لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر علوي د انتخاباتو په نېټه د مشورې لپاره د الیکشن کمیشن مشر ته د بیړنۍ لیدنې بلنه ورکړې ده


د پاکستان صدر ډاکټر عارف علوي هیواد کې دانتخاباتو په اړه دمشورې لپاره دالیکشن کمیشن مشر ته په 20 فرورۍ دبېړنۍ لیدنې بلنه ورکړې ده خو الیکشن کمیشن لا نه ده واضحه کړې چې د کمیشن مشر به د صدر سره وویني که نه.

د پاکستان سپریم کورټ هم ویلي په 90 ورځو کې دننه ټاکنې کول د الیکشن کمیشن اییني ذمه واري ده خو د الیکشن کمیشن مشر عدالت ته ویلي چې حکومت له پنګو، عدالت دخپلو مامورینو اؤ پوځ له ځواکونو ورکولو انکاري دی نو په داسې حالاتو کې الیکشن کمیشن ټاکنې څنګه کولی شي؟

د جمعې په ورځ د ایوان صدر نه د خپرې شوې اعلامیې له مخې د پاکستان صدر عارف علوي دسیکشن57 په اساس الیکشن کمشنر ته یو لیک استولی اؤ په هغې کې یې د انتخاباتو په اړه د بېړنۍ لیدنې بلنه ورکړې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دهیواد صدر به دسیکشن 57 په اساس دعامو انتخاباتو دنیټې یا نیټو اعلان دکمیشن سره له مشورې وروسته کوي.

په ټویټر دپاکستان دصدر دماڼۍ له لوري خپره شوې دې اعلامیه کې صدرعلوي دالیکشن کمیشن له لوري په بې حسۍ دناخوښۍ څرګندونه کړې ده.

د پاکستان صدر تر دې وړاندې په اتمه فرورۍ هم دپاکستان صدر ډاکټر عارف علوي دهیواد دټاکنو دکمیشن مشر ته لیک استولی ؤ چې باید په سمدستي توګه دخیبر پښتونخوا اؤ پنجاب اسمبلیو لپاره دټاکنو نیټه اعلان کړي.

د صدر علوي‌ په لیک کې ویل شوي وؤ که چرې الیکشن کمیشن دخپلو فرایضو په ترسره کولو کې دناکامۍ سره مخ کیږي نو بالاخره به هم دا کمیشن دایین څخه دسرغړونې ذمه وار ګرځولی شي.

د صدر د دفتر نه په خپره شوې تازه اعلامیه کې ویل شوي چې دټولټاکنو کمیشن لا دصدر علوي ددغه لیک ځواب تر دې دمه نه دی ورکړی.

پاکستان تحریک انصاف ګوند په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا اؤ پنجاب صوبو کې خپل حکومتونه ړنګ کړي اؤ هم یې دقامي اسمبلۍ نه غړو استعفاګانې ورکړي دي چې په داسې حال کې دپاکستان دایین له مخې په دریوؤ میاشتو کې دننه په صوبو کې نوې ټولټاکنې کول دالیکشن کمیشن ذمه واري ده.

الیکشن کمیشن په صوبو کې دانتخاباتو کولو لپاره دپنجاب اؤ پښتونخوا ګورنرانو نه نیټې هم غوښتي خو ددغو دواړو صوبو ګورنرانو ورته په ځوابي لیکونو کې دهیواد دننه د روان بد اقتصادي اؤ امنیتي وضعیت دلیل ورکړی اؤ سپارښتنه یې کړې ده چې داړونده اړخونو سره په مشوره باید دټاکنو پریکړه وکړی شي.

دتحریک انصاف ګوند مشران تور لګوي چې حکومت په بهانو کولو انتخاباتو نه دتېښتې لار ګوري اؤ غواړي چې په صوبو کې دنګران حکومتونو موده وغځوي خو داطلاعاتو مرکزي وزیرې مریم اورنګزیب اوړمه ورځ مطبوعاتو ته ویلی وؤ حکومت کله هم په 90 ورځو کې دانتخاباتو نه کولو په اړه څه نه دي ویلي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG