واشنګټن ــــ د امریکې د بهرنیو چارو وزارت وایي طالبانو ژمنه کړې چې د القاعده په ګډون به په خپله خاوره کې بهرنۍ ترهګرې ډلې د فعالیت لپاره نه پرېږدي، وایي که طالبان د القاعده خلاف اقدام ونه کړي امریکا د دې وړتیا لري چې خپله دا کار وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس د شورو- چارشنبې په ورځ خبري غونډې ته په وینا کې وویل، طالبانو په شخصي او ولسي کچه ژمنې کړې دي چې د افغانستان خاوره به هغو کسانو ته د کارولو لپاره نه پرېږدي چې د امریکې په ضد دسیسې جوړوي.
نیډ پرایس وایي د القاعده مخکیني مشر ایمن الظواهري ته په کابل کې خوندي پناه ځای ورکړل شوی وو او د تېر کال په جولای کې نړۍ ولیدل چې امریکې په ډرون برید کې و واژه.
پرایس د ولسمشر جوبایډن له خولې وویل امریکا به چاته د داسې ګواښونو او خطرونو د را پورته کېدو اجازه ور نه کړي چې امریکې، د امریکې د ملګرو او متحدینو ته په چېلنج بدل شي، وایي که داسې څه کېږي نو د دا ډول ګواښونو د مخنیوي لپاره به په کلکه عمل وکړي:
"که طالبان [د القاعده د ځپلو لپاره] د خپلو کړو ژمنو د پوره کولو توان ونه لري یا نه غواړي چې پوره یې کړي نو موږ تیار یو او د دې توان لرو چې پخپله یې خلاف ګامونه واخلو".
طالبانو لا تر اوسه د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند دې تازه څرګندونو ته څه جواب نه دی ویلی او نه یې هم په کابل کې د ایمن الظواهري وژل تایید کړي دي، خو په افغانستان کې یې د خپلې واکمنۍ په مهال د القاعده د غړو شته والی رد کړی دی.
په افغانستان کې د القاعده شبکې د غړو د شته والي او فعالیت په اړه اندېښنې هغه وخت زیاتې شوې چې امریکې تېر کال په کابل کې په ډرون برید کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري د وژنې خبر ورکړ، خو طالبانو- که څه هم دا برید منلی- خو د ظواهري وژنه یې په دې برید کې نه ده تایید کړې.
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس وایي، د امریکا ارزونه د ملګرو ملتونو له اندازې سره برابره ده چې وایي سیف العدل د القاعده شبکې نوی مشر ټاکل شوی او دا مهال په ایران کې دی.
نیډ پرایس یو ځل بیا پر ایران کلکې نیوکې وکړې او تور یې پورې کړ چې امریکې مخکې هم د ترهګرو ډلو د ملاتړ په تور د ایران خلاف ګامونه اخیستي خو وایي دا نوې اشاره ده چې د القاعده نوي ممکنه مشر ته یې پناه ورکړې ده:
"کله چې هلته د هغه [سیف العدل] د موجودیت خبره راځي، القاعده ته د خوندي پناه ځای ورکول د ترهګرۍ لپاره د ایران د پراخ ملاتړ، په منځني ختیځ او له هغه بهر د ناارامۍ جوړوونکو فعالیتونو یو بل مثال دی".
ایران تر اوسه په رسمي توګه د ملګرو ملتونو او د امریکې د بهرنیو چارو وزارت دغو دعوو ته څه جواب نه دی ویلی چې ګواکې د القاعده نوی مشر سیف العدل په ایران کې دی او نه هم القاعده ډلې هغه د خپل نوي مشر په توګه اعلان کړی دی.
ملګرو ملتونو پخپل یو تازه رپوټ کې ویلي وو، داسې ښکاري چې په کابل کې د امریکې په ډرون برید کې د القاعده ډلې د مخیکني مشر ایمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته د دې ترهګرې ډلې مشري په خاموشۍ سره په ایران کې د هغه ځایناستي سیف العدل ته سپارل شوې ده.
د ملګرو ملتونو په یو نوي رپوټ کې چې د دې ادارې د یو غړي هیواد د استخباراتو په بنیاد جوړ شوی او د فرورۍ پر 13مه خپور شوی، ویل شوي وو چې 62 کلن سیف العدل اوس د القاعدې مشري او د اوس لپاره دې ډلې ته د دوام ورکولو استازیتوب کوي.
سیف العدل د القاعده ډلې د پخواني مشر اسامه بن لادن د امنیت چارې سمبالولې او د هغو الوتکو تښتوونکو په روزنه کې یې هم لاس درلود چې د 2001م کال د ستمبر پر 11مه یې د امریکې پر نړیوال تجارتي مرکز او پېنټاګان ترهګریز بریدونه کړي وو. امریکې د هغه پر سر 10 میلینه ډالر اعلان کړي وو.