لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مطبوعات: زده کړو نه د جینکو منعې کولو په غرض، ایران کې ګڼ شمیر جینکو ته زهر ورکړل شوي دي


نړیوالو مطبوعاتو د ایران د روغتیا د مرستیال وزیر یونس پناهي له خولې دعوه کړې ده چې ایران کې سکولونو ته د جینکو د تګ دمخنیوي په غرض ګڼ شمیر جینکو ته زهر ورکړل شوي دي.

د ایران فارس خبري شبکې، عرب نیوز، او ګڼ شمیر نورو نړیوالو مطبوعاتو په خپلو رپورټونو کې د ایران د روغتیا د مرستیال وزیر له خولې ویلي دې جینکو ته زهر ځکه ورکړل شوي دي چې څه خلک د جینکو د تعلیم مخه نیول غواړي.

رپورټونه وایي د ایران د پلازمینې تهران جنوب ته پرته سیمه قم کې تېرکال د نومبر د میاشتې نه تر اوسه جینکو ته په ساه اخستو کې د تکلیف په سوونو پېښې مخې ته راغلې دي او دغه جینکۍ بیا په روغتونونو کې بستر کړل شوې دي.

د اتوار/یکشنبې په ورځ د ایران د روغتیا مرستیال وزیر ښاغلي یونس پناهي پخلی کړی دی چې دغو جینکو ته زهر ورکړل شوي وؤ.

هغه ویلي ځینو خلکو غوښتل ټول مکتبونه په ځانګړي ډول د جینکو مکتبونه وتړي او د دغه غرض لپاره یې کیمیایي خوراکونو کې له قصده زهر ورکول.

هغه په دې اړوند نور جزییات نه دي روښانه کړي او رپورټونه وایي تر اوسه جینکو ته د زهرو ورکولو په تړاو څوک نیول شوي هم نه دي.

د فارس خبري شبکې د رپورټ تر مخه یوازې د تېرې اوونۍ په مهال هم په قم ښار کې د ساه اخستو په تکلیف اخته پینځلس نجونې په روغتون کې بستر کړل شوې دي.

د ایران په لویدیځ ښار بورو جرډ کې 82 زده کوونکي د کاربن مونو اکساییډ زهرو په شک کې روغتون کې بستر کړل شوي دي او رپورټ وایي چې دغو زده کوونکو ته د ګرځون یا الټیانو، ټوخي، ساه اخستو کې د ستونزې او د زړه د بې ترتیبه درزا علامې لیدل شوې دي.

همدا شان د تهران په ګډون د ایران څلورو ښارونو کې هم تر دولسو زیاتو سکولونو کې داسې رقم پېښې رپورټ شوې دي.

د قم ښار د زده کوونکو کورنیو د روانې میاشتې په پیل کې د ښار د ګونر د دفتر مخې ته احتجاج کړی و او شعارونه یې ورکول چې "مونږ غیر خوندي اسکولونه نه غواړو، سکولونه دې خوندي کړل شي"

دا مظاهره په داسې حال کې شوې چې تېر کال په ستمبر کې دیوې 22 کلنې ایرانۍ مېرمنې مهسا امیني د پولیسو ولکه کې دمړینې پرضد ایران کې سخت احتجاجونه شوي وؤ اؤ په دې احتجاجونو کې زیاته برخه دمیرمنو په ځانګړي ډول دښځينه زده کوونکو وه.

د بشري حقونو سازمانونو په دتېرکال په احتجاجونو کې دایران په امنیتي ځواکونو ګرد هیواد کې د500 نه د زیاتو کسانو د وژلو او د زرګونو نورو دنیولو تورونه لګولي دي خو ایراني چارواکو دا شمیرې ناسمې ګرځولې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG