واشنګټن - د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف وايي په نه زړه به د هېواد د اقتصادي کړکېچ ختمولو د پاره د ايي ايم ايف شرطونه مني.
شهباز شريف د جمعې په ورځ د امنيتي ادارو اعلا افسرانو ته د وېنا په وخت وويل
"مونږه له به په هر حال کې د آيي اېم ايف سره په سختو شرطونو هم پرېکړه کول وي".
نوموړي زیاته کړه د نړيوالې مالياتي ادارې يا آيي اېم ايف سره په روانه پرېکړه به نورې هم لس اته ورځې وخت لګي.
پاکستاني چارواکي د روانې مياشتې د شروع نه د ايي اېم ايف سره په خبرو کې بوخت دي چې ملک ته د قرضو لړۍ بيا په ځای کړي او چې دا لوظنامه منظوره شي نو پور ورکونکی به پاکستان د ۵.۶ ډالرو نه يو ارب ډالرې زياتې ورکړي چې په کال ۲۰۱۹م کې پرې د ايي اېم ايف او پاکستان ترمينځه پرېکړه شوې وه.
پاکستان پخپله هم د مالياتي خسارې د کمولو د پاره ځينې ګامونه پورته کړي لکه د مثال په توګه د بجلۍ او تېلو بعې يې لوړې کړي دي، په يو شمېر مدونو کې يې د وړاندې نه ورکړل شوي رعايتونه ختم کړي دي او په ټېکسونو کې يې هم اضافه کړې چې ډېرې پېسې خزانې ته راټولې کړی شي.
د ايي اېم ايف سره په روانه معامله چارواکي وايي پور ورکونکي د پاکستان سره د بجلۍ په مد کې په قرضه جوړ جاړی کوي او د سود کچه نوره زياتول غواړي چې د وړاندې نه ۱۷٪ ده.
اقتصاد پوهان وايي د آيياېم ايف د دې سختو شرطونو په منلو سره به په ملک کې اقتصادي وده نوره سړه شي او د ګرانۍ کچه چې ٪۲۷.۵۰ ته ختلې به نوره زياته شي.
د پاکستان په خزانه کې دا وخت د ۳ اربه ډالرو نه کم رقم پاتې دی چې په ګرانه به د دريو اوونيو د برامداتو اخراجات پوره کړي.
وزيراعظم شهباز شريف ويلي يو دوست هېواد د ايياېم اېف سره د پرېکړې په تمه دی چې د پاکستان سره مرستې اوکړي.
د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار په يو ټوېټ کې ليکلي چين پاکستان ته روانه هفته د ۷۰۰ ميلينه ډالرو قرضه ورکولواعلان کړی او زياته کړې يې ده چې دغه رقم د پاکستان مرکزي بينک ته رسېدلی دی.
په پاکستان کې روان سياسي کړکېچ او د دې نه وړاندې درنو سېلابونو اقتصاد ته لوي زيان رسولی.