لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن او پوتین به د اوکراین د شخړې په اړه ویناوې وکړي


واشنګټن – د نړۍ د دواړو لویو مشرانو بایډن او پوتین د نهې یا سې شنبې د ورځې ویناوې به په اوکراین د روس په یرغل باندې څرخي د کوم چې یو کال پوره کېدو ته یواځې څو ورځې پاتې دي.

د روس ولسمشر ویلادیمیر پوتین به د خپل هېواد پارلمان ته وینا کوي او د امریکا ولسمشر جو بایډن به د اوکراین د ګاونډي پولېنډ له پلازمېنې وارسا څخه په خپله وینا کې له اوکراین سره د خپلو تل پاتو مرستو یادونه وکړي.

بایډن تېره ورځ په یوه ناڅاپي سفر د اوکراین له سرښار کیېف څخه هم لیدنه کړې.

سپینې ماڼۍ ویلي، بایډن به هڅه وکړي چې د اوکراین له خلکو سره د نړیوالو مرستې تیزې او د اوکراین تر شا په درېدو کې په خپلو ژمنو باندې ودرېږي تر هر څومره وخته چې ورته اړتیا وي.

بایډن د ګل یا دوشنبې په ورځ د اوکراین له ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي سره په یوې ګډې خبري غونډه کې وویل، "یو کال وروسته هم،‌ کېف ولاړ دی او اوکراین ولاړ دی."

بایډن زیاته کړه، "امریکایان له تاسو سره ولاړ دي او نړۍ له تاسو سره ولاړه ده."

بایډن له اوکراین سره د ۵۰۰ میلیونو ډالرو نوره مرسته اعلان کړه او وویل،‌ چې په دې اونۍ کې به د روس پر ضد نور بندیزونه هم ولګېږي.

اوکراین ته د بایډن سفر په پټه توګه ترسره شوی داسې چې له امریکا څخه په جرمني کې د امریکا یوې پوځي‌ اډې ته تللی،‌ بیا یې پولېنډ ته پرواز کړی او له هغې ځایه په لسو ساعتونو کې په اورګاډي کې کیېف ته تللی.

بایډن په کیېف کې پنځه ساعته تیر کړي چې ددغه وخت یوه برخه یې د امریکا په سفارت کې له امریکايي چارواکو سره په لیدنه کې هم لګولې.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سېلیوان وویل، چې امریکا روس ته د بایډن د پلان شوي سفر په اړه له مخکې خبرداری ورکړی وو چې د دواړو اټومي هېوادونو ترمنځ د کوم غیر قصدي مرګونې پېښې مخه ونیسي.

جنګي سیمو ته د تېرو دا ډول سفرونو پر خلاف،‌ امریکا د اوکراین فضا نه کنټرولوي خو د امریکا جنګي الوتکو د بایډن سفر د پولېنډ له اسمان څخه کنټرولوه.

سلیوان کیېف ته د بایدڼ سفر تاریخي و باله او وویل،‌ دا په اوسني وخت کې ساری نه لري چې د امریکا ولسشمر دې په جګړه کې د ښکېل هېواد سرښار ته په داسې وخت کې ولاړ شي چې امریکا د هغه ځای د بنیادي‌ ودانیو کنټرول هم نه لري.‌

سلیوان وویل، که څه هم زیاتې لوجیستیکي مسلې وې، خو ولسمشر بایډن ویل چې دا په دې ارزښتناک وخت کې مهم دي.

همدارنګه ټاکل شوې ده چې بایډن به د ناټو له مشر ینز سټالټنبرګ او نورو مشرانو سره د شورو یا چهارشنبې په ورځ مخکې له دې چې واشنګټن ته سفر پیل کړي هم وویني.

بل پلو د چین د بهرنیو چارو وزیر کېن ګېن د نهې یا سې شنبې په ورځ د اوکراین د شخړې په اړه ژوره اندېښنه ښودلې چې د هغه په وینا له کنټرول څخه د وتلو په حال کې ده.‌

کېن وویل،‌ "مونږ له ځانګړو هېوادونو څخه غواړي چې ژر تر ژره دې دغه اور ته د تیلو پاشل ودروي."

دغه تبصره یوه ورځ وروسته له هاغې وشوه چې امریکا او اروپايي‌ اتحاد د ګل یا دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که چین د اوکراین په جګړه کې له روسي ځواکونو سره جنګي مرسته وکړي نو له نا څرګندو پایلو سره به مخ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکن خبریالانو ته وویل،‌ چې د امریکا او چین اړیکو ته به ريښتیني پایلې ولري او ده نیغ په نېغه د امریکا اندېښنې د چین د بهرني سیاست له لوړ پوړي چارواکي وانګ یې سره شریکې کړې دي.

د اروپايي‌ ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزېف بورېل په برسلز کې خبریالانو ته وویل،‌ چې ده هم په دې اړه له وانګ یې سره خبرې کړي او له هغه یې غوښتي چې روس ته دې وسلې نه ورکوي.

بورېل وویل، "د چین دا ډول مرسته به زمونږ په اړیکو کې سره کرښه وي."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG