لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا اجی بنګا د ورلډ بنک د مشرۍ عهدې ته ونومولو


د ورلډ بنک مشرۍ ته نومول شوی اجی بنګا په هندوستان کې پیدا شوی او اوس د امریکا شهریت لري
د ورلډ بنک مشرۍ ته نومول شوی اجی بنګا په هندوستان کې پیدا شوی او اوس د امریکا شهریت لري

واشنګټن - د امریکې صدر جو بایډن د زیارت/یکشنبې په ورځ وویل چې ملک یې د ورلډ بنک مشرتابه عهدې دپاره د ماسټرکارډ پخوانی سي اي او، اجی بنګا ونومولو. بایډن زیاته کړه چې اجی بنګا د موسمي بدلون په شمول، د نړۍ د چلېنجونو په اړه خورا اهمه تجربه لري.

دا خبر څو ورځې پس د هغه مخې ته راغی چې د ورلډ بنک مشر ډیوېډ ملپاس اعلان وکړ چې د خپلې عهدې نه به د جون په میاشت کې لېرې شي. ملپاس پخواني صدر ډانلډ ټرمپ دغې عهدې ته نومولی و.

ورلډ بنک د ۱۸۹ ملکونو په شمول د غریبۍ د راکمولو ذمه واري لري او ډیوېډ ملپاس د ۲۰۲۴ کال تر اپرېل میاشتې پورې د دغه بنک مشرۍ ته ټاکلی شوی، مګر هغه یو کال مخکې دا عهده پرېږدي.

د امریکا د اوسني انتظامیې دپاره دا تر ټولو اهمه خبره ده چې په ورلډ بنک یا نړېوال بنک کې د موسمي بدلون اثراتو ته پام وکړی شي. اوس چې ملپاس د خپلې مودې نه کم وخت کې د ورلډ بنک د مشرتابه څوکۍ پرېږدي، بایډن انتظامیې ته دا موقع په لاس ورغلې چې په نړېوال بنک کې لوی بدلون راولي.

اجی بنګا چې په خټه سېک او د امریکا شهري دی، اوس مهال د جنرل اټلانټیک په نوم د یوې مالیاتي ادارې نایب مشر دی. هغه په تجارت کې د دېرشو کالو زیاته تجربه لري. هغه هندوستان کې پیدا شوی لومړنی کس دی چې د ورلډ بنک مشرۍ ته نومول کیږي.

د امریکا د خزانې وزیره جنېټ یلین وایي چې د اجی بنګا تجربه به هغه سره مرسته وکړي چې نړۍ کې د سختې غریبۍ د له منځه وړلو په برخه کې د ورلډ بنک اهداف سر ته ورسوي.

د ورلډ بنک یا نړېوال بنک مشر په روایتي توګه امریکا ټاکي، خو د نړېوالې مالیاتي ادارې یا آی اېم اېف مشر بیا په روايتي توګه د یورپ لخوا ټاکلی کیږي. مګر منتقدین وایي چې دا روایات باید نور ختم شي او نورو په مخ ترقۍ ملکونو ته هم ورخت ورکړی شي چې په دې دوو نړېوالو تنظیمونو کې اهم کردار ادا کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG