس او يو شمېر هندي تنظيونو د پېښې د کره پلټنو غوښتنه کړې.