لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي کوريا نور ميزايل ازمېيلي دي او وايي امريکا د تاوتريخوالي ذمه واره ده


واشنګټن - شمالي کوريا ويلي د زيارت- پنجشنبې په ورځ يې څلور نوي سټريټيجېک کروز ميزايل ازمېيلي او دا لړۍ په تېزۍ روانه ده خو په دې موقع يې ويلي د پوځي تاو تريخوالي ذمه واره امريکا او د هغې پلويان دي.

د کوريا مرکزي خبرې ادارې ويلي نوي داغل شوي هواسل-۲ کروز ميزايل دوه زره کيلوميټره الوت په دوه ساعته او پنځوس مينټو کې کړی او د مخکې نه ټاکل شوی هدف يې د شمالي کوريا په سمندري حدود کې ويشتلی.

خبري ادارې ويلي “د دې مشق ښکاره مقصد دا دی چې ډيموکريټېک پيپلز ريپبلک اف کوريا خپل مدافعتي ايټمي ځواک په هر لحاذ قوي کوي چې دښمن ته د ځواب ورکولو استعداد ولري”.

په عمومي توګه جاپان او سويلي کوريا د شمالي کوريا د ميزايلو د ازميينې نه وړاندې خبرداری ورکوي خو دې ځل داسې نه وه نو پوښتنې راپورته کيږي چې دواړو هېوادونو ته د مشقونو په اړه د مخکې نه معلومات وو که څنګه.

د جمعې په ورځ د سويلي کوريا پوځ د شمالي کوريا د ميزايلو دعوه رد کړې خو دا تفصيل يې نه دی ورکړی چې په دعوه کې څه غلط دي.

د سويلي کوريا جواينټ چيفس اف سټاف په يو بيان کې ويلي “د سويلي کوريا د څار نظام چې څه معلوم کړي او د شمالي کوريا چې کومه دعوه ده په دې کې تضاد دی”.

په بيان کې ويلي شوي سويلي کوريا د امريکا په همکارۍ د معاملاتو جاج اخلي او د کروز ميزايل د ازمييلو په اړه ساينس پوهان وايي ياد ميزايل په عادي توګه ټيټ الوت کوي او د نورو هېوادونو د پاره ګرانه وي چې ويې څاري او لا يې لاندې کړي.

شمالي کوريا دعوه کوي چې د دوی کروز ميزايل د ايټمي وسلې د وړلو استعداد لري خو دا نه ده معلومه چې دې هېواد داسې واړه ايټمي وارهېډز جوړ کړي چې داسې ميزايل يې وړی شي.

دا نوي داغل شوي ميزايل د شمالي کوريا د نهم انټر کانټېنېنټل بيلېسټېک ميزايل د تجربې نه څو ورځې وروستو وازمييل شو چې تېر کال يې لړۍ پيل شوې وه.

د خپلې دفاع د نورې قوي کولو سره سره شمالي کوريا په دې غصه ده چې امريکا او د هغې سيميز ملګري خپلې پوځې هلې ځلې نورې هم غځوي.

د شمالي کوريا د بهرنيو چارو د وزارت د امريکا د چارو د څانګې ډايريکټر جنرل کون جان ګن په يو بيان کې ويلي دا پيچيده پوځي تاو تريخوالی هله ختمېدلی شي چې امريکا دې جزيرې ته نوره جديد وسله نه ورلېږي او خپل پوځي مشقونه بند کړي.

ياد چارواکي ويلي “امريکا دې په پام کې وساتي که دا د شمالي کوريا خلاف سره د کوريا د احتجاج او خبرداري بيا هم دښمنۍ او پارونکي عمليات روان ساتي نو دا به د دغې هېواد خلاف د جنګ اعلان وګڼل شي”.

د زيارت- پنجشبنې په ورځ امريکا او سويلي کوريا په پينټاګان کې د يوې ناستې په ترڅ کې اعلان وکړو چې د شمالي کوريا د حملې په صورت کې به څوک به کوم کوم کارونه په مخ وړي او دواړو هېوادونو د شمالي کوريا د ممکن ايټمي وسلو په استعمال هم بحث کړی.

په يوه شريکه اعلاميه کې ويل شوي د دې وروستو د امريکا په جارجيا ايالت کې د يو بحري پوځي مرکز دوره هم جوړه کړل شوه چرته چې د امريکا مهم ايټمي سب ميرين ځای په ځای شوي دي.

په بيان کې ويلي شوي د پينټاګان د مشق مقصد دا و چې د شمالي کوريا په تېزۍ سره د جوړونکو ايټمي وسلو په ترڅ کې سويلي کوريا ته د امريکا د پوځي ملګرتيا په اړه ډاډ ورکړل شي.

د شمالي کوريا لخوا په امريکا او لا په پلويانو ايټمي حمله د منلو وړ نه ده او دا به د دغه رجيم په ختمېدو تماميږي”.

د شورو- چارشنبې په ورځ د امريکا، سويلي کوريا او جاپان سمندري جنګي جهازونو د بيلېسټېک ميزايلو ګډ دفاعي مشقونه کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG