لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مردان: امریکايي سفير په عبدالولي خان پوهنتون کې د انګرېزۍ ژبې د پروګرام پرانسته کړې


امریکايي سفير ډونلډ بلوم په عبدالولي خان پوهنتون کې د انګرېزۍ ژبې د پروګرام پرانسته کړې
امریکايي سفير ډونلډ بلوم په عبدالولي خان پوهنتون کې د انګرېزۍ ژبې د پروګرام پرانسته کړې

په پاکستان کې د امریکې سفير ډونلډ بلوم ويلي، امریکا د پاکستان سره په ګډه د کار کولو تاريخ لري او په تيرو لسو کالو کې یې يواځې په خېبرپښتونخوا صوبه کې د تعليم، صحت او بنيادي ډهانچې په برخه کې يو نيم اربه ډالره مصرف کړي دي.

د نوموړي په خبره په خېبرپښتونخوا کې یې د 100 نه زیات سکولونه جوړ کړي او د صوبې د خلکو سره به مالي مرستې جاري ساتي.

ډونلډ بلوم دغه خبرې د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د انګرېزۍ ژبې د پروګرام د پرانستې په مهال کړي دي.

دستورې ته په وينا کې نوموړي وویل، چې په چارسده او مردان ضلعو کې به د انګرېزۍ ژبې او هنري زده کړو د پروګرام څخه 215 زده کوونکي ګټې ترلاسه کړي او د کال 2019 راهسې په داسې ډول پروګرامونو کې 3500 زده کوونکو ته د درې ملينه ډالرو په لګښت زده کړې ورکړی شوي دي.

هغه زياته کړه، په دې ډول پروګرامونو کې زياته توجه انګرېزۍ ژبې ته ورکول کيږي چې انګريزي په روانۍ سره زده کړی شي او هنري زده کړې ورسره هم ورکول کيږي چې دوی په اقتصادي توګه پياوړي کړی شي.

امریکايي سفیر وويل، امریکا د نورې نړۍ په څېر په پاکستان کې هم اېکسچېنج پروګرام چلوي د کوم لاندې چې پاکستاني زده کوونکي امریکايي پوهنتونو ته ځي او هلته کاميابۍ ترلاسه کوي.

د ډونلډ بلوم په خبره د خېبرپښتونخوا د خلکو سره یې ښې اړيکې دی او دا به دوامداره ساتي.

د دستورې په مهال د عبدالولي خان پوهنتون رجسټرار ډاکټر طارق محمود وويل، چې د يو زده کوونکي دپاره د ژبو زده کړې ډېرې ضروري دي چې هغه خپل خيالات د نورو ژبو ويونکو سره شريک کړي.

هغه وويل دا اوسنی پروګرام په دې وجه هم ډېر مهم دی چې په خېبرپښتونخوا کې ډېر خلک غريبانان دي دوی نه شي کولی چې داسې ښې زده کړې وکړي ځکه چې په دې ډېر مصرف راځي نو د دې پروګرام لاندې به دوی ويړيا زده کړې ترلاسه کړي.

نوموړي زياته کړه دوی د امریکا مننه کوي چې د دغه پروګرام لاندې زده کوونکو ته ويړيا زده کړې ورکوي.

هغه وويل پښتانه زده کوونکي ذهين دي خو د زده کړو ښې موقعې ورته نه وي برابرې، که چرته د ښه زده کړو موقعې ورته برابرې شوې نو دوی په هر مېدان کې کاميابۍ ترلاسه کولی شي.

تېر کال د دسمبر په میاشت کې په پاکستان کې د امریکې سفارتخانې ویلي وو، امریکې د خېبرپښتونخوا په لرې پرتو علاقو کې د جينکو د تعليمي معيار ښه کولو دپاره د څلور ملينه ډالرو د پروژې پرانسته کړې وه.

سفارتخانې ويلي وو په دغه پروژه کې به د صوبې په لرې پرتو علاقو کې د ملينونو جينکو د تعلیم معيار ښه کولی شي .

په پاکستان کې د امريکې سفير ډونلډ بلوم ویلي وو، "د امریکې حکومت د پاکستان د خلکو او په ځانګړي ډول د جينکو د ښه راتلونکې دپاره په ټولو هڅو کې د پاکستان ملاتړ کوي".

هغه وخت سفارتخانې ويلي وو، امریکې د کال 2008م راهسې په خېبرپښتونخوا کې د تعليم، صحت، اقتصادي پرمختيا، انتظامي چارو د اصلاحاتو او بشري ضرورتونو په لړ کې دوه اربه ډالره ورکړي دي.

د نومبر په میاشت کې هم د امریکې سفارتخانې ويلي وو، چې د امريکې مرستندويه ادارې يو اېس اېډ په خېبر پښتونخوا کې 229 نوي سکولونه جوړ کړي، او په ترهګرۍ او قدرتي افتونو کې اغيزمن شوي 1000 نه زيات سکولونو يې بيا بحال کړي او د دې نه به 10 لکه نه زيات زده کونکي ګټه پورته کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG