لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: د قامي اسمبلۍ غړی او پي ټي اېم مخکښ علي وزير د جېل نه خوشی شو


د جنوبي وزيرستان نه د قامي اسبملۍ غړی او پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مخکښ علي وزير د جېل نه خوشی شو، نوموړی د کال 2020 په 16 دسمبر په پېښور کې پوليسو نيولی او بيا کراچۍ ته منتقل کړی شوی او د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي وو.

د علي وزیر وکیل قادر خان اېډوکېټ وايي، "علي وزیر د جېل نه ازاد شو، د سيند صوبې په مقدمو کې د هغه د وړاندې نه ضمانتونه شوي او په خېبرپښتونخوا کې د ضمانتونو وروسته نن خوشی شو".

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل،"په کراچۍ کې د علي وزیر پرضد درې مقدمې په عدالتونو کې روانې دي د هغو اورېدنو له به راځي".

د پښتون ژغورنې غورځنګ د کراچۍ مشر نور الله ترين وايي، "علي وزير په زوره بې ګناه په جېل کې ساتل کېدو".

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل "علي وزیر چې په کومو مقدمو کې بندي وو په دغو مقدمو کې د پي ټي اېم نور غړي هم نیول شوي او بندي وو هغو ته وړاندې ضمانت ورکړی شوی وو، خو علي ته ضمانت نه ورکول کېدو خو اخر چې ټول ضمانتونه یې وشو او ازاد شو".

د علي وزیر په وروستۍ مقدمه کې ضمانت په [30 جنورۍ] د ډیره اسماعیل خان څلورم نمبر سول جج منظور کړی وو.

له دغې وړاندې په 27 جنورۍ د پېښورهايکورټ د چارسدې په مقدمه کې د علي وزير ضمانت منظور کړی او حکم یې کړی ووچې علي وزیر به په بله مقدمه کې نه ګرفتاريږي او په کومو کې چې یې ګرفتاري نه ده شوې په هغو کې یې ضمانت ورکړو.

په اتمه فرورۍ د خېبرپښتونخوا حکومت د سيند صوبې محکمه داخله خط استولی چې د علي وزير په ټولو مقدمو کې ضمانتونه شوي هغه دې خوشی کړی شي او نن د نهې/ سه شنبې په ورځ 14 فرورۍ د کراچۍ د مرکزي زندان څخه خوشی شو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG