لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ایس ایل شپرمه سیالۍ کې کویټه ګلیډيېټرز کراچي کنګز ته په شپږو منډو ماتې ورکړې ده


د پاکستان سپر لیګ کرکټ د اتم پړاؤ دسیالیو په شپږمه لوبه کې کویټه ګلیډي ایټرز لوبډلې کراچي کنګز ته په شپږو منډو ماتې ورکړې ده.

د خالي- شنبې په ورځ د کراچۍ په نېشنل سټیدیم کې ترسره شوې دغه سیالۍ کې په ټاکلو 20 اوورونو کې د کویټه ګلیډي ایټرز لوبډلې 169 منډې جوړې کړې چې ددغه هدف ترسره کولو په هڅه کې دکراچي کنګز لوبډله د پینځوؤ لوبغاړو په تاوان د162 منډو په جوړولو وتوانېده اؤ سیالي یې په شپږو منډو وبایلله.

داتم پړاؤ په سیالیو کې دا دکراچي کنګز لوبډلې پرله پسې دریمه ماتې ده.

دکراچي کنګر شعیب ملک 71 اؤ عرفان خان نیازي پرته له سوځېدو 37 منډې جوړې کړې.

همدا شان جیمز ونس د22،میتهیو ویډ د15 اؤ کپتان عماد وسیم د 5 منډو په جوړولو بریالي شول.

دکویټه ګلیډي ایټرز محمد حسنین دوه ،نسیم شاه،محمد نواز اؤ قیس احمد یو،یو لوبغاړی وسوځول.

په دې سیالۍ کې د کویټه ګلیډي ایټرز مارټن ګپټل په 67 بالونو دپینځو شپږیزو اؤ 12 څلوریزو په مرسته ترټولو زیاتې 117 منډې جوړې کړې دي.

همدا شان افتخار احمد 32،کپتان سرفراز احمد5،عمر اکمل 4 اؤ محمد نواز 3 منډې جوړې کړې.

چیسن روی اؤ عبدالوحد بنګلزئ دیوې منډې په جوړولو هم ونه توانېدل.

د کراچي کنګز له لوري کپتان عماد وسیم اؤ عامر یامین درې،درې اؤ محمد عامر یو لوبغاړی وسوځولو.

Recommended

XS
SM
MD
LG