واشنګټن- اقتصاد پوهان وايي د چين د شکمنې جاسوسې پوقڼۍ د ويشتلو په سر د امريکا او چين تر منځ حالات اوس
اقتصادي اغېزوپلو ته روان دي ځکه چې سرمايه کاران د دواړو هېوادونو د اړيکو په اړه انديښمن دي.
د امريکا يو شمېر قانون سازان او حکومتي چارواکي په دې زور راوړي چې د چين خلاف دې سخت او تېز ګامونه واخستل
شي اوخصوصي توجه دې په اقتصادي برخه کې ورکړل شي.
د امريکا د خزانې معاون سيکرټري ويلي ايډيمو څو ورځې وړاندې چين او نورو کمپنيانو ته خبرداری ورکړی و چې کچرې دوی په روس دلګېدلي بندېزونو خلاف ورزي وکړه نو امريکا او پلويان به يې خلاف ګامونه پورته کوي.
ايډيمو وويل “په بنيادي توګه مونږ فکر کوو چې د نورو سره سره چين له هم دا کتل پکار دي چې دوی څه کول غواړي، دوی غواړي د نړۍ دنيم اقتصاد لرنکو د نظام سره لاړ شي او که غواړي خپلې اړيکې د روس سره کوټلې کړي”.
د چين د پوقڼۍ د ويشتلو يو دم وروستو امريکا د چين شپږ کاروباري ادارې په تور نوملړ کې واچولې چې د چين د پوقڼو/بيلون جوړولو دچارو سره تړلې وې او په بدل کې يې چين د امريکا په دوو دفاعي کمپنيانو بندېز ولګولو.
د پيټرسن انسټيټيوټ فار انټرنيشنل اکنامکس د اقتصادي چارو کارپوه ګيري هوفباور وايي دواړه هېوادونه غواړي چې ښې
اقتصادي اوکاروباري اړيکې ولري خو خراب شوی تعلق چيلجونه رامخ ته کوي.
هوفبارډ د وي او ای مينډرين سروس ته ويلي “د منفي سياسي تاو تريخوالي په ځای د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادي
اړيکې ډېرېمظبوطې دي. البته که تعلقات د دې نه زيات خراب شول لکه اوس دي نو سياسي قوتونه به د اقتصادي قوتونو په نسبت زيات قوي شي”.
د تاو تريخوالي زياتېدو ځينې سرمايه کاران د پیداوار په ډېرولو او په چئن کې د سرمايې لګولو په اړه په تلوسو کې اچولي. د يو ايسچاينه بزنس کونسل د يوې پلټنې تر مخه په چين کې د امريکا 200 کمپنيانې کار کوي چې نزدې 87% پکې وايي تاو تريخوالي يېکاروبار اغېزمن کړی.
ځينې کارپوهان وايي که چرې چين د اوکرين په شخړه کې ژور لاړو نو امريکا او پلويان به يې د چين سره اقتصادي همکاري ودروي.
چين د روس په اوکرين د يرغل وروستو د روس سره اقتصادي اړيکې مظبوطې کړي او د دواړو هېوادونو تر منځ تېر کال
تجارت په وړومبيځل 190 بيلين ډالرو ته رسېدلی خو دا د چين او امريکه تر منځ د کلني تجارت چې 690.6 بيلين ډالره دی په نسبت کم دی.
امريکاي چارواکي او د څېړنيزو ادارو کارپوهان وايي چين په دې غور کوي چې د اوکرين په جګړه کې روس ته وسلې او ګوله
بارود ورکړيچې د دوی په خيال دا به د نړيوال قانون او د متحده قامونو د چارټر نه سر غړونه وي.
د امريکا د کانګرس هاوس فنانشل سروس کميټي يو داسې قانون جوړوي چې په چين کې کار کونکې هغه امريکايي کمپنيانو
ته بنکونه پيسې ورنکړي چې د چين په هغه ټېکنالوجي جوړولو کې مرسته وکړي چې ياد هېواد پرې پوځي او د څار ټېکنالوجي تر لاسه
کړي.