لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلوچستان کې د پوليو روان کمپېن د افغان کډوالو په کېمپونو کې تر سره کېږي


کوټه/ واشنګټن ـــــ د بلوچستان په نهو ضلعو کې د پوليو کمپېن روان دی چې یواځې د افغان کډوالو په کېمپونو کې تر سره کېږي. په دې کمپېن کې به شاوخوا يو لک شپېته زره ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو ضد څاڅکي ورکول کېږي.

په لورالای یا بوري سيمه کې له کټوۍ کېمپ سره سره په ژېړکارېز او غزګۍ کېمپونو کې هم دغه کمپېن روان دی، چې ماشومانو ته څاڅکي ورکړي. په دغو کېمپونو کې لا هم په زرګونو افغان کډوال ژوند کوي.

په دې کمپېن کې د پولیو کارکوونکو د امنیت لپاره په ټوله صوبه کې پولیس او ملېشه عسکر ګومارل شوي دي.

حکمت الله له تېرو پینځو کلونو د بوري په کټوۍ کېمپ کې د پوليو کارکوونکو د مسوول په توګه کار کوي، دی وايي، په لاهور کې له چاپيرياله په اخيستل شوو ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس د دې سبب شو چې په ټولو افغان کېمپونو کې کمپېن ترسره شي:

"دا اوسنی کمپېن د ايمرجنسي په توګه ترسره کېږي، ځکه چې له چاپيرياله په اخيستل شوو ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس موندل شوی وو ځکه نو دا روان د پوليو ضد کمپېن د مهاجرينو په کيمپونو کې تر سره کېږي".

په کټوۍ کېمپ کې نسيم بي بي له تېرو دوو کلونو راهيسې کډوالو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکوي. هغې وي او اې ډيوه ته وویل چې تر نارينوو دلته ښځې په ښه توګه کار کولای شي، ځکه چې وایي ښځې هر کور ته ورځي او تر ماشومه ځان رسوي:

"په کېمپ کې زياتره ميندې خپل ماشومان وېکسين کوي، خو ځينې انکاري وي او نه غواړي ماشومانو ته يې د پولیو ضد څاڅکي ورکول شي. دوی هغه ميندې اماده کوي، چې پوليو خطرناکه ناروغي ده، بيا د هغو ماشومانو ته څاڅکي ورکوي".

د افغانستان د جوزجان ولایت د شبرغان یو سپين ږيری افغان کډوال امير محمد وایي د ژوند څلور لسيزې يې په مهاجرت کې تېرې کړې دي، وایي له دې سره سره چې د خپلې کورنۍ ماشومان وېکسين کړي، په کيمپ کې له پوليو کارکوونکو سره مرسته هم کوي چې د کېمپ تر هر کور او هر ماشومه د پوليو څاڅکي ورسېږي:

"پاکستان څلورلسيزې د روغتيا په برخه کې زموږ خدمت کړی دی. زه هر چاته وايم چې خپلو ماشومانو ته څاڅکي ورکړي".

د بلوچستان د روغتیا چارواکي وایي د 2021م کال د جنورۍ له میاشتې راهيسې په صوبه کې د پوليو کومه پېښه نه ده رپوټ شوې، خو وایي د هېواد د نورو صوبو او د افغانستان په ځینو سیمو کې د پوليو وايرس لا شته چې له کبله یې د بلوچستان ماشومان لا هم د ګوزڼ له خطر سره مخ دي.

پوليو وايرس چې اوس له نړۍ ختم شوی، يواځې په پاکستان او ګاونډي افغانستان کې دغه وايرس اوس هم شته. د دواړو هيوادونو حکومتونه غواړي چې وايرس په بشپړه توګه له سيمې ختم کړي او ماشومان د پوليو يا ګوزڼ له خطرناکې ناروغۍ خوندي شي.

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG