لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیویارک کې یو ډرائیور "په قصدي توګه" خلک د ټرک لاندې کړي دي


نیویارک کې د یو-هال یو ټرک چې ویل کیږي په قصدي توګه په خلکو باندې چلول شوی، او ډرائیور یې اوس د پولیسو په حراست کې دی
نیویارک کې د یو-هال یو ټرک چې ویل کیږي په قصدي توګه په خلکو باندې چلول شوی، او ډرائیور یې اوس د پولیسو په حراست کې دی

واشنګټن - د امریکا د نیویارک ښار پولیس وایي چې د ګل/دوشنبې په ورځ یو سړي په بروکلېن سیمه کې د یو-هال یو وړوکی ټرک په قصدي توګه په فټ پاتهـ باندې چلولی، څو تنه یې لاندې کړي، او په آخره کې پولیسو نیولی دی.

یو-هال یوه انتقالاتي کمپنۍ ده چې خلک ورنه د کډې کولو او سامان انتقالولو دپاره ټرکونه په کرایه اخلي او پخپله یې چلوي.

د نیویارک د پولیسو یو افسر ایسوشیټډپرس خبري ادارې ته ویلي چې په دې پېښه کې لږ تر لږه اته (۸) کسان ژوبل شوي او د دوو زخمیانو حالت ډېر نازک بلل شوی دی.

د پېښې نه پس، پولیسو د بروکلېن سیمې په بېرېج محله کې د یاد ټرک شا ونیوله، او پنځه کلومټره لېرې، مخکې له دې چې ټرک د منهاټن سرنګ/ټنل ته ننوځي، پولیسو وکړی شول هغه ودروي او چلوونکی یې ګرفتاره کړي.

د نیویارک ښار یو کونسل ممبر، جسټن برانن په ټوېټر ولیکل: "اوس وخت کې مونږ هېڅ نه پوهیږو چې د دې سبب څه و، مګر دا کومه حادثه نه وه."

جسټن برانن یو ځایي ټي وي چېنل سره په مرکه کې زیاته کړې ده، د پېښې په موقع چې کله پولیس ټرک ته نږدې شول او غوښتل یې ډرائیور راکښته کړي، نو هغه وخت کې ډرائیور داسې څه وویل چې "زه غواړم مړ شم"، او بیا یې ټرک د بېرېج محلې په فټ پاتونو سیخ کړ.

مطبوعات وایي چې پولیسو بم سکواډ هم ځای ته وربللی و او ټرک یې په دې ولټوو چې په کې کوم چاودېدونکي مواد یا بم نه وي، خو هېڅ داسې د شک وسایل په کې پیدا نشول.

د ګل/دوشنبې ورځې تر مازدیګره پورې، پولیسو د ډرائیور نوم یا پېژندګلوي ښکاره کړې نه ده. مګر د نیویارک ټایمز اخبار د قانون د تنفیذ دوو جګپوړو چارواکو له قوله چې نوم یې خپل پټ ساتلی، ویلي چې د دې پېښې ډرائیور، وېنګ سور نومیږي.

اېن بي سي چېنل ویلي چې هغه ۶۲ کلن سړی دی. روئټرز خبري ادارې په آزاده توګه ددې معلوماتو تصدیق ندی کړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG