لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکا هوايي ځواک يو بل الوتونکی مشين په الاسکا ايالت کې راغورځولی


واشنګټن- د امريکا چارواکي وايي د يو ايس 22 جنګي الوتکې د جمعې په ورځ يو ناپېژندل شوی الوتونکی اوبجېکټ يا مشين چې د الاسکا د پاسه په الوت و راغورځولی.

دا د چين د بيلون يا پوقڼۍ د راغورځولو نه يوه اوونۍ پس بله پېښه ده چې د امريکا په فضا کې شوې ده.

د پينټګان وياند بريګيډير جنرل پيټرېک رايډر وايي سايډ وېنډر ميزايل دا مشين ويشتلی چې د يو موټر هومره وجود يې لرلو.

د وايټ هاوس وياند جان کېربي وويل مونږ ته معلومه نه ده چې دا د چا دی او دا هم نه ده معلومه چې دې الوتونکي مشين سفر د کوم ځای نه شروع کړو.

وايټ هاوس وايي صدر بايډن د مشين د راغورزولو امر کړی و. په څلورمه فيبرورۍ يو بل يو ايس 22 جهاز يو بيلون يا پوقڼۍ په هوا کې ويشتلې وه چې امريکايي چارواکي وايي چين د څار کولو په غرض الوزولې وه چې نزدې يوه اوونۍ په امريکا او د کنېډا په لږه برخه الوتله.

چين ويلي دغه پوقڼۍ د موسم د معلومولو او تحقيق د پاره پرېښودې شوې وه خو هواګانو ورله رخ بدل کړی و.

ځينې قانون سازانو د بايډن په حکومت نيوکې کړي چې ولې يې د چين بيلون زر تر زره ويشتلی نه دی. د امريکا د پوځ په مشوره پوقڼۍ ويشتلو ته ځکه انتطار شوی و چې يو وار دا د سمندر حدود ته ورسي نو بيا دې راوغورزولی شي چې د ټکړو نه يې چاته څه زيان ونه رسي.

پينټاګان او وايټ هاوس د تازه ويشتل شوي مشين په حقله نور تفصيل نه دی ورکړی خو ويلي يې دي دا د چين د پوقڼۍ په نسبت ډېر وړوکی و.

دې بې پايلټه الوتونکی مشين په 40,000 فټ اوچتوالي الوت کولو چې ايف 35 جنګي الوتکې په نخښه کړو.

چارواکي وايي د مشين ټکړې د امريکا د الاسکا په کنګل سمندر کې غورزېدلي چې د چين د پوقڼۍ په نسبت به په اسانه تر لاسه شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG