لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوکراین چارواکي وایي روس نن بیا په لسګونو میزایل ور ویشتلي دي


واشنګټن ــــ په اوکراین کې له څه کم یو کال راهیسې د روانې جګړې په ترڅ کې روسي ځواکونو نن بیا پر دې هېواد د لسګونو میزایلو برید کړی او په بېلابېلو سیمو کې یې خپل هدفونه په نخښه کړي چې لږ تر لږه یو کس پکې وژل شوی دی.

د اوکراین چارواکو د پنجشنې- زیارت په ورځ رسنیو ته ویلي چې د اوکراین هوايي دفاعي ځواکونو د روس له 36 میزایلو څخه چې ور ویشتلي یې وو 16 یې دوی را غورځولي دي.

د روس پوځ دا هوايي بریدونه په داسې وخت کړي چې ناروې د اوکراین لپاره د اووه اربه ډالرو په ارزښت د پینځه کلنې مرستې د پېکیج منظوري ورکړې ده.

د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي وایي د ناروې دا اقدام ناروې او اوکراین پیاوړي کوي او روس به د ټولو هغو کسانو په یووالي باندې قابو تر لاسه نه کړي چې ازادي یې خوښه ده. زلنسکي د وېډیو لینک له لارې د ناروې پارلمان ته وویل:

"اوس تاسې یو داسې هیواد ته د اوږدې مودې د مالي ملاتړ لپاره ډېر ښه مثال وړاندې کوئ چې د خپلې ازادۍ او له نړیوالو اصولو سره سم د هر ملت د ژوند تېرولو د حق دفاع کوي".

د اوکراین چارواکو خبرداری ورکړی دی چې کېدای شي روس په اوکراین باندې د خپل یرغل د کلیزې په را نیژدې کېدو سره د یو نوي طرز برید پیل کړي.

صدر زلنسکي د چارشنبې- شورو په شپه پخپله وینا کې وویل دی ډاډه دی چې د اوکراین ځواکونو به د "حملو د بیا پیلولو" لپاره د روس هڅې ناکامه کړي.

د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ یوه ځانګړې غونډه کې به راتلونکې اوونۍ د یو قرارداد مسودې ته رایه ورکول کېږي چې په اوکراین کې د دښمنۍ د پای ته رسولو او د داسې امن غوښتنه کوي چې د اوکراین د خودمختارۍ، ازادۍ، یووالي او مځکنۍ بشپړتیا ډاډ ورکړي.

تمه کیږي چې جنرل اسمبلۍ به دغه قرارداد منظور کړي ځکه چې دا د فرورۍ په 23مه په اوکراین باندې د روس د یرغل د کال تر پوره کېدو یوه ورځ مخکې کېږي.

د دې قرارداد په مسوده کې پر ملګرو ملتونو او غړو هیوادونو ږغ شوی چې د روس او اوکراین تر منځ سولې ته د رسېدو لپاره د سفارتي هڅو ملاتړ وکړي.

ملګرو ملتونو په دې قرارداد کې له روسه هم په ټینګار سره غوښتي چې د اوکراین پر ملکي ودانیو بریدونه ودروي او سمدستي له اوکراین څخه خپل ټول پوځي ځواکونه وباسي.

د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ تر دې مخکې هم ځینې قراردادونه منظور کړي دي چې پکې د اوکراین د ازادۍ او مځکنۍ بشپړتیا ملاتړ شوی او د روس په پوځي یرغل باندې پکې نیوکې شوې دي.

د امریکې د دفاع وزیر لویډ اسټن د چارشنبې- شورو په ورځ د روسي ځواکونو خلاف په جګړې کې د اوکراین پیل کوونکي جنګي امکانات په ښه توګه انځور کړل. ښاغلي اسټن په بروکسل کې د نېټو د دفاع وزیرانو تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل:

"زه فکر کوم دوی به د جګړې په ډګر کې د پام وړ بدلون او نويو شروعاتو لپاره ښه موقع ولري".

اسټن وویل څنګه چې د نېټو هیوادونه اوکراین ته وسله لېږي، د امریکې په مشرۍ پوځي اتحاد د دې نوې وسلې د کارولو لپاره پوځیانو ته د روزنې ورکولو اراده لري.

یادونه:- د رپوټ ځینې مواد له اسوسیېټیډ پریس، اې ایف پي او رویټرز څخه اخیستل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG